بي بي وايي داسي شواهد په لاس ورغلي دي چي له مخي يې څرګنديږي چي ايران په افغانستان کي طالبانو ته وسلې ورکوي ،ويل کېږي چي په دې وسلو کي د ټانک ضد ډير زورور ماينونه هم سته چي د عادي ماينونو په پرتله يو ټانک په بشپړه توګه له منځه وړلای سي . په کابل کي د برتانيې سر شرر هم دا خبره تاييد کړه خو وايي د ايران دحکومت ځيني عناصر طالبانو ته دا وسلې ورکوي . په کابل کي د ايران سفير د پخوا په څېر دا خبره په کله رد کړې ده .
له بلي خوا نن د ايساف او ناټو د عامه اړيکو ددفتر له خوا لراوبر ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي د افغانستان په سهيل کي ددوی يو سرتيری هغه مهال زخمي شوی کله چي يې د ګزمې موټر پر ماين ور برابر شو، په خبرپاڼه کي د زخمي سوي سرتيري هويت پټ ساتل سوئ ، د افغانستان په سهيل هلمند ولايت کي برتانوي سرتيري مېشت دي .