د امریکا « ملی استخباراتی شورا » سپینی ماڼۍ ته خبردارﺉ ورکړ چی د امریکایی کوماندوګانو لخوا په قبایلی سیمو کی پر القاعده او طالبانو حملې خطرناک انجام په بر کی لری . دغه شورا چی څه باندی دوولس استخباراتی سازمانونه پکښی شامل دي ، وایی چی په قبایلی سیمو کی به د امریکایی خاصو ځواکونو کوماندویی حملې د پاکستان دولت بې ثباته او پوځ متزلزل کړی . تېره اوونۍ یعنی د سپټمبر پر درېیمه په قبایلی علاقه کی د امریکایی کوماندوګانو د یوې حملې په ترڅ کی څه باندی شل کسان ووژل سول چی اکثریت یی ملکی او بیګناه کسان وو . د امریکا استخباراتی شورا استدلال کوی چی پدې سره به د پاکستان وضع د « بد » څخه « بدتره » سی او دا کار د واشنګټن په مطلق زیان او د اسلامپالو په ګټه تمامېدای سی .