افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
د افغاني کلتوري ټولني اداره د ټولو هالنډ مېشتو افغانانو په ډير درناوي هيله کوي چي ددې ټولني د لا ښه کېدو او اغېزمنېدو لپاره ددې ټولني غړيتوب ترلاسه کړي او هره مياشت يوه اندازه پيسې د غړيتوب ونډه افغاني کلتوري ټولني ته وسپاري .
افغاني کلتوري ټولنه چي په کال ۲۰۰۰ کي په هالنډ کي په رسمي ډول پرانستل سوه تر اوسه يې په لسګونو کلتوري ، علمي او څېړونيزي غونډي ، سيمينارونه او تفريحي پروګرامونه جوړ کړي دي ، يو شمېر ارزښتناک علمي او کلتوري اثار يې چاپ کړي او د اړتيا پر مهال يې د هالنډ مېشتو افغانانو د ستونزو تر څنګ د افغانستان د کلتوري پرمختيا په لاره کي خدمت ترسره کړی دی .
د يو شمېر افغانانو دپرله پسې غوښتنو پر بنسټ اوس افغاني کلتوري ټولني دغړيتوب ونډي ترلاسه کولو د پاره بانکي حساب پرانستئ دی چي په دې ډول به هره مياشت د ټولني له غړو څخه په اساني سره ددوی مرسته ترلاسه کېږي .
له تاسو هم په درناوي هيله کوو چي د ټولني د غړيتوب په ترلاسه کولو د خپل هيواد او په هالنډ کي د مېشتو افغانانو د کلتوري پرمختيا په دې بهير کي برخه واخلئ .
افغاني کلتوري ټولني د غړيتوب ترلاسه کولو چاره ډيره اسانه کړې ده ، تاسو د برېښناليک له لاري د خپل پوره نوم او تخلص ، پوست ادرس او بانکي نمرې په راليږلو سره کولای سئ د ټولني بانکي حساب ته هره مياشت د 5 يورو د ور اړولو کولو اجازه ورکړئ ، دا اندازه ستاسو په خوښه د مياشتي تر 10 يورو يا تر هغه زياته هم ټاکلای شئ .
هر کله که تاسو غواړئ چي د افغاني کلتوري ټولني سره خپله نقدي مرسته بنده کړئ بياهم د ټولني مشرتابه ته د برېښناليک لېږلو سره سم ستاسو له اکونټ څخه د پيسو اړول بنديږي .
که پوښتنه لرئ پر دې پته برېښناليک وليکئ
برېښناليک afghaanscvn@gmail.com
ويبپاڼه www.acvn.nl
پوستي پته :
Afghaanse Culturele Vereniging NL
Postbus 9102
3506GC UTRECHT
HOLLAND
Afghaanse Culturele Vereniging NL
Postbus 9102
3506GC UTRECHT
HOLLAND
په درناوي
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مالي څانګه