د خوست ولايت اړوند د دومنده په ولسوالي کې نامالومو وسله والو کسانو د يو ښوونځی سر ښوونکي د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی
د خوست ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند ډګروال وزيربادشاه وايي چې سرښوونکی فضل مير نن سهار نهه بجې وسله والو طالبانو وژل دی ځکه چې نوموړي کومه شخصي دښمني نلرله .
ده زياته کړه چې دپيښې په تور يې تراوسه څوک ندي نيولي خو په سيمه کې يې په نيولو پسي پراخ عمليات روان دي
د يوبل خبر له مخې د پکتيا ولايت په وزې خوا ولسوالي کې نامالومو کسانو يو هينو موټر چې په خوست کې يې ميشت ايساف ځواکونو ته خوراکي توکي ليږدول د راکټ په مرميو ويشتلي دي چې له امله يو تن مړ او بل ژوبل شويدی
خو تراوسه وسله والو طالبانو پدي اړه څه ندي ويلي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه