ووزه زما دزړه له کوره نور مې مه ژړوه
خوږه جانانه خدای ته ګوره نور مې مه ژړوه
ته چې زما په مخ کې ځې درقيبانو په لار
دابه په څه کم وي له اوره نور مې مه ژړوه
اوس مو تر منځ دبيلتانه دغمه ډکه غونډۍ
زما ددواړو سترګو توره نور مې مه ژړوه
ته چې له ما مخ پټوې وايې پردئ يې رانه
تنګ يمه زه لدې دستوره نور مې مه ژاړوه
ائ دعزيز له کبره له نازه ډک جانانه
په خپل فاني حسن مغروره نور مې مه ژړوه
صيديخېل خوست