کور / راپور / پوليس ولې په روژه کې پر سندرو غږوونکوقانون نه پلي کوي؟

پوليس ولې په روژه کې پر سندرو غږوونکوقانون نه پلي کوي؟

د حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دوږي ٢٧مه
Ibrahimi_w@yahoo.com


پوره درې ورځې روژې مبارکې مياشتې ته پاتې وې،  چې د  کابل د ديني علماو شورا ، د ارشادحج او اوقافو وزارت  او دکلتور وزارت لخوا يو لړ اعلاميې خپرې شوې چې پکې له کېسټ پلورونکيو راډيوګانو، ټلويزيونونو ، د هوټولو له مالکانو  او ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه شوې وه چې دروژې په مبارکه مياشت کې دې د اوازونو او سندرو په لګولو او  اورېدوڅخه ډډه وکړي .


ددغه اعلاميو په پاى کې له پوليسو هم غوښتنه شوې وه  چې په لوړآواز  دسندرو له  غږولو څخه دې مخنيوى وکړي اوسرغړونکيوته دې دقانون سره سم سزا ورکړي .


دې اعلاميو څخه په خبرېدو ډېر خوښ شوم دا خو  ډېره ښه خبره ده چې دسندرو مخنيوى په دې مبارکه مياشت کې وشي خو روژه راورسېدله او زه هم هره ورځ دښار په يو او بل واټ باندې به چې کله تېرېدلم اودکېسټ  فروشانو حالت به مې ليده اوياهم د ټلويزيونو اوراډيوګانو څخه به مې چې دسندرو اواز اوريده نو يادې شوې اعلاميې به راترسترګو شوې.


له ځان سره مې فکر وکړ چې ددې ا علاميو خپرولو څه ګټه وکړه ، چا پرې غوږ هم ونه ګرولو او نه يې څوک عملي کوي .


لنډه داچې دکلتور وزارت هغه چارواکي  چې پيژندګلوي مې ورسره لرله هغوي ته مې وويل چې ددې  اعلاميو پايله  څه شوه ؟


هغوي راته وويل چې زموږ مسوليت همدمره وو، چې دراډيو ګانو اوټلويزيونوله لارې مو اعلاميه خپره کړه اوله پوليسو مو وغوښتل چې ددې مخنيوي وکړي داچې څوک عمل نه پرې کوي دا د هغوى مسوليت دى .


بله ورځ لاړم امنيه قوماندانۍ ته هلته مې له يولوړپوړي جنرال سره مرکه لرله ديوې امنيتي موضوع په اړه هغه ته مې وويل چې جنرال صيب دروژې په مياشت خو ددې بدلو(سندرو)دخپرېدو دمخنيوي لپاره تاسو چې دکابل دامنيه قوماندانۍ کې سترمسوليت پراوږو پروت دى په دې اړه مو څه کړي دي ؟


هغه راته وويل چې موږ ته خوپه رسمي توګه کوم رسمي ليک (مکتوب ) نه دى راغلى اوکه راشي نو هرومرو به يې تطبيق کړواوسرغړونکي به دقانون منګلوته وسپارو .


دامنيه قوماندانۍ دغه چارواکي داهم وويل چې دبازار دکېست فروشانو مخه خوبه دوي ونيسي خو ټلويزيونونو اوراډيوګان مخه به څوک نيسي ، ما ورته ويل چې داټول ددولت د همدې اړوندو ارګانونو لکه دکلتور وزارت ،درسنيوڅخه دڅاردکمسيون اوپوليسو دندې دي داچې تراوسه نه دي پلي شوي  داډيره مهمه ده .
د همدې جنرال په دفتر کې يو ناست ځوان راته وويل چې کېسټ فروشان اوهوټلونو  مخه که پوليس ونيسي نوخلک به دغه سندرې او دښځينه وو داواز غږونه د راډيو ګانې اوټلويزيونونو له لارې اوري .


راډيو ګانې اوټلويزيونونه دپخواپه څېر هماغه شان تفريحي پروګرامونه دخوښو کړيو سندرو پروګرام اوداسي نورپروګرامونه چې موسيقي په کې خپره وي په نورمال شکل جريان لري .


ددې جنرال ددفتر نه راووتلم اودپوهنتون په لور په يوه ټيکسي موټر کې کښيناستم چې کله يې دپوهنتون په لور حرکت وکړنوراډيو يې  چا لانه کړله چې دنغمې سندره په کې غږول کېده ، دې موټر چلوونکي ته مې وويل چې وروره روژه ده که داسندره بنده کړي هغه راته وويل (( بيدر مه دچه غم هستم وتودرچه )) اوداسې بد بد يې راته وکتل چې تاويل اوس دې خوري.


ماورته په ډېر ورين تندي وخندل او ورته مې وويل  چې استاده خفه کېږه مه الله پاک به ټول مشکلات حل کړي مه ورخطاکيږي خو روژه کې د سندرې غږول خومناسب نه دي خيردي په دې دري ياڅلورکليلوميټر ه لارکې صبر وکړه چې موږ ښکته شو درنه بيا ته پوه شه او خپلې سندرې  .


ده راته ويل چې زه خپله ورځ په همدې تېروم اوغمونو اوقرضداريو  غمژن کړى يم څه وکړم چورتونو مې ويښتان سپين کړل بله لار نه لرم .


نورمې له ځان سره فکر وکړ چې دکابل په ښار کې ددې  دمخنيوي چارواکي خو يې په يوه اوبل سره اچوي اوپه رسمي اوغير رسمي توګه ديو اوبل دخبرېدو بهانې کوي .
 
لاړم دده افغانانو سيمې چيرته چې دلاسي کراچيو په سر ګرځنده کېسټ فروشان دښارترنورو سيمو ډير دى  .
دلته مې يوه کېسټ فروش ته وويل چې لوډسپيکر دې په لوړ اوازلګولى دى ، روژه ده دا کېسټ  په دومره لوړ آواز مه غږه وه  ! ده راته وويل ((اوبيادرمن درغم يک لقمه نان هستم تو شکمت سېر است برو بابا ماره بان به کار خو د )) ، ددې کيسټ فروش ترڅنګ يوکس چې سپينه ږيره يې لرله  هغه راته کتل اوراته يې ويل چې ته څه کاره يې ؟


ما ورته ويل چې زه هېڅ کاره نه ديومسلمان په صفت مې له دغه ځوان نه غوښتنه  وکړه چې په لوړ اوازسره دساز اوسندرو کسټې مه غږه وه .


ده راته ويل چې کاشکې يوڅوک واي چې ددې مخنيوي يې کړي واي  راته يې وويل چې ددوي غوږونه يې وخوړل سهار ترماښامه ددې پرځاي چې دوي په روژه کې يوبل څه واوري ترڅنګ يې  کسټ فروشي دي اوحيران يم چې څه ورسره وکړم .
دادى روژه له نيمايي تېره شوه خو لاتراوسه پوليسو ددغه منکراتو دمخنيوي لپاره څه نه دي کړي اودوي په دې تمه ناست دي چې په رسمي توګه به ورته څوک مکتوب استوي .
بل آخره دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو ريس جنرال عليشاه پکتياوال ته ورغلم دا هغه کس دي چې  نيږدې هره ورځ په کابل کې دژورنالستانو دخبر جوړولو يوه ترټولومهمه سرچينه ګرځيدلې.


نوموړي ته مې وويل چې جنرال صاحب هرکال به دې په روژه کې دسندروغږوونکيو په وړاندې عمليات پيل کول ولي دې سږ کال عمليات ونه کړل .؟


ده راته وويل  چې دوي دښار ټولو کسټ پلورونکو اوموټر چلونکو ته خبر دارى ورکړى چې که په روژه کې په لوړ اواز سندرې وغږوي نو قانوي چلند به ورسره وشي .


نور زه هم ستړى شو او لاړم دمسلمانانو دستر لارښود رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک احاديثوته چې  د روژې د عظمت او برکت په اړه يې فرمايلي : کله چې د روژې  لومړۍ شپه راځي نو شياطين او سرکښه پيريان تړل کيږي او د دوزخ ټولې دروازې تړل کيږي، يوه دروازه يې هم خلاصه نه پاتې کيږي، د جنت ټولې دروازې پرانيستل کيږي او يوه يې هم تړلې نه پاتې کيږي او د الله تعالۍ منادي آواز کوي چې ای د خير غوښتونکيه بيړه وکړه! او ای د شر غوښتونکيه ودريږه! او دا آواز د رمضان په هره شپه کې تکراريږي.( ترمذی، ابن ماجه)


فکر مې وکړ چې ته دې خلکوته وګوره په نوم روژه نيسې او يوازې خولې يې تړلې ولي د پيغمبر عليه سلام دهغه امر څخه سرغړونه کوي .


دروژې دا حقيقي مقصد هغه وخت تر لاسه کيدلای شي چې روژه په پوره احساس او شعور سره ونيول شی او له ټولو هغو مکروهاتواومنکراتو ځان وساتل شي چې روژه بې روحه کوي، حقيقي روژه هماغه ده چې بنده پکې خپل جسم، روح ، زړه او حواس د الله تعالي له نافرمانۍ څخه وساتي او د نفس هره بده غوښتنه تر پښو لاندې کړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې روژه نيسی نو لازمه ده چې خپل غوږونه، ژبه، لاس او نور ټول غړي الله تعالی ته د ناخوښو اعمالو څخه وساتی. ( کشف المحجوب)  بل ځای فرمايي: څوک چې د روژې نيولو سره سره له دروغ ويلو او پر دروغو عمل کولو څخه بند نشو، نو الله تعالی د هغه وږي تږي اوسيدلو ته هيڅ احتياج نلري.


الله پاک زموږ په ګډون  دنړۍ ټولو مسلمانانوته ددې توان په نصيب کړي چې حقيقي روژې ونيسي .