کور / شعر / ددرد بړبوکه

ددرد بړبوکه


زخمونومې دزړه دښتې سپړلې چې ته تلې 
  ددرد پکې بړبوکې چورلیدلې چې ته تلې


خبرې مې له شونډوترهیدلې چې ته تلې    
  سولګۍ مې بس په اوښکو لمبولې چې ته تلې


دخیال په هر کږلیچ کې مې کمین ویاس نیولی     
   دهیلو قافلې مې لوټیدلې چې ته تلې


ازل رانه بو ولې بیا زندان دپردیسۍ ته
 کړۍ دې په پښو کې شرنګیدلې چې ته تلې


توپان دفریادونو دې و زړه په سر اخیستی  
 دګل غوندې له شرمه موسیدلې چې ته تلې


قلم مې هر کیفیت دزړګي نشي پنځولی    
 ګړۍ بس په پیړیوبدلیدلې چې ته تلې


کوله دې (حسن)ته څه خبره وارخطا شوې
ګلپاڼې دې دشونډو رپیدلې چې ته تلې


                                                                                                 -لندن  ٨/٩/٢٠٠٨