انسان د هررنګه چاپېريالي شرايطو تر مخامخ اغېز لاندې دی اود هغوی پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي . هرغبرګون دغريزې ــ اېستيتيکو غوښتنو پربنسټ دانسان دټاکلې شعوري کچې څرګندوی دی . هغه شرايط چې دنوموړيو غوښتنو پر ځای کېدلو ته لار هواره کړي او انسان د « رضا » پړاو ته په کې رسېدلای شي؛ د منلو اوستايلو وړ وي ، خو که دا ځانګړتياوې ونلري؛ غندل کېږي .
د غبرګون ښودلو دا دواړه ډولونه زموږ « قضاوتونه » دي چې بشپړ طبيعي ، نورمال او له آره د انسان په بنسټيزو رښتوکې ګڼل کېږي . يواځېني ټکي ته چې په دې برخه کې ګوته نيول کېدای شي هغه دادی چې موږ تر ډېره دخپلو قضاوتونو په بڼه کې تېروځو او د خپلې رضا په لارکې دنورو رضا تر پښو لاندې کوو يايې بابېزه ګڼو .
داډول قضاوتونه يوه ستره ناروغي ده . تر هغې چې ددې ناروغۍ په درملنه بريالي نشو، هېڅکله به خپلې رضاته ونه رسېږو اويا به يې درسېدلو په ترڅ کې سختو ګواښونو ته غاړه ږدو .
په ننۍ نړۍ کې دغبرګون اوقضاوت ډېره برخه پر سياسي جوړښتونواودهغوی پر کړووړو راڅرخي ، ځکه سياسي کړۍ پر ورځني ژوندانه سيده اغېز لري او ځانګړې بڼه ورکوي .
انسانان ددغه قضاوت په ترڅ کې پر دوو ډلو وېشل کېږي :
لومړۍ ډله ،هغه ده چې له واکمنې سياسي کړۍ سره مخامخ اړيکي لري او له ډولونو په يوه ډول په واک کې ورګډه ده .
دويمه ډله ، هغه پرګنې دي چې د سياسي واک په ډيناميکي بهير کې ونډه نلري خو دهغه څرنګوالی يې ورځنی ژوند اغېزمنوي .
دپورتني بېلښت ژوروالی تر پرمختلليو هېوادونو په وروسته پاتې هغو کې ډېر ليدل کېږي . ځکه ، په وروسته پاتې هېوادوکې که سياسي واکمني يواځېنۍ مالي سرچينه نه وي نو تر ټولوکارنده او شمېرنده خو هرومرو ده .
دلته سياسي واک دخپل ټولنيز ــ مالي ارزښت له مخې ډېر د پاملرنې وړ ګرځي . ځينې هڅه کوي چې په خپله يې ولري اوځينې هيله من دي داسې څوک واکمن شي چې دوی يې تر سيوري لاندې خپلو غوښتنو ته ورسېدلای شي .
دغه فاکټور په وروسته پاتې ټولنوکې پرلپسې کړکېچونه زېږوی او د ډاډمنې سولې دټينګښت مخه يې نيسي .
له همدغه لامله د وروسته پاتې هېوادو په ټولنپوهنه کې سياسي واک ديوې ارزښتمنې ښکارندې په توګه دزښتې پاملرنې وړ دی .
بلخوا، په پرمختلليو او څه ناڅه بسيا ټولنو کې دغه اړخ ته ډېرپام نه وراوړي او د ډېرو لپاره داخبره زړه راکښونکې نه ده چې په خپله په واک کې برخه واخلي اويا دې واک له دې يا هغې کړۍ سره وي . د ساري په توګه ، په اوتريش وجرمني کې داسې خلک ډېر دي چې نه پوهېږي ولسمشريې څوک دی؟ او داسې خولازښت ډېر دي چې نه پوهېږي ولسمشر په کوم ايالت کې زېږېدلی او څه ډول سړی دی ؟
ددې ناګارۍ لامل دادی چې دلته دبوختيا ډګرونه دومره ارت دي چې له کوشنيو کړيو پرته نورڅوک سياست ته نه په کې وزګارېږي .
دا يادونه مو دې پايلې ته رسوي چې د وروسته پاتې هېوادونود اوسېدونکيو دژوندانه ډېره موده د پرمختلليو هغو په پرتله په سياسي بوختياوو کې تېرېږي او سياست يې له ورځني ژوندانه يوه نه بېلېدونکې برخه ده .
څومره چې ليدل شوي اوليدل کېږي ، ددغې بوختيا ډېره موده دځانګړيو سياسي کړيو په اړه پر قضاوت تېرېږي .
لکه مخکې چې مو وويل ،دا قضاوت په ټولنه کې دهماغو دوو څانګو له خوا کېږي چې يوه يې له واکمنې کړۍ سره ارګانيک اړيکي لري او « ډله » ورته ويلای شواوبله يې هغه ده چې تل د واکمنې کړۍ له کړووړو اغېزمنه وي او « پرګنې » نومېږي .
د ډلې اوپرګنوپه قضاوت کې له آره ژور توپير نشته . دوی دواړه دخپلې رضا پر بنسټ دسياسي کړيو په اړه قضاوت کوي . توپير يې په بڼه کې دی او هغه داچې د ډلې رضا د ګوتشمېر څوتنو انسانانو غوښتنه ده او دپرګنو رضا دميليونونو انسانانو دارمانونو څرګندونه کوي .
پر ګنې غواړې چې د سياسي جوړښت تر سيوري لاندې د خپل ژوندانه هيلوته ورسېږي . خو، ډلې هڅه کوي چې په سياسي جوړښت کې دبرخې درلودلو له لارې يې همداهيلې بشپړې شي . په دغه ترڅ کې که دنورو غوښتنې ترپښولاندې هم شي ، ډلې يې اندېښنه نه کوي .
پرګنې په خپلو قضاوتونوکې يو موټی دي . خو، ډلې پرلپسې دخپلو قضاوتونو په ترڅ کې سره لاس وګرېوان وي او په ډلګيو وېشل کېږي .
دروسته پاتې ټولنو پرګنې د ډلګيو د پرلپسې ټکرونو له لاسه خورا ځورېږي او تل يې دځانګړيو هيلو بلهاري دي .
هره ډلګۍ پر يوه چامينه وي ؛ اتل ترې جوړوي ؛ پورته يې خېژوي ؛ له خپلو ساييزو (سايکالوژيکي) ځانګړتياوو سره سم ټولې ښېګڼې ورپورې تړې او په وچ دوګماتيزم يې هره نيمګړتيا، تېروتنه ،خيانت او جنايت تر خاورو لاندې کوي . که هر چا د ډلګۍ د مينه وړي په اړه يوه منفي خبره وکړه هغه ته سملاسي د دښمن په سترګه ګوري او هر بد چې يې له لاسه وشي ؛ وررسوي يې .
دغه راز ړانده قضاوتونه څرګنده سرچينه لري . دا سرچينه د ډلګيوهماغه غريزي تندې دي چې د يوه واکمن په اړونده کړۍ کې د غړيتوب له لارې په اسانۍ سره خړوبېدای شوې . د دغو ډلګيو غړيو له يوه ټاکلي واکمن سره په سيده يا ناسيده اړيکيو کې د سيمه ييز يا دولتي واک پر يوه برخه ډډې لګولې وې او هر هغه څه يې کولای شول چې زړه يې غوښتل . اوس دوی دهماغو شېبو په يادونو کې ډوب دي او هرځای چې کېني دهماغه چا د ستاينو سيمفوني غږوي چې دوی يې دمټ په زور په ټولنه کې د زور ومقام خاوندان ول .
موږ ټول وينو چې تېر څوکاله په افغانستان کې د پرلپسې پړاوونو د منځته راتګ له لامله ډېرې ډلګۍ هم منځته راغلې او اوس هره يوه لګياده دهغه چاستاينه کوي چې تر سيوري لاندې يې ددوی ګټې خوندي وې .
په کار نه ده چې يو عاقل انسان دغو ستاينو او غندنو ته غوږکېږدي . دا يو هم علمي ــ تاريخي ارزښت نلري اوتش دځانګړيواحساساتو پر بنسټ ړانده قضاوتونه دي .
هغه مينه چې له يوه سياسي فيګور سره پر دغه بنسټ « تر ډېره مالي » منځته راځي او له مخې يې داسې ړانده قضاوتونه کېږي ؛ په ټوله مانا شخصي بڼه لري .داراز شخصي مينې په دوو بڼو له منځه ځي :
لومړۍ داچې يو نوی څوک رامنځته شي او ډلګيو ته دغريزي تندو دماتولو نوې اسانتيا برابره کړي .
دويمه داچې داسې ډلګۍ د ژوندانه تر پايه په خپلو خوبونو کې ډوب پاتې شي ؛ په همدغو خوبونو کې له نړۍ سترګې پټې کړي اوړانده قضاوتونه يې هم يومخيز پای ته ورسېږي .
موږ ته ښايي چې دهغو سياسي کړيو اوشخصيتونو کړه وړه چې دټولنې پر تاريخي بهير يې مثبت يا منفي اغېز درلود ؛ د بېځايه شخصي قضاوتونو پر ځای په علمي معيارونو وارزوو. دا معيارونه په ډاګه څرګندوي چې په کومو شرايطو کې دچا کړنې اوهلېځلې دهېواد لپاره څومره په ګټه وي اوڅومره په تاوان ؟
دغې پوښتنې ته موږ رېښتينی ځواب هله موندلای شو چې له يوه چاسره خپل شخصي ــ عاطفي اړيکي او احساسات اوخپلې ځاني ښېګڼې اوګټې يوې خواته پرېږدو اويواځې هېوادنۍ ښېګڼې اوګټې په پام کې ونيسو . هله ده چې ديوه رېښتياپال انسان په توګه به په خپله وپوهېږو چې څوک ، څوک وواو څه يې وکړل؟
خو، دا ډېر ګران کار دی او يوکمزوری انسان يې په ترسره کولو نه بريالی کېږي اوچې نه بريالی کېږي نوتر پايه به دبېځايه اوبې انصافه قضاوتونو په لومه کې ښکېل وي .