پښتو متل دى چې ( ابا په کور نشته او له ادې ډار نشته ) ، دغه متل هغه وخت په کورنيو کې په ژبو څرخيږي چې ماشومان يې خپلسري پيل کړي، ښوونځي ته نه ځي او ټوله ورځ ايله ګشتي کوي .
په هېواد کې اوس مهال ورته مسئله روانه ده، کله يو قوم دومره ژبه ور شي، چې د پخوانيو پاچايانو د فرمانونو د لغوې غوښتنه وکړي، کله يو ټلويزيوني چاينل د قانون د پلي کوونکيو امر تر پښو لاندې کړي او کله …
دغه خپلسرۍ خو هغه وخت اوج ته ورسېدې چې د تخار په خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ کې د پاکستان له ژوب څخه د پښتنو ٨٠ راستنې شوې کورنۍ، په رڼا ورځ د ځايي زورواکانو لخوا کلابندې شوې .
په دغه کلابندۍ کې چې درې اونۍ يې پوره کيږي، شاوخوا ٧٠٠ تنه د تدريجي مرګ له ګواښ سره مخ دي او زورواکان پرې وخت ناوخته سترګې راباسي او د ټوپک شپېلۍ ورته اخوا دېخوا کوي .
که څه هم پر دغه پېښه ټوله نړۍ خبره شوه، ملي شورا پرې بحثونه وکړل او دولت هم پرې زړه نازړه يو څه خوځښت وښوده، خو هيڅوک په دې ونه توانېدل چې يادې شوې کورنۍ له کلابندۍ څخه خلاصې او د زورواکانو لخوا د هغوى نيول شوې ځمکې، بېرته هغوى ته وسپاري .
همدې پېښې هېوادوال په اندېښنه کې اچولي او ويريږي چې د ناامنيو، چاودنو، بريدونو او وژنو ترڅنګ، له انارشۍ سره هم مخ نشي او يو ځل بيا يې کورونه د زورواکانو په سنګرونو بدل نشي .
افغانان پنځه کاله مخکې په ډاډه زړونو له کورونو ووتل او په خپلو رايو يې ولسمشر وټاکه، خو اوس داسې بريښي چې هغوى ولسمشرنه، بلکې ( ولسمشره ) ټاکلې ده .
روانه خپلسري ددغې خبرې ښکاره ثبوت ده او دا خپلسري ځکه روانه ده چې ولس اوس ابا نه لري او له ادې ډار نشته .