کور / شعر / مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي

مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي


مه وايه دا چې جوړوي پښتانه
دنيا لګيا ده بېلوي پښتانه
سر له دښمن سره وهلی شي خو
سر له تربوره ټکوي پښتانه

دا بې ننګي نه قبلوي پښتانه
توره ميدان کې نه پرېږدي پښتانه
د پرهر شور غلطوي په ټپو
او په خندا سنګر ته ځي پښتانه

خپل کلي خپله ورانوي پښتانه
ځان ته بيا وايي غيرتي پښتانه
دا ځنې وخت ترې فرښتې شرمېږي
دا ځنې وخت شي لکه سپي پښتانه

ټول دي له مخې جنتي پښتانه
دي پېښوري که کابلي پښتانه
له کليمې مخکې پښتو ورښيي
مور چې زانګو کې زنګوي پښتانه

څنګه چې دي داسې دې وي پښتانه
خدای خو دې هېڅ نه بدلوي پښتانه
د ځمکې تل ته زلزلې رسوي
او اسمانونه پاروي پښتانه

تر څو چې سا تن کې لري پښتانه
د حق په نوم باندې به مري پښتانه
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي
مخکې له دې يې ختموي پښتانه