دپاکستان د دفاع وزير چوهدري احمد مختار ويلي دي ، چې دامريکا دبريدونو خلاف به دخپل هېواد دفاع کوو خو اړينه نه ده ، چې توري ته لاس کړو ، مونږ په سوله ييزه لاره هم دهېواد دفاع کولاى شو . دا خبرې نوموړي دپاکستان دمذهبي چارو مشاور حامدسعيد کاظمي سره په خبرو کې وکړى او وى ويل ، چې . دپاکستان ٨٠ زره سرتيري دپاکستان او افغانستان په پوله پراته دي خو مونږ چاته ددې حق نه ورکوو ، چې زمونږ پر خاوره بريدونه وکړي .