ټاکل شوې ده، چې د روانې اونۍ په پای کې په کابل کې یو کرینز ملي فیسټیوال دایر شي.
د کرنې وزارت وايي، ټاکل شوې ده، چې په دې ملي فیسټیوال کې به سربیره پر افغاني کروندګرو او سوداګرو د شاوخواڅلویښتو بهرنیو سوداګریزو شرکتونو استازي هم ګډون وکړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر عبیدالله رامين په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، په دې درې ورځني فیسټیوال کې به د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه بیلابیل کرنیز محصولات او تولیدات د خلکو ، کروندګرو،کورنیو او بهرنیو سوداګرو په وړاندې نندارې ته وړاندې شي.
د کرنې وزیر په وینا په هیواد کې دکرنې د پراختیا په هدف د فیسټیوالونو د دایرولو دا لړۍ به دوام ومومي، او په نږدې راتلونکې کې به د هرات، مزارشریف او کندهار په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم کرنیز فیسټیوالونه دایر شي.
دغه کرنیز ملي فیسټیوال چې د چهار شنبې په ورځ به پیل شي، د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالو خونو او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې یا یو اس یو آی ډي په مرسته د کابل په شمال کې د بادام باغ په سیمه کې دایرشي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ادعا وکړه، چې په هیواد کې د غنمو او نورو غلو دانو تولیدات زیات شوي دي او په راتلونکې دوو کلونو کې به افغانستان له دې پلوه په خود کفا شي.
ژمن
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه