کور / شعر / څو غزلونه

څو غزلونه

غزل


محفل چه د یارانو ټنګ ټکور سره مزه کا
خوښی او خوشحالی د کلی کور سره مزه کا

پروا می د اشنا په ځان منلی وه نو ځکه
اشنا ستا یارانه خو د پیغور سره مزه کا

د ژوند په اوږدو لارو منزلونو او ستړیا کی
دا ټول جار او جنجال بیا د زړه زور سره مزه کا

څوک ناست دی غمازی کا څوک دښکلوسوداګردی
د ا ژوند او کارو بار  بیا لږ څه شور سره مزه کا

ځوانی چه می دیار قد او قامت سره ښکلا ده
خالونه یی په مخ کی دری څلور سره مزه کا

دیدن ته چی د یار په افغانی وعده ورځمه
سور شال یی پلو داره په سر خور سره مزه کا

———————————————————
سمیع الدین  افغانی

انسان
د  ادم   د  زړګی  وینه
چه بدله شوه په  مینه
قدرت ګوره  د سبحان
چه پیدا یی کړ انسان
د  زمان   بهیر  چلیږی
خلک کله پری پوهیږی
فرشتو  دی  راوستلی
دی دنیا ته انسان ښکلی
انسانی  مینه   انسان
رب پیدا کړه په جهان
دی جهان ته دی حیران
د  ادم   لمسی  انسان
————————
سمیع الدین افغانی



مستی

زه دمستانو او رندانو جمع ته
چه کله ځمه بیرته نه راځمه

زه د بد مسته میخورانو جمع ته
چه کله ځمه بیرته نه راځمه

د چټو پیغلو ښاپیریو ښار کی
د چا نظرته چه ورځمه بیرته نه راځمه

یم د رندانو میخورانو جمع کی
نو میکدی ته چه ورځمه بیرته نه راځمه

د مینانو دهوس دنیا او۰۰۰۰
لوی سمندرته چه ورځمه بیرته نه راځمه

مالی دی ښاد وی بڼ ګلزاره مدام
د ګلو سیل ته چه ورځمه بیرته نه راځمه

افغانی پوه کړه دا ساقی په رمز کی


چه یی پیالو ته کله ځمه بیرته نه راځمه
——————————————–
سمیع الدین  افغانی

یووالی

لا تر څو به زموږ ګران وطن ورانیږی
لا تر څو به زموږ کلی لا نړیږی

ورنو لږ څه د تدبیر نه کار په کار دی
په یووالی باندی هر مشکل سمیږی

چه یووالی ورورګلوی یی په نصیب شی
افغانی وطن به خا ماخا جوړیږی
—————————————-
سمیع الدین افغانی

لیونی

د فکر ټال کی زنګیده لیونی
بیا په زړګی می وریده لیونی

ما می د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بی پروا وه خندیده لیونی

هسی بی درده بی احساسه نه وه
ځما په مینه پوهیده لیونی

ما چه اظهار ورته د مینی کوه
لکه د ګل به غوړیده لیونی

افغانی څومره ښی شیبی تیری شوی
چه په مالت کی اوسیده لیونی
————————————-
سمیع الدین افغانی

سپین سترګی

منصف نه شو په ژوندون کی دانصاف
په عقبا به څه جواب کړی د مناف

د ګناه  پیټی ی  دروند  دی  د هر چانه
هسی اخلی د اسلام نوم په ګذاف

په ښکاره کی مستقیم خلکو ته ښکاری
په باطن کی کوږاوکیڼ دی یک اوصاف

حقیقت کی جو دانه ترینه درنه ده
خو ځان دروند ګنی همیش تر کوی قاف

په دنیا کی ی  یو  نیک  قدم کی  نښود
دی ظاهره کی زاهد د خولی په لاف

د  رباب  نغمه  خوږه  ده  هم  شیرینه
غږوی راته سازونه د نداف

افغانی ولس به کله فراموش کا
چاڼوی  به  یی  کړه  وړه  تر چلو  صاف
——————————————
سمیع الدین افغانی


زخمی زړه

شیخه نور کله زه تسبیح شمیرم
زه می زخمونه د سینی شمیرم

ګیله می ځکه د خپل ځانه راځی
خپل صداقت دا ناکردی شمیرم

چه په وفا او صداقت مړه شویی
د هغه خلکو هدیری شمیرم

د زړه باغچه می ټول زخمی زخمی ده
د رغیدویی ورځی شپی شمیرم



د پیوندی زړګی نه څه غواړی نور
نه ستا وعدی نه می ګیلی شمیرم

ستا زړه په کوم رنګ چه تسبیح اړوی
زه افغانی می شوګیری شمیرم
—————————————–
سمیع الدین افغانی
باد کیسینګین-فرانکن کلینیک
۱۷ / ۸ /۲۰۰۸
جرمنی



د وطن یادونه

په وطن موجوړماتم دی
تورتمونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلونو کی مو شپی دی

ګران وطن راته سوراورشو
د  دوزخ  لمبی تری  خیژی
بل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کی  مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د کابل هره کوڅه مو
ښکلی ښکلی خاطری دی
اوس یی وران اوویجاړګورم
ګړنګونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
 چه ظلمونو کی مو شپی دی

زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څوک بی پلاره څوک بی موره
د چا کور جوړ قبرستان شو
زیارتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانان  ټول  تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردی
په وطن کی چه اوسیږی
ماتمونو  کی  یی  شپی  دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د  اسلام  په  تمه  تمه
د کافرو کانی وشوی
هیڅ تمیزکولای نه شو
په چرتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شبی دی

دنیا ټوله راته خاندی
موږ په چیغو چیغو ژاړو
څه سپین سترګی دنیاګی ده
سیاستونو کی  مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانی وطن به جوړ شی
که د خدای مهربانی وه
د پردو لاس به لنډیږی
امیدونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی
—————————————–
سمیع الدین افغانی