کور / تازه خبرونه / امریکا پاکستان ته نظامی مشاورین لېږي

امریکا پاکستان ته نظامی مشاورین لېږي

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی نن خبر ورکړ چی په لس ګونو امریکایی پوځی روزونکي او سلاکاران به په دوو- درو هفتو کی پاکستان ته ورسی . دا ټکی د امریکا لو ی درستیز جنرال میولن د لاس انجلس ټایمز سره په مرکه کی څرګند کړ . جنرال میولن وایی چی دا روزونکي او مشاورین به پاکستانی پوځ ته د طالبانو سره د جنګېدو نوي طریقې ور زده کړي او د نوي جنګی تخنیک په اړه به کافی روزنه ورکړی . خو پاکستان تر اوسه رسمأ د جنرال میولن د دې څرګندوني په هکله څه نه دي ویلی .