ليکنه: پوهندوی سيف الرحمن سيف
د يادونې وړ ده چې په دې آخرو وختونو کې نه يواځې لندن ، بلکې د افغان حکومت هم د پا کستان د ﻻسه سر ټکوي ، د افغا نستان پخوانيو رژيمونو او افغان روڼ اندوهم ﻻ له پخوا يې ويل چې پا کستا ن داسلامي بنسټ پالنې مرکزاو د ترورېستانو کوربه هيواد دی. خو له بده مرغه د غريب ملا په آذان چا لمونځ نه کاوه او نه يې وعظونوته چا غوږنېوه.
دامريکی متحده اېا ﻻتو ،انګلستان اوغربي اروپا نورو هيواد ونو، د سعودي عربستان او عربي شيخانو سره په ګډه د خپلو سترا تيژيکو موخو د ﻻس ته راوړلوپه غرض د روس د ” شيطا ني امپرا طورۍ ” پرضد ا سلامي افرا طي ډلو سره ( پرته له دې چې د دغه خلکو راتلونکې په پا م کې ونيسي ) بې دريغه پوځي اولوژستيکي مرستې وکړې ترڅو د ويتنام د جګړې غچ واخلي.
د ١٣٧٣م کاله څخه وروسته د مسلما نوځوانانوټولنې ( جمعيت جوانان مسلمان ) يوشميرمشرانو( چې په افغانستان کې په ” اخوانيانو” مشهوره وه ) ، پاکستان ته پناه يوو ړه.
د پا کستان دهغه وخت صدر اعظم ذوالفقارعلي بوتو چې داوود خان د هغه د صدارت له زمانې نه د يووطن پرست ملي افغان سيا ست وال په توګه پيژانده ( د هغه پر ضد یې د پښتونستان د مسلې پرسر ناوړه او ناروا تبليغات کاوه ، داوود خان او دهغه کابينه يې په کفر اوالحاد تورنوه ) دغو افغا ن ” سياسي اسلام ” مشران يې په ورين تندي ومنل اود هغوی سره يې پوځي او لو ژستيکي مرستې پيل کړې تر څو د داوود خان حکومت بې ثباته کړي. دغواسلامي ډلوته دپاکستان د جا سوسي ادارې ( آی.ايس.آی ) د مستقيمې څارنې ﻻندې د پاکستان پوځ لخوا ، پوځي روزنه ورکول کيده.
همدا شان د پاکستان حکومت هغوی ته اجازه ورکړې وه چې د پا کستان له خاورې نه دافغان حکومت پرضد ګټه پورته کړي. هماغه وه چې دغود افغان ” سياسي اسلام ” ډلو( اخوانيانو ) په ١٩٧٥ م کال کې د دولت پرضد نظامي عمليات پيل کړل ،چې په پا يله کې د دولت له خوا کلکې ماتې سره مخامخ -شول. ليدل کيږي چې د افغانستان د ملي او نسبتأ د موکرا تيکو حکومتونوپرضد د اسلامي بنسټ پا لو د مقا ومت زړی ﻻ د ١٣٥٧کال د ثور د پوځي پا څون اود هغې له نوي او بشپړتيا يې پړاو ( د روسا نو له تيري ) څخه د مخه د پاکستان په خاوره کې ،د پاکستان د دولت په مرسته اودهغه هيواد د اسلامي بنسټ پال ګوند په ملاتړ ( جماعت اسلامي – موﻻنا ابوالعلا مودودي ، چې ديوبندي ريښې لري ) کيښود ل شوی دی.دغوايي د نيټې نه وروسته کله چې د خلک دموکراتيک ګوند قدرت تر ﻻسه کړ ، ددغه ګوند د ځينووروسته پاتې غړو د ناوړه چلند له کبله يوشمېرهيواد والو –( قومي مشرانو ، ځمکه والو ، پانګه والو،ملا اما مانو ، روڼ اندو او عواموخلکو ) پاکستان ته کډې وکړې. د ثور د پوځي پا څون له نوي او بشپړتيا يي پړاو نه وروسته (دروس لخوا د افغانستان داشغال نه وروسته چې روسي تيپ کمونستانو قدرت ترﻻسه کړل ) بهر ته د افغانانو کډې کول په لويه کچه پيل او يواځې پا کستان ته دري مليونه افغان ورکډه شول.
پاکستاني چارواکو او افغان سياسي اسلام مشرانو چې ﻻ له پخوا څخه د دغې ورځې په تمه وو داسې فيصله وکړه چې ؛ هرهغه کډ وال افغان چې وغواړي مرسته تر ﻻسه کړي لمړی با يد د تنظيمونو دادارې له خواد راشن اخستلو ادارې ته و پيژندل شي.
پدې معنی چې لمړی با يد افغان مهاجر د جهادي تنظيمونوغړيتوب ومني او وروسته به راشن کا ر تونه تر ﻻسه کړي. له دې کبله د جهادي تنظيمونوليکې ورځ په ورځ اوږديدې. له بلې خوا د افغا ن پا څون رهبري له ملي او دمو کراتوخلکونه ، اسلامي بنسټ پالو ډلوته چې ﻻ له پخوا يې د پا کستان اود هغه هيواد دجا سوسي ادارې ( آی. ايس. آی ) سره نژدې تړاو در لود و ليږدول شوه.دپاکستان ، امريکی متحده اياﻻتواوسعودي عربستان له نظره يواځې اسلامي بنسټ پا لوډلوکوﻻی شو چې خلک دجنګ جبهو ( دارالشهادت ) ته واستوي او اسلامي فتوی ورکړي. د جهادي تنظيونو په مينځ کې هم دهغوډلو سره ډيرې مرستې کيدې چې خورا متعصبې او بنسټ پالې وې او د اسلامي انتر نا سيوناليسم موخې يې پرمخ بيولې. دغو ډلو ملي او دمو کراتو خلکو ته له کمونستانونه ورو سته ( د کيڼ اړخوګوندونود غړو ) د اسلام دويمه درجه دښمنان ويل.
دغه اسلامي بنسټ پالو ډلو د سوسيا ل امپريا ليزم پرضد د وطني جنګ د جبهو د عربي هيوادو نو د اتلانو ( لکه ؛ عمرفا روق ، خا لد بن وليد ، حمزه او نورو) په نومونوونومول او د افغانستان ملي مجا هد ين اوغازيان ( لکه ؛ وزير محمد اکبرخان ، نا يب امين الله خان لوګری ، محمد ايوب خان د ميوند فا تح ، محمد جان خان ، ملا مشک علم او نور ) يې هیر کړل. دغو ډلو دهيواد ملی ګټی د اسلامی انترنا سېوناليسم صدقه او افغان نا سيوناليسم يې ترپښوﻻندی کړ.
د روسانو د تيري اويرغل پرضد د افغان پا څون او جهاد څخه د پاکستان ناوړه ګټه پورته کړه او د خپلوستراتيژيکوموخود ﻻس ته راوړلوپه غرض يې دا شعار چې ؛ ” افغانستان بايد په اور کې وسوځول شي عملي کړ. – اساسي خبره خوداده چې ولې پاکستان ” افغان هيواديې په اورکې وسوځا وه ” ؟ د افغانستا ن په سوځولو کې د پا کستان موخه څه وه ؟ مخکې له دې نه چې موږ پر اساسي موضوع وغږيږو ، ښه به دا وي چې د پاکستان جغرافيایي ( جيوپوليتيکي ) موقعيت ته لنډه کتنه وکړو.
که د پاکستان جغرافيايي موقعيت ته ښه ځير شو نو ليدل کيږي چې دغه ملک د دوو رقيبوهيوادونو،هند ( په ختيځ او شمال ختيځه برخه کې چې د پياوړي پوځ اواتمې سلاح خا وند ، او د وګړوشميريې يوملياردوته رسيږي ) او افغانستان ( په لويديځ او شمال لويديز کې چې د وګړوشمير يې ٢٦ مليونوته رسيږي ) په مينځ کې پروت هيواد دی ، پا کستان د جوړيدو ( ١٤ – اګست – ١٩٤٧م ) راهيسې د هندوستان سره په دښمنۍ اخته او درې ځلې يې په خونړيوجګړو ( ١٩٤٧ ، ١٩٦٥ او ١٩٧١م )کې په زرګونو وګړي له ﻻسه ورکړې دي ، چې د ١٩٧١ کال د جګړې په نتيجه کې د بنګال ايالت ددغه هيواد څخه جدا او د مستقل مملکت په توګه مينځ ته شوه. دکشمير د خلکو برخه ليک ټا کل د هند او پا کستان تر مينځ هغه بله جنجالي مسله ده چې د دغه هيوادونو تر مينځ اړيکي يې ترينګلي ساتلي او د دواړوهيوادونو پوځيان يود بل په مقابل کې په مرچلونوکې پراته دي.د پاکستان د جوړيدوراهيسې دغه ملک د پښتونستان د مسئلې پرسر د افغانستا سر هميشه ترخه اړيکې لري اود ١٩٥٥ او ١٩٦١ کلو کې د سرحدي نښتو له امله ددواړوهيوادونوترمينځ ديپلوما تيکي اړيکې هم شليدلې دي. هند او پخواني شوروي اتحاد انډيواﻻن او ښې اړيکې درلودې. افغانستان هم دهند او پخواني شوروي اتحاد سره خورا ښې او دوستانه اړيکې لرلې. پاکستا ن د دغو دوستوهيوادونو په مينځ کې خورا حساس جغرافيا يي موقعيت درلود اونه يې نشوکوﻻی چې په يواځې توګه د دغو دوستو هيوادنو په مينځ کې خپل سياسي ثبات او يووالی تر ډيرې مودې وساتي. پخوانی شوروي اتحاد يو زبرځواک هيواد و چې پرمخ تللې اتمي وسلې يې در لودې. هند وستان هم دخپل اتمي طاقت د لوړتيا لپاره اوچت ګامونه پورته کړل. پا کستان چې دهند او افغانستان سره په دښمنۍ اخته و ، د خپل نظامي او اقتصادي پياوړتيا لپاره يې هڅه وکړه اود دې موخې د ﻻسته راوړو لپاره د امريکې د متحده ايالات او نورو غربي انډيواﻻنوسره ځان نور هم ورنږدې کړي٠ بلوچستان هم د خپلې خپلواکۍ لپاره د پاکستان د مرکزي دولت سره په جنګ کې و ( د بلوڅانو پا څون په ١٩٧٦ م کال کې د علي بوتود حکومت له خوا وځپل شو)٠ پښتونستان د پاکستان د تاريخ په اوږدو کې نا آرامه سيمه وه او هيڅ کله د هغه ملک مرکزي حکومت تا بع نه وه. دديورند کرښه ( ١٨٩٣ م ) چې پاکستان او افغانستان سره بيلوي ، استر تيژيکي امتياز يې ( د ځمکې د سطحې د جوړښت له کبله ) له انګريزانونه پا کستان ته په ميراث پاتې شو. دغه سيمه د ا نګريزانو سره هم د جبهې د لمړۍ کرښې او د نا آراموسيموپه لست کې شا مله وه. نوله دې کبله انګريزانو او بيا پاکستان دغه سيمې ته په داخلي چارو کې يوڅه آزادي ګانې ورکړې وې. پر افغانستان باندې د روسانوله يرغل او تيري نه څه موده وروسته ، د روسانو د باندينيو چارو وزير په هند کې د خپل رسمي سفرپه ترڅ کې د پاکستان پر ضد ددواړو هيوادونو د ګډ پوځي عملياتونه خبرې وکړې اودايې جوته کړه چې ؛ “.٠ که چيرې پاکستان په راتلونکی کې د امپرياليسم د ﻻس پوڅي په توګه عمل وکړي ، نو ددغه هيواد شته والی او ځمکنۍ بشپړتيا به په خطر کې وي “. پاکستان چې د شمال او شمال لويديز له خوا د قراقرم او هندوکش د لوړوڅوکو په ميځ کې راګير هيواد دی ، د ملي هويت په بحران ، قومي نا انډ ولۍ ، غيرعادﻻنه ويش ، مذهبي تعصبات او جنګونوسره مخ او اسلامي بنسټ پالو ډلو د هغه هيواد پر پوځي او سياسي رهبري باندې خورا اغيزه لري. د پورتنيو جغرافيايي ( جيوپوليتيکي ) ځانګړتياوپه پام کې نيولوسره د افغانستان پر ضد د پاکستاني لوړپوړو چارواکو چلند او موخه ( استراتيژي ) ، کوﻻی شوپر دووپړاونو وويشو ؛ ١ – د١٣٥٧ کال د پوځي پاڅون څخه نيولې بيا د تنظيمي حکومتونو تر پرځيدو پورې. ٢ – د طالبنو د ادارې له مينځته راتګه څخه ، پر افغانستان باندې د نړيوال تروريستي ضد ټلوالې تر يرغل پورې. په لمړي پړاوکې پاکستاني چارواکو د ا ﻻندې موخې او ستراتيژي يی پر مخ بيول ؛ ١-١: – پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد يرغل او تيری د ضيأ الحق لپاره يو لوی خدای ور کړی چا نس و. ضيا وکوﻻی شو خپل پرځيدونکی حکومت کوم چې د ذوالفقا ر علي بوتو د اعدام له کبله ( ١٩٧٩م ) نړیوال ګوښه توب ته ويستل شوی بيرته په پښو ودروي. دپاکستان نږدې متحدين لکه ؛ د امريکې متحده اياﻻت ، چين او ځينې اسلامي هيوادونه هم د علي بوتو د اعدام په سر له ضيانه ﻻس په سرشول اود اسلام اباد سره خپلې مرستې درولې وې٠ د پا کستان په د ننه کې هم د ضيا پرضد د مخالفو ګوندونو اتحاد را مينځ ته شو. پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد يرغل په ځانګړي توګه د نړيوالو پام ځانته واړاوه. متحده اياﻻتو او غربي انډيواﻻنو يې داسې انګيرل چې ؛ که شوروي په افغانستان کې خپلې پښې ټينګې کړې ، نوهرومرو غواړي چې ځان دهند سمندر ته ورسوي. له دې کبله متحده اياﻻتو هم په سيمه کې د خپل پوځي طا قت د لوړتيا هڅه وکړه. د روسانو له يرغل نه مخکې ، افغا نستان چې د لويديزومشرانوپه نظر ” دساړه جنګ د جيوپوليتيک د شطرنج پر تخته د يوه ” پلی ” سر تيري بڼه يې لرله ، اوس د امريکې او لويديزو مشرانو له نظره يو داسې هيواد دی چې کوﻻی شي د شورويانو پوزه وينې کړي “. د ايران د شاهي رژيم له پرځيدو نه وروسته پاکستان په سيمه کې د امريکې يوازينی متحد هيوادو چې متحده اياﻻت د هغه له ﻻرې کولی شول چې د روسانو د پرمختګ مخه ونيسي. له دې کبله متحده اياﻻت مجبورو چې د پاکستان نظامي مشر ( ضيا ) ته چې که څه هم ﻻسونه يې د خلکوپه وينولړلي و مخه وکړي. ضيا له وخت نه په ښه ګټه اخستو سره د ځان د ټينګښت لپاره کا ر وکړ. په همدې وخت کې غربي نړۍ او عربي هيوادونو ضيا ته خاصه پاملرنه وکړه. د ضيا رژيم له نړيوال ګوښه توب نه را ووت ، پاکستان په سيمه کې د اتومي سلاح خا وند او پاکستانی پوځ په خپلو پښو ودريده. ضيا دغه وخت د اسلامي نړۍ د اتل په توګه تبليغيده. د افغانستان د جهادي تنظيمونو مشرانوهم هغه ته د خپل معبود په توګه کتل اوهغه يې د افغان د جهاد اتل ګاڼه. ضيا هم د پان اسلا- ميزم ( اسلامي انتر ناسيونا ليسم ) نارې وهلې او غوښتل يې چې اسلامي انقلاب افغانستان او منځنۍ اسيا ځينې هيوادنوته وليږد وي. ١ – ٢ : – د امريکې متحده اياﻻتو د دې لپاره چې پا کستان د خپل ختيځو پولو له خوا ډاډه وي او د هند د احتمالي يرغل مخه يې نيولې وي د دغه هيواد د پوځي طا قت د لوړتيا لپاره يې د پا کستا ن سره پراخې پوځی مرستې وکړي ، تر څوپاکستان وکوﻻی شې د هند د احتمالي يرغل او هم د شورويانو د پراختيا غوښتنې مخه ونيسي. په دې توګه پاکستان د اسرائيلو او مصرنه وروسته دريم هيواد دی چې پر افغانستان باندې د روسانود يرغل را پديخوا ، د امريکې له لويو مرستونه برخه من ا و په سيمه کې د اتومي طا قت په توګه رامينځ ته شوی دی. همدا شان پاکستان د روسانوله يرغل نه وروسته د افغان مهاجرو سره د مرستې په پلمه د خپل نظامي او اقتصادي طا قت د لوړوالي لپاره نورې نړيوالې مرستې هم راټولې کړې او د افغانستان د ” سوځولو ” پلان يې د خپل هيواد دساتلو لپاره ترﻻس ﻻندې ونيوه. لکه چې مخکې موياده ونه وکړه ضيا ، اختر ( د آی. ايس.آی – مشر ) او نور پاکستاني چار واکو د امريکې متحده اياﻻتو او نورو غربي کار پوهانو څخه په الهام داسې انګيرل چې که روسان په آسانۍ سره افغانستان ونيسي او هضم يې کړي ، نودپاکستان نيول ورته خورا آسا ن کار دی او روسان کولی شي چې د قندهار ( کويټه او بلوچستان ) اوخيبر له ﻻرې پاکستان ته ورننوځي. نو لدې کبله پا کستاني چارواکو هڅه کوله چې د امريکې د متحده اياﻻتو پښې هم دې موضوع ته ژورې را کاږي. لکه چې مخکې مويادونه وکړه هندوستان په سيمه کې د پاکستان بل خورا ځواکمن د ښمن دی. پاکستان غوښتل چې د افغان اسلامي بنسټ پالو ډلونه د هند پرضد ګټه پورته کړي. يعنې داچې هغوی ته د افغانستان په د ننه کمپونوکې پوځي روزنه ورکړي او کشميرته يې واستوي تر څو دهند پرضد وجنګيږي او په هند کې ترهګري فعاليتونه تر سره کړي ( د هند سره په جګړه کې له افغان بنسټ پالونه د ښه ملاتړ په توګه کار واخلي ). د ځينو پوځي کارپوهانو له نظره همدا موضوع د پاکستان د سترا تيږي ژوره برخه جوړوي ، ځکه چې پاکستان د جغرافيايي ﻻملونو( مسا حت ، نفوس ، د ځمکې د سطحې جوړښت ، شکل ( اوږده پرته هيواد چې ډيری برخه يې د سمندر له غاړې لرې پرته ده ) ) او اقتصادي وروسته پاتې والي له کبله نشي کولی د اوږدې مودې لپاره د هند سره وجنګيږی. ١ – ٣ : – د پا کستاني چارواکو د لوړوستراتيږيوڅخه يوه هم داوه چې ؛ ” کا بل وران او په اورکې يې وسوځوي ” ، وګړي يې د کمونستانو په نامه په ډله ايزه توګه ووژل شي. د هيواد ټول اقتصادي نسټونه ويجاړ ، ښونکي مړه او ښونځي وسوځول شي او ملي پوځ له مينځه وﻻړشې تر څو افغانان ونشي کوﻻی د خپل هيواد ، مال او نا موس څخه دفاع وکړي او ﻻ چار هلته د پاکستان ترﻻس ﻻندې ، ﻻس پوڅي رژيم رامينځ ته شي چې په راتلونکې کې د لويديز او شما ل لويديز پولوله خوا ورته کو م ګواښ ور پيښ نشي او د پښتونستان مسئلې ته د پا کستان په خوښه د پای ټکی کيښودل شي. کا بل ښار د پاکستاني چارواکو ( ضيا ، اختر ) له نظره خورا لوړ اهميت درلود. نوپاکستاني چارواکو د کابل ښار د له مينځه وړلو لپاره داسې ستراتيژي غوره کړې وه چې ؛ – هغه اکما ﻻتي ﻻرې چې کا بل د نورووﻻياتو سره نښلوي، بايد ويجاړې او له مينځه وﻻړې شي تر څود کابل د ښار اړيکي د نورووﻻياتوسره وشليږي. – شورويان ، د کيڼ ارخوګوندونوغړي ، ملي او دموکرات روښا نفکرانو ، اوعوام يې په قتل ورسيږي٠ – د کا بل له محا صرې نه وروسته ، بايد ښار د توغنديو ( درانه راکټونو ) د بريد ﻻندې ونيول شي تر څو کابل ښاريان مړه ، ودانۍ او تاريخي ماڼۍ پکې روغې پا تې نشې. ډګروال يوسف او ادکين د خپل ” تلک خرس ” نومې کتاب په ١٧٢ مخ کې ، د کابل ښار سره د پاکستاني لوړپوړو چارواکو ذاتي عقدو ته ګوته نيسي اوداسې ليکي ؛ ” جنرال اختر ( د آی. ايس. آی – مشر ) د کابل ښارسره پخوانۍ ذاتي عقده لرله. هغه په دې نظرووچې دنوروځايونوپه پرتله پرکابل باندې د راکټونو بريدونه بايد څوځلې درانده وي. همداوجه وه چې ، کوم قوماندان که به د کابل پر ښاردبريد لپاره هرډول درنده وسله وغوښتله نو هغه به زما د مخا لفت سره سره هغه وسله هغه قوماندان ته ورکوله. پرکابل زوراچول او د کابل سقوط زموږ د لوړو ستراتيژيو اساسي برخه وه او د کابل سقوط زموږ د برياليتوب معنی لرله…. “. د همدغو پا کستاني چارواکو د بد نيت سره سم وه چې ، دجهادي تنظيمونويوتن مشر، په کابل کې د جهادي تنظيمونو د د اقتدار په موده کې داسې وويل ؛ “.٠٠ د دې لپاره چې د کمونستانو ﻻسونه پرې لګيدلې دي د کابل ښار اود هغه جماتونه بايد وران اوتر ډيرې مودې پريښودل شي چې لمريې ووهي ، او څه مودې وروسته به هغه بيرته زمږ اعرابي ورونه آباد کړي. “.
آتش بادو دست خويش در خرمن خويش چون خود افروخته ام چې نالم از د شمن خويش”
په در نښت
اخځونه :
– محمد صديق فرهنګ ، افغانستان در پنج قرن اخير ، جلد دوم ، بهار ١٣٧١ ش.
– جارج ارنی ، افغانستان – ګذرګاه کشورګشايان ، انتشارات – ميوند ، چاپ – سوم حمل ١٣٨٢.
– ډګروال يوسف و ادکين ، تلک خرس ،.٠٠٠
– بروس ريچارد سن ، د لسټونی مار ، د عرفان کلتوری مرکز ،ټورنتو- کانادا ، ١٣٧٧
– ا. هارون ، داؤد خان د کې. جی.بې په لوموکي ، د سبا خپرونه ، پيښور ، دريم چاپ ، ١٣٧٧