د پاکستان انګریزی ژبی ورځپاڼی « ډیلی ټایمز » ولیکل چی د جنوبی وزیرستان په واڼه کی ۳۰۰۰ احمدزي وزیرو په چهارشنبه جرګه وکړه او دا فیصله یې وکړه چی که امریکا پر قبایلو خپلو حملو ته دوام ورکړي نو د احمد زي وزیرو ځوانان او زاړه به د امریکا پر خلاف وجنګیږی . دا پریکړه لیک د اسلام آباد څخه د امریکا د ټولو قواوو د لوی درستیز جنرال میولن تر کتني وروسته صادر سو چی هغه د دواړو هېوادونو د کړکېچ د سمولو په غرض راغلی و . جرګې کابل پدې وغانده چی امریکایان په آزادو قبایلو کی د القاعده د شتون په خاطر غولوي . پرېکړه لیک وایی چی د امریکایی حملو د پایښت په صورت کی به احمدزي وزیر بله چاره ونلری بېله دې چی مخ پر افغانستان ورسی او هلته د امریکایانو سره وجنګیږی .