دا شپږ اوه کاله کېږي، چې په افغانستان کې د چارواکو له خوا په مورنيو ژبو د زده کړو ډنډورې غږېږي، دې ډنډورو او خبرو د هېواد زيات شمېر ميندو او پلرونو او همدارنګه د ښوونځيو زده کوونکو سره دا هيلې پيدا کړي، چې اوس هغه مهال را ورسېد، چې د افغانستان پښتو ژبي، پشه يي، نورستاني، پاميري، ازبک، ترکمن، بلوڅ او د نورو ژبو ويونکي زده کوونکي به په کابل، لغمان، هرات، فراه، پروان، کاپيسا او د هېواد په ټولو شمالي ولايتونو کې په مورنيو ژبو زده کړې وکړي. دوی به خپلو لوستونو کې ستونزې ونه لري.
دا په افغانستان کې د اتيا په سلو کې زياتو زده کوونکو او د هغوی د ميندو او پلرونو غوښتنه ده. خو له بده مرغه لکه څنګه چې پخوانيو حکومتونو د خلکو او زده کوونکو دې غوښتنې ته هيڅ پاملرنه نه کوله په همغه ډول اوسنۍ حکومتي اداره په دې لاره کې د پخوانيو ادارو په پلو روانه ده په دې توپیر سره، چې کله وار د پوهنې چارواکي دا څرګندوي، چې په مورنيو ژبو د زده کړې شرايط برابروي. خو دا مالومه نه ده، چې کله؟ ځکه چې اوه کاله تېر شول په دې ډول به نوره هم دومره موده تېره شي خو د اوسنۍ ادارې په دې لاره کې به کوم ګام ونه ليدل شي.
عجيبه خبره ده، په يوه هېواد کې د هغه هېواد د اساسي قانون حکم او د هېوادوالو غوښتنه موجوده ده خو چارواکي بيا هم د اساسي قانون دا حکم نه ګوري او نه يې مني.
دا چې په دې تېرو شپږو اوو کلونو کې د پوهنې چارواکي په دې لاره کې څه کوي او يا يې کړي. تر اوسه خو د هېواد خلکو هيڅ هم نه دي ليدلي. يوازې کله وار په رسنيو کې څرګندوي، چې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر زده کوونکي حق دی نور بيا هيڅ هم نه وي.
لومړي څلور پنځه کال په دې تېر شول، چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د ژبو احصايه واخيستل شوه او مالومه شوه، چې شمېر يې څومره دی؟ خو کله چې نوي کتابونه راورسېدل د پخوا په څېر يې په پاړسي ژبه کتابونه په ښوونځيو وويشل. په دې کار سره ځکه خلکو ته دا په ډاګه شوه، چې دا د پوهنې د چارواکو د درواغو او تېر اېستلو لپاره ډنډورې وې او نور په دې لاره کې عملي ګام نه اوچتوي.
د يادولو وړه ده، چې ښکاري ولسمشر هم په دې لړ کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د موضوع، چې د هېواد په اساسي قانون، د ماشوم د حقوقو د اعلاميې او د يونسکو د لارښونو سره سم د هر زده کوونکي طبيعي حق دی، لږه علاقه لري. او که د هېواد ولسمشر ځان د ټول هېواد د خلکو، چې په هغو کې پښتانه، بلوڅ، پشه يان، نورستاني، پاميري او نور هم راځي ځان په رښتيا ولسمشر ګڼلی نو د دوی حقوقو ته به يې پام کړی وای، چې په اساسي قانون کې تسجيل شوي او د پوهنې د چارواکو څخه به يې پوښتلي وای، چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د خلکو له غوښتنو سره سم د مورنۍ ژبو په لړ کې څه کړي دي؟ او دا يې هم جوته کړې وای، چې خنډونه او ستونزې چېرې دي؟
دا ښکاره ده، چې د افغانستان ولسمشر سياسي شخصيت دی. ښايي هغه د ماشوم د ښوونې او روزنې د اصولو په هکله لږ مالومات ولري. نو ځکه په دې هکله سر نه ګروي او داسې هم ښايي، چې په پخپله ولسمشر په دې لاره کې ځينې ستونزې او خنډونه را پیدا کوي او پيدا کړي دي. دا ځکه چې د هغه شاوخوا متعصبې فاشيستي کړۍ راټولې دي. دا کړۍ د نورو په لمسون نه غواړي، چې په افغانستان کې د هېواد ټول خلک برابر حقوق ولري. ددې لپاره، چې ولسمشر دا کسان له ځانه خوشاله ساتلي وي نو د هېواد د اتيا په سلو کې د زياتو خلکو غوښتنو او حتی د اساسي قانون حکمونو ته شا کوي.
دا چې په مورنۍ ژبه زده کړې يوه تعليمي موضوع ده، چې د ماشوم او زده کوونکي په حقوقو پورې اړه لري، دويمه دا چې که په رښتينې مانا سره د هېواد ولسمشر او د پوهنې چارواکي غواړي، چې په افغانستان کې پوهه دود او لوړې کچې ته ورسوي نو اړينه ده، چې د هېواد له اکثريت زده کوونکو سره د تعصب نه ډک چلند پرېږدي. ماشومان او تنکي ځوانان پرېږدي، چې لوست ژر زده کړي، فکر ورباندې وکړي ترڅو په دې کار سره د هغوی استعدادونه وده وکړي.
داچې د پوهنې چارواکي ښايي د راز راز پټو علتونو له امله د زده کوونکو قيمتي وخت په تشو خبرو تېروي او ولسمشر ورباندې هيڅ سر نه خوږوي. د ولسمشر په اړخ کې متعصبې فاشيستي کړۍ د خپلو وګړو له لارې په ښوونځيو کې راز راز منفي تبليغات کوي نو اړينه ده، چې د هېواد روڼ اندي په دې هکله بې توپيره پاتې نه شي. او په دې لاره کې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي ترڅو په هېواد کې يو زده کوونکي هم په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو څخه بې برخې پاتې نه شي.
دا حالت نور خلکو ته د زغملو وړ نه دي او خلک د مورنۍ ژبې په اهميت تر پخوا ډېر ښه پوهېدلي دي نو ولسمشر که غواړي د دويم ځل لپاره ځان د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره کانديدوي نو په کار ده ،چې د ټولو خلکو د رايو د خپلولو لپاره په مورنۍ ژبه باندې د زده کړو لپاره ولسمشر خپل ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې لاره کې د اساسي قانون حکم په ټول افغانستان کې پلی کړي. په دې کار سره به نه يواځې د زده کوونکو ميندې او پلرونه د ولسمشر په بکس کې رايې واچوي بلکې هغه زده کوونکي، چې عمرونه يې تر اتلسو کلونو څخه پورته دي د خپل ولسمشر څخه به په ټينګه ملاتړ وکړي او د لږ عمر زده کوونکي به خپل خپلوان دې ته اړ کړي، چې له نوموړي څخه ملاتړ وکړي.
په مورنيو ژبو زده کړې ته سياسي رنګ ورکول لکه څنګه چې متعصبې فاشيستي ډلې ورته تل لمن وهي له هېواد سره خيانت او د تنکيو ماشومانو او ځوانانو سره جفا ده. د اساسي قانون سره سم د هېواد ټول خلک برابر حقوق لري. په دې قانون کې هيچا ته امتياز نه دی ورکړل شوی او نه به يې څوک ومني.
په مورنۍ ژبه د زده کړې په لاره کې خنډ او ځنډ پيدا کول د هېواد د راتلونکې سره خيانت دی. په اوس مهال کې اړينه ده، چې په هېواد کې د ټولو ژبو ويونکي لکه پښتو، ازبکي، بلوڅي، ترکمني، نورستاني او پاميري په ټول هېواد کې په خپلو ښوونځيو کې په مورنيو ژبو د زده کړې حق وغواړي او ټول خلک د هغوی څخه ملاتړ وکړي. ترڅو د هېواد د غوړېدو او ودانېدو په لاره کې يو عمده او ستر خنډ لرې شي.
پای