کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کنزېو مرېسم (( استهلاکيت )) وبــــــا

د کنزېو مرېسم (( استهلاکيت )) وبــــــا


ټول قوانېن او رواجونه د ټولنې لپاره جوړېږې د ټولنې موجودېت د ټولو انسانې او الاهې قوانېنو لپاره مهم شطر بلل کېږې .
الله تعالې ټولنې نه بلکه د ټولنو لپاره شرېعتونه بدل کړې دې . د هرې ټولنې د خپل قدرتې ساخت او معاشې حالاتو په تناظر کښې خپل ترجېحات وې . د ټولنې دتشکېل د څرنګوالې بحث ېوه بېله موضع ده ، دلته د ټولنې د تغېر او ټولنېزو ترجېحاتو او غوښتنو د تغېر په اړه بحث کوو .
دټولنې بنسټېز تغېرات په ډېر وخت سره راځې د انسانې ژوند په ټول بهېر کښې ممکن ېواځې سړې ته ېوځل ددې مشاهده په نصېب شې .
ټولنې او مېلتونه نن د هېوادونو او سټېټ په بڼه کښې شتون لرې . د ددې ټولنو غوښتنې د سېاست په چوکاټ کښې د جمهورې نظام له لېارې انعکاس مومې او بېا د راېو په اکثرېت سره دا غوښتنې په پارلمان کښې د قانون شکل غوره کوې .
ددې غوښتنو فهرست ډېر لوې هم کېدلای شې او په غوښتنو کښې تغېر او بدلون هم په ډېر لنډ وخت کښې امکان لرې راشې . چې په خپل انسانې ژوند کښې ممکن انسان ددې خبرې ډېر ځله شاهد واوسې . د ټولنې د بنسټېزو اساساتو له بدلونه پرته د ټولنې عامه اذهان بدلول ېوه جزباتې او جابرانه تګ لاره بلل کېږی . د ټولنې اساسات عبارت دې د وګړو د معاش له زراېعو څخه ، د معاش د زرېعو په بدلون سره په ټولنه کښې په اتوماتېک ډول سره د غوښتنو ، ترجېحاتو او افکارو تغېرات راځې .
مثلا په زراعتې ټولنو کښې د زمېن داره رول او بېا د مځکې لپاره د بزګر نوکر او چاکر تصور ، د زمېن دارانو پر سر دخان او ملک سلسله او ددې انتظام د سمابلښت لپاره د شاه او شاهې نظام شتون ېو لوې ټولنېز جوړښت منځ ته راوړې . اوس په ېو داسې زرعتې دودېزې ټولنې کښې د جمهورېت ، ازادې ، او ډېموکراسې پمپول ېو جبر او تنګ نظرې بلل کېږې ، او دداسې نظرېاتو لپاره تبلېغ او مبارېزه کول تش دوخت ضېاع ده او بس .
ولې کله چې د اېجاد او تخلېق له لارې د صنعتې نظام او طرز معېشت رواج پلۍ کېږی له دې سره په اتوماتېک ډول د قانونې مزدور تعلېم ېافته او باهونره لېبر شتون منځ ته راځې .سرماېه داران دخپلې سرماېې دګردش په مقصد نوې سېاسې بدلونونو او اقتصادې اصلاحاتو ته سترګې په لاره وې چې ددې لپاره دوې خپلې غوښتنې د سېاست او سېاسې مبارزې له لارې د قانون سازې تر مرحلې رسوې .


له دې لارې دوې خپل مشروع حقوق ترلاسه کوې او پدې سره د جمهورې نظام او ډېموکراسې اساسات لاهم قوې کېږې . په زرعتې نظام کښې د ښځې رول هسې د کورنې دغړو ترخدمته محدود وې ، ولې په صنعتې ټولنه ېوه ښځه هم کولاې شې چې د خپل صنعت او کارخانې څارنه او مارکېټېنګ د نارېنه په شان هېنډل کړې . لدې سره د ښځو د ازادې او ابرو د تحفظ لپاره موسسات په وجود راځې او سټېټ د ټولو وګړو د برابرې په بنسټ اقدامات کوې .
پدې تناظر چې زموږ افغانې او پښتنې ټولنه لېدل کېږی نو حالت ېې ډېر د افسوس وړ دې .
موږ دنړې په داسې سېمه کښې اوسو چې په اقتصادې لهاذ په اوسنې صنعتې دور کښې د کنزېومرېسم په مرض اخته ده .
ددې ناروغې له امله زموږ هر قدم د پرشاتګ پېلامه وې ، زموږ هره خوشبختې له بدبختې سره مله وې ، زموږ هره راتلونکې ورځ د پرون په نسبت په غم لړلې او له اندېښنو ډکه وې .
کنزېومرېزم (( استهلاکېت )) ېو داسې مرض دې چې ددې واېرس متاثرېن بېله دېنه چې په خپلو ټولنو کښې په  معجزاتې توګه فکرې انقلاب رانه ولې هېڅ کومه بله لار نشته چې له دې بلا ځان خلاص کړې .
زموږ هره صنعتې شبکه زموږ هېواد او ټولنې ته داقتصادې مرګ او هلاکت زېری راوړې زموږ هره رغاونه او ېا بېا رغاونه د ېوه بېسارې احتېاج زمېنه برابروې . زموږ هره سېالې او هڅه زموږ پر کنزېومرېسم وهلو اوږو ېو دروند اقتصادې بوج وې چې په اوچتولو سره ېې زموږ دناتوانه اقتصاد ملا چورلټه ماتېږې . زموږ هره کلتورې هڅه او وده موږ ته د اقتصادې رکود او بدمرغې زېرې راوړې زموږ د ازادې او خپلواکې هره هڅه موږ ته دناکامې او اقتصادې غلامې هار راپغاړه کوې .
زموږ سواد زموږ لپاره بېرته ېو لوې اقتصادې زېان او مسلسل احتېاج ثابتېږې دا ځکه چې تعلېم پخپله ېو صنعت ګرځېدلې دې او پدې صنعت کښې زموږ ټولنه مصرف کوونکې او استهلاکې ده نه اېجادونکې او تولېدې .
زموږ فوځونه زموږ د ساتنې پرځاې زموږ پراقتصادې زېر بناوو او شتمنېو د پردېو سرماېه دارو او ملټې نېشنل کمپنېو اجرتې چوکېداران ګڼل کېږې . زموږ کور ته راننه وتونکې اقتصادې غله زموږ امنېتې موسسات بدرګه کوې .
ددې لپاره پکار دې چې په ټولنه کښې دعامه پوهې د کچې په لوړوالې سره د اېجاداتې او تولېداتې افکارو د خپلولو لپاره هڅې پېل کړو . د نړې ټول ډالر زموږ هېواد ، اقتصاد ، او زموږ امنېتې موسسات پر پښو نشې درولاې بلکه د همېشنې احتېاج له امله ېې دتل لپاره له پښو غورځوې . باېد پر خپل حال رحم وکړو او پرې نږدو چې خپل هېواد د احتېاج او کنزېومرېسم په لمبو کښې لولپه کړو . د ساېنس او ټېکنالوجې په ډګر کښې باېد هغه فکر او ماېنډ پېدا کړو چې پدې مېدان کښې د نوې نوښتونو او پرمختګونو سبب شې . لدې سره به موږ د نړې په هغو ټولنو کښې ورګډ شو چې دخپل تقدېر پرېکړې پخپله کوې ېواځې کنز
 ېومر صنعت او اقتصاد نه بلکه پروډېوس او تولېدې صنعت موږ ژغورلاې شې . باېد هغه طرز تفکر خپل کړو چې د نورو د تل پاتې احتېاج څخه ځان خلاص کړو او هغه دنورو په خېراتونو هېڅ نده ممکنه ، ددې لپاره پکار دې چې هغه فکر او هغه شعور رابېداره کړو چې موږ د صنعتې مشېنرې د استعمالونکې  پر ځاې د هغې مشېنرې د اېجادونکې او رواجونکې په صفت ښاد کړې بېا کولاې شو په نړې کښې د سېال په توګه ژوند وکړو .