د نوميالي افغان تاريخپوه ښاغلي پوهاند ډاکټر حسن کاکړ په وياړ غونډه تېر ماښام د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د يوشمېر افغان ليکوالو او پوهانو په ګډون جوړه سوه .
په غونډه کي د کاناډا ، انګليستان ، هالنډ ، بلجيم ، ناروې او يو شمېر نورو هيوادونو څخه برسېره د افغانستان څخه راغليو درنو مشرو پوهانو ښاغلي عبدالله بختاني خدمتګار او ښاغلي استاد حبيب الله رفيع هم برخه لرله .
په غونډه کي د ښاغلي پوهاند ډاکټر حسن کاکړ د ژوند او کار په اړه ويناوي ، مقالې او پيغامونه واوريدل سوه . ددې غونډي پوره راپور او ښکلي عکسونه به نن له لر او بر ويبپاڼي څخه خپاره سي . کتل يې مه هېروئ
.