کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وړانديز:کیسه ډایجسټ په تصویرونو یارانه پالي

وړانديز:کیسه ډایجسټ په تصویرونو یارانه پالي


تېره اونۍ می د ملګري (بازمحمد) لیدلو له ورغلی وم. ملګری مې په کابل کې څه سرکاري کاروبار کوي. ډیره موده پس چي کله له کابل نه راستون شي نو زه یی یو ځل خوا له ورځم.  د هغه خواله په ور تلو کي زما یو ذاتی مقصد هم وي. هغه دا چي  کله هم دهغه خوا له ځم نو بلا شي ،  کتابونه او مجلی یی له ځانه سره راوړي وي. یوه نیمه په کي چرته ماله هم راکړي. زما خو هسې له افسانو سره زیاته لګي نو ځان له په کی د افسانو کتابونه او مجلی ګورم. زه خو ورله کافي وخت هم لرم. دا ځل می ملګري راله یو کیسه ډایجسټ راکړو. هسی کیسه ډایجسټ بد نه وو، زما خوښ شو. هغه وخت چی زه په مانسهره کې اوسیدم نو وخت ناوخت به می  ډایجسټونه لوستل. خو په هغه او دی کی لوی فرق دا وو چي هغه اردو ډایجسټ وو او دا چی کوم دی نو پښتو ډایجسټ وو. په پښتو  د ډایجسټ خورول نوی اغاز دی. لا به په دی کي وخت لګي څو چی د پختګۍ هغه مرحلي له رسي.


د ډایجسټ په اول مخ څه نااشنا شانتی تصویر چاپ شوی وو. د تصویر رنګ هم له اندازي زیات تیز او سور وو. نااشنا مي ځکه ووې چی زه د دی تصویر د چاپ په مقصد او ضرورت پوی نشوم. چی د دي عکس د دی ډایجسټ سره څه تعلق دي. هسې خوله جرنلیزم سره ډیر بلد نه یم، خودومره پته راله شته چی په جرنلیزم کې بغیر مناسبت د څه خورولواجازت نه وي او که څوک ځان له د داسی څه کولو اجازت ورکوي نو مطلب دا چې له خپل فن سره بېي وقوفي کوي. یا داسی وي لکه په جنج کې چې څوک جړاګانی کوي او معلومدار چی جنج او جړاګانې نه سره لګي نو دا تصویر او ډایجسټ هم ماله داسی په نظر راغلو.
هو که چرته تصویر د کوم مشهورلیکوال، فنکار، موسیقار، جرنلیست، فلم سټار وي نو بیا یې هډو څه پروا نشته خو د ګمنامو تصویرونو خورول خو یا دا چې بی غرضه نه وي. البته له غرض څخه مي مقصد ذاتي مسایل دي. چی یا ممکن د یو چا څه دوست وي ، رشته دار وي، ملګری جینۍ څوک وي او یا بله.
نو دا ډایجسټ چی کوم تصویر خپور کړی نو په دي کی هم راته همداسې یوه ذاتي مسله په نظر راغله. ماویل کیداشي څه یارانه یی وي سره. خو زه وایم چی په یارانو د داسی قیمتی شیانو خرابول خو به لوی زیاتی وي. ځکه چې په پختو کې د ډایجسټ کمی له پخوا موجود دی. او که چرته یو نیم داسی خوندور ډایجسټ په کې راپیداکیږي او هغه بیا موږ او تاسو په یارانو خرابوو نو دا خو به په خپله ځانله په تبر خپه وهل وي.
ځکه ډایجسټ چی په پِهلا ( لومړۍ ) صفحه کوم تصویر چاپ کړی دی نه د داسی چا دی چې یا خو دې د کیسی او جرنلیزم د میدان څوک مشهور کس وي او نه یی په چهره کې کوم داسې جذابیت ښکاري چې په کتونکو دې تاثیر وکړي. که له اردو ډایجسټ نه یی په تقلید چرته دا کار کړی وی نو بیا خو زیاتی دی په دی چې پنجابیان خو چی څه مخی له ورځی نو هغه کوی . په یوه یی هم شرم نه کیږی. زه وایم چی د پختون او پنجابی باید فرق وشي.
که له اردو ډایجسټ څخه تقلید نه وي او هسې چرته د ډایجسټ د چلونکو(محبوب الله محبوب) څوک ملګری وي او د هغی د خوشالولو لپاره یې دا کار کړی وي. نو زیاتی یی کړی. له ژبی سره یی زیاتی کړی. له پختون قام سره یې زیاتی کړی . ځکه پختانه داسی شی له سره غواړی نه. په دی خو ورله ولټی ورځي.
زه وایم چی که په ډایجسټ دا تصویر نه وای نو په یقین سره چی ډایجسټ به ډیر ښکلی وو د ډایجسټ د ښکلا خو اوس هم څه کمی نه دی،ځکه چی نور صحافت او کیسې یی ښی ښکلی دي خو دغه شان کارونه دغه ښکلا نقصاني کولی شي.
هسې زماله اړخه خو ورته دا وړاندیز دی چی په اینده کې دې د داسی تصویرونو څخه ځان په ډډه ساتي ګنی خدای مه کړه ډایجسټ به د خلکو له پامه بد شي. ځکه ډایجسټ د پختنو په ژبه دی، د پختنو د خوښی شی دی نو پکار دی چی همداسې د پختنو په شان ساده او بغیرالایشه وي. او که چرته تصویرونه چاپوي نو بیا خو شکر دی په پختنو کې هم د هر ډګر د ښځو او نارینه و څه کمی خو نه دی بیا دی د هغوی تصویر چاپ کړي. په دی سره به د تصویر جذابیت هم زیات شي او لوستونکي به یی هم په مینه ولولي.
رښتیا د ډایجسټ د دې تصویر والا تپوس می له خپل ملګري وکړ. لومړیو کې خو راله مسکی شو او ویل یې چی خوښه دې شوه که څه بلا؟
ما ویل نه هسی تپوس می کاوه چې دا ده څوک؟
هغه ویل زه یی هم په پته نه یم پوی . نه  داسې مشهور څوک دی چې ما دی په کابل کې نوم اوریدلی وي.
ما ویل نو بیا یی ولی چاپ کړی؟
په خنداخندا کی یی راله ویل ساده سړیه ته نه پوهېږی اوس خلک دی له نه ګوري تشې یارانی پالي.
خدای شته د دی څه په اورېدو حریان دریان شوم. ما ویل یارانې په کتابونو او مجلو کې ؟
ویل او جي که داسې نه وې نو یا خو به یی د یو مشهور چا تصویر چا پ کړی وای او که چرته دا داسی څوک مشهور کس وي نو بیا به یی د هغی نامه هم لیکلی وه.
د ملګري په دې خبره مې په خپل شک نور هم باور پوخ شو ماویل راشه ساده ګله که یې ګورې!
بیا می ور له ویل چی دا ځل چی تلی نو ما له به وایی چی یو پیغام درله در کړم ورله به یی یوسی. خو هغه وویرید او ویل یی.
ولی څه دماغ خو می نه دی خراب او نه په چا ځان ډبول غواړم. د نورو په کار کی زما څه؟
نوبیا می ویل راځه د دی ویبسایټونو له لاری ورته خپله خبره ورسوه، که چرته پری ولګی نو وروستی پیشنهاد مې دادی چې ډایجسټ دې په اینده کي دې شي له توجه وکړي او د داسې څه کولو نه دې ځان وساتي .