د ايساف پوځيانو تېره شپه د چورې ولسوال روزي خان سارايي ، د هغه درې ساتونکي او درې ملکي وګړي ووژل .
سيمه ايزو چارواکو دا خبر تائيد کړی دی او ويلي يي دي چي روزي خان د ناټو ځواکونو تر بريد لاندي راغی او ووژل سو .
سيمه ايز اوسيدونکي وايي چي روزي خان په سيمه کي د يو بل قومندان مرستي ته روان و کوم چي د طالبانو تر بريد لاندي راغلی و، منزل ته تر رسيدو وړاندي د استراليايي ځواکونو له خوا تر بريد لاندي راغئ .