کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا افغانستان يو فارسي ژبی هېواد دی ؟

آيا افغانستان يو فارسي ژبی هېواد دی ؟

 


په دې وروستيو کې په مختلفو مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپريږي چې د »سه کشور فارسی زبان يا همزبان« يعنې په اصطلاح د درې واړو فارسي ژبو هېوادونو مشران سره راټول شوي دي او غواړي چې په بېلابېلو برخو کې يو د بل سره کلتوري او سياسي همکاري وکړي. په دې لړ کې د يو گډ فارسي ژبي تلويزيوني چينل او د يوې مشترکې اتحاديې جوړول هم اعلان شوي دي.


 دلته سوال پورته کېږي چې آيا افغانستان يو فارسي ژبی ملک دی او که څنگه. له يوې خوا دغه شعار په افغانستان کې د نورو مېشتو قومونو حق خوري او د ځينو گاونډيو هېوادونو لکه ايران او تاجکستان مستقیمې لاسوهنې او د ايډيالوژيو پراختيا ته لاره پرانيزي.


 د فارسي تر عنوان لاندې تعصباتو او قومي او ژبنيو توپیرونو ته لمن وهل کېږي. په دې اعمالو سره د افغانانو تر منځ نفاق او تربگنۍ راوستل کيږي. په افغانستان کې بېلابېل قومونه اوسيږي لکه پښتانه، ازبکان، ترکمنان، پشه يان، نورستانيان، پاميريان او دري ژبي يوازې يو ژبنی گروپ تشکيلوي. ټول دري ژبي تاجک قوم پورې مربوط هم نه دي لکه هزازه گان د بېلگې په توگه، بلکه د افغانستان په ټولو ژبنيو گروپونو کې دري ژبی گروپ د بېلابېلو نژادي ډلو څخه جوړ شوی دی او بېلابېل قومونه په کې منحل شوي دي. په دې ترتيب افغانستان هېڅ وخت فارسي ژبی هېواد نه شي بلل کېدای او د يوې فارسي ژبې ايډيالوژۍ لاندې نه شي راتلای.


 افغانستان د ټولو قومونو او په تېره بيا د مختلفو ژبو کور دی. ازبکان هم ادعا کولای شي چې افغانستان، ازبکستان او تاجستان چيري چې دېرش فيصده ازبکان مېشت دي، درې واړه ازبک ژبي هېوادونه دي، چې دا ډول کارونه ترکمنان، پښتانه او نور قومونه هم په گاونډ کې د خپلو ورونو سره جبهې جوړولو ته اړ باسي.


په دې توگه د افغانستان د تجزيې او ټوټه کولو په لاره کې لومړني گامونه د فارسي ژبې ټيکه دارانو لخوا اخيستل شوي دي چې مونږه ټول بايد دې خبرې ته ځير شو، مقصد مې ټول افغانان دي که هغه په هره ژبه گويا وي. دا مسئله بايد هسې سطحي ونه گڼلی شي.
په درناوي