په داسې حال کې، چې د هېواد په مرکز په کابل ولايت، لويدیز او شمال کې د ښوونځيو زيات شمېر زده کوونکي په دې هيله او تمه دي، چې د دوی لپاره به په خپلو مورنيو ژبو سره لوستونه پیل شي. دوی فکر کوي، چې له دې امله به د دوی زيات شمېر ستونزې د زده کړې په لاره کې له منځه ولاړې شي او هغوی به د روښانه راتلونکې څښتنان شي.
مګر له بده مرغه د دوی د قانوني، بشري او اسلامي غوښتنې په لاره کې د دولت يو شمېر چارواکي د مختلفو او بې ځايه دلايلو له امله خنډونه را منځته کوي. پداسې حال کې، چې د اساسي قانون د نافذ کېدو څخه دادي شپږو کلونو کېږي خو لا تراوسه په دې لاره کې د پوهنې لوړ پوړو چارواکو له خوا قطعي امر او هدايت د هېواد په مرکز، په شمال او لويديز کې نه دی ورکړل شوی، چې هغوی په مورنۍ ژبو د زده کوونکو د زده کړې له پاره اجرات وکړي.
په اوس مهال کې د هېواد هر يو وګړی په دې پوهېږي، چې د هر يوه زده کوونکي دا حق دی ، چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي خو د هېواد لوړ پوړي چارواکي او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت ځينې چارواکي د خلکو په دې غوښتنې باندې په خورا بې شرمۍ خپلې سترګې پټوي.
دا چارواکي ښايي د متعصبو فاشيستي ډلو، چې له ایران څخه يې نېغ په نېغه ملاتړ کېږي غړي وي او يا ددې متعصبو کړيو څخه چې په هیواد کې پوځي او اداري واک د دوی په لاس کې دی ويرېږي او غواړي، چې د خپلو څوکيو او امتيازاتو د ساتلو لپاره د هېواد د ډېری ولس حقوق تر پښو لاندې کړي.
په اوس مهال کې متعصبه فاشيستي کړۍ په هېواد کې په مورنۍ ژبو د زده کړو په خلاف ډېرې فعالې دي. دا کړۍ که له يوې خوا په دوی پورې د تړلو ډله ايزه رسنيو له لارې په مورنۍ ژبو د زده کړو مخالفت او له دې لارې د زهرو ډک تبليغ کوي نو له بلې خوا دا کړۍ په کابل او د هېواد په شمال او لويديځ کې د ښوونځيو په منځ کې فعاله دي. دا کړۍ د ښوونځيو په منځ کې د ځينو ښوونکو ، اداري مامورينو او حتی زده کوونکو له لارې تبليغ کوي او وايي:
پښتو ژبه هيڅ ادبيات نه لري، پښتانه فرهنګ نه لري، په پښتو ژبه که زده کړه وکړي بيا به هيڅ کار درته پيدا نه شي او بله دا چې پښتو ژبه ډېره مشکله ده.
پدې ډول دا متعصبه کړيو پورې تړلي کسان زده کوونکو ته وايي که چېرې تاسې په مورنيو ژبو زده کړې وکړئ تاسو حتمي ناکامه کېږي. ددې په اړخ کې دا متعصبه فاشيستي کړۍ د ښوونځيو د زده کوونکو په ويرولو سره هغوی دې ته اړ کوي، چې په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه تېرشي.
له بده مرغه زموږ يو شمېر پښتو ژبې ميندې او پلرونه هم په ورته پورتني نظر دي او ښوونځيو ته مراجعه کوي، چې د دوی اولادونه دې په پاړسي ژبه زده کړه وکړي. هغه خپلو ځانونو ته نه ګوري، چې دوی حتی يوه د ناروغۍ رقعه په پښتو ژبه نه شي ليکلی او يا که چېرته څوک ترې وغواړي، چې په پښتو ژبه وينا وکړي هغه نه شي کولی نو ځکه ځانونه ورته په ټولنه کې ډېر خوار ښکاري.
را به شو په ايران پورې د متعصبو فاشيستي کړيو غړيو تبليغاتو او موجوده واقعيتونو ته، چې د کابل ښار او د هېواد د نورو برخو په ښوونځيو کې خپل فعال کوي :
پښتو ژبه د ډېرو لوړو ادبياتو څښتنه ده، چې کولی شي په شعر، کيسه ليکنه، فولکلور کې د نړۍ د پرمخ تللو ژبو سره سيالي وکړي او دا دحقیقت څخه لرې نه ده ، چې د پاړسي ژبې څخه د پښتو ادب غني دی.
د متعصبو فاشيستي کړيو دا تبليغ ، چې پښتانه فرهنګ نه لري دا د دوی ډېر بې ځايه تبليغ دی. پښتانه د ډېر لوړ کلتور او د ډېرو ارزښتناکو رواجونو درلودونکي دي، چې د نړۍ ډېر شمېر څېړونکو د تاريخ په اوږدو کې ستايلي دي. په دې ډول په پښتنو کې د ډېرې لويې درجې ليکوالان او عالمان موجود و او اوس هم شته.
دا چې د تاريخ په اوږدو کې پاړسي د دربار او پښتو د اولس ژبه وه او دې لړۍ د غزنوي او مغولي د دربارونو څخه نيولې بيا د سردارمحمد داوود خان تر جمهوري رياست پورې دوام وکړ. په دې مهال کې د دربار ټولو ميرزايانو په پاړسي ليکنې کولې او چاچې به په حکومت کې کار کاوه بايد پاړسي يې زده وه. خو اوس پخوانی دوران تېر شوی دی اوس کار او ژوند علم پورې تړلی او نن ورځ ډېری علوم او هم کمپيوټر په انګليسي ژبه کې دې خو له نېکه مرغه د کمپيوټر ورځني پروګرامونه هم په دې وخت کې د ځينو پښتنو ځوانانو په مټ پښتو کې ترتيب شول او که څوک غواړي کمپيوټر زده کړي نو يواځې په پښتو ژبه زده کړه هم ورته کفايت کوي ترڅو خپل مشکل ورباندې حل کړي. دا په علمي ډګر کې د پښتو ژبې يو ستر بری دی او هم په ټيکنالوژۍ کې د کار لپاره جوګه شوې ده. اوس داسې وخت راغلی که چېرې يو سړی ډاکټر، انجينير، د کرنې متخصص او نور و اوسي او يا حتمي د دولت مامور و اوسي بايد انګليسي ژبه يې زده وي يانې دا چې نړۍ د کلي حیثيت غوره کړی دی نو په دې رالنډه شوې نړۍ کې بيا انګليسي ژبه خپل اهميت لري او هرڅوک کوښښ کوي ترڅو يې زده کړي او د کار لپاره زيات چانسونه ترلاسه کړي. خو مورنۍ ژبه خپل اهميت لري نو په دې اساس په اوس مهال کې پښتنو ، ازبکو، بلوڅو، نورستانيانو، پشه يانو، ترکمنو، پاميريانو او نورو ته د پاړسي ژبې زده کول دومره ضروري نه دي لکه انګليسي ژبه دا ځکه چې حتی په دولت کې د کار پيدا کولو لپاره انګليسي ژبې ته ضرورت لري نو دوی ته پاړسي زده کول يوازې د وخت بې ځايه مصرف او د سرخوږول دي او په دې خبره د هېواد ډېر شمېر خلک ډېر ښه پوهېږي.
داچې په ايران پورې تړلې فاشيستي کړۍ وايي، چې پښتو ژبه مشکله ده هره ژبه د هغې ژبې ويونکو لپاره هيڅ مشکله نه ده. پښتانه په پښتو، ازبکان په ازبکي او د نورو ژبو ویونکي ته خپلې ژبې اسانې دي. په بله ژبه کې لوست ورته ستونزمن او په خپله ژبه ورته اسانه دی. نو له دې امله ضروري ده، چې پښتانه، ازبک ، پشه يان او دا نور قومونه له ايران پورې د تړلو متعصبو فاشيستي کړيو په توطئو او د هغوی په ناوړو کړنو باندې ښه پوه شي او د هغوی دسيسې او توطئې ورشنډې کړي.