کور / تازه خبرونه / خوست:طالبان وايي يو ټانک او يو اکمالاتي موټر يې وسوځاوه

خوست:طالبان وايي يو ټانک او يو اکمالاتي موټر يې وسوځاوه

 

د ختيځو سيمو لپاره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي د خوست په صبرو ولسوالۍ د مکتب په سيمه کي يې د امريکايي پوځيانو يو زغره وال ټانک په ماين الوزولئ چي د ذبيح الله مجاهد په وينا په ټانک کي ناست ۶ تنه امريکايي سرتيري ووژل سول . نوموړی وايي وژل سوي کسان د امريکايي چورلکي په مرسته له ساحې ولېږدول سول خو ويجاړ سوي ټانک اوس هم پر ځای پاته دی .

ذبيح الله مجاهد وايي چي په همدې ولسوالي کي يې امريکايانو د خوراکي توکيو لېږدونکی اکمالاتي موټر سوځولی او موټر چلوونکی يې د نوموړي په وينا تر توبې کښلو وروسته خوشي کړئ دی .