د كندهار په پنځمه ناحيه كي د يو ايس پي آى د شخصي امنيتي شركت پر موټرانو بريد وسو، چي له امله يې د دغه كمپنۍ يو كروزينګ موټر په بشپړ ډول سوځل سوى او څو نور ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمي څخه يوه عيني شاهد لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي بريد كوونكي د دغه شركت د نيپالي مشرانو دوه موټرونه هدف وګرځول چي يو يې روغ ځني وړلاړى او بل يې په بشپړ ډول له كاره وايستى او پكښي ناست نيپاليان هم زخميان سول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه