ژباړونکی : قريب الرحمن سعيد
ډالۍ:
د صلاح الدین ایوبي دوخت دریښتونو پیښو په لړ کې دایمان پلورنوکو دداستان دا ژباړه د وطن د نومیالي او وتلي شاعر سمیع الله تړون ددې شعر په بنسټ چې :
زمونږه ځمکه او فضا اوس د پردیو سره ده
تورتم زمونږ دې خو رڼا اوس د پردیو سره ده
مونږ یې په خپل کور کې په خپلو وینو ولړلو
ژړا زمونږ ده خو خندا اوس د پردیو سره ده
مونږ ددې لوې جهان بې خاورې بې وطنه قام یو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس دپردیو سره ده
مونږه په ځان کې اوس د «او» او د«نه» توان نلرو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس د پردیو سره ده
یهودان ګرځي ایوبي صلاح الدین نه شته دی
ملاعمر ا و اسامه او ګلبدین نه شته دی
ټولو هغه وطنوالوته ته چې د خپل هیواد دصلاح الدین ایوبي په لټه کي دي ، په ډیره مینه ډالۍ کوم .
قریب الرحمن سعید
ناروی :۲۹ اګست۲۰۰۸م کال
— —————————-
دغه څوشعرونه د ښاغلي تړون دهغه شعر اخري برخه ده چې هغه دنارنج د ګل د مشاعرې په وخت کې د جلال ابادپه ښار کې په یوې سترې غونډې کې ویلي و اوما دلته د www.PashtoDeewa.com په مننه را واخستل.
Contents
دقهار او له تیري کونکو څخه د بدل اخستونکي ذات په نامه
د ژباړې په اړه :
دایمان پلورونکو د داستان لومړۍ برخه د التمش لیکنه ده، چې له لاهور څخه د خپرېدونکې میاشتنۍ مجلې د چلوونکي، عنایت الله، له خوا را ټوله او په پرله پسې توګه نشر شوې ده. دا تاریخي داستان، له ښه مرغه، د نوموړي را ټولونکي په مټ د کتاب په بڼه کې برابر او دا دي ستاسو درنو لوستونکو په لاس کې دی . داستان نه یوازې د اسلامي امت په وړاندې دصلیبیانو د ناوړو هڅو زړه بوګنونکې کیسې کوي، بلکې په خوږه ژبه د اوسنیو سیاسي او پوځې حالاتو اریانوونکې خبرې هم کوي..
داستان که خپلو لوستونکو ته په ډېرې آسانۍ د حقایقو د سمندر تل ښیي، د صلیبیانو په ښکېلاکي شنو او سرو باغونو باندې د غولېدونکو، د ایمان د پلورونکو او د وطن د دښمنانو ړانده ذهنونه هم د رښتینولۍ په رڼا روښانه کوي .
داستان مسلمانانو، په وطن مینو ځوانانو او روڼ آندو ته ښیي چې صلیبیان په څه چل ول د اسلامي امت د له منځه وړلو له پاره د اسلامي امت د ځوانانو په فکرونو کې منفي بدلون راولي . داستان، په دې سربېره، ښیي، چې صلیبیان په خپل صلیبي تهذیب کې د مسلمانانو د غرقولو او رنګولو له پاره له هماغو لارو چارو نه کار اخلي، چې د اسلام دپیل، پیل څخه یې کار آخیست .
که صلیبیانو پخوا، په اسلامي امت باندې د خپلې برلاسۍ له پاره، د متحده پوځ له توغ لاندې یرغلونه وکړل، نن سبا یې ګورو ، چې د ناټو د متحده پوځ په واسطه یې نژدې ټول اسلامي هیوادونه تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي . لوېدیځ، لګیا دی، اسلامي تهذیب ته د خپل صلیبي تهذیب رنګ ورکوي .
په دې کتاب کې په ډاګه کیږي، چې صلیبیانو د اسلامي امت د ځپلو او دمسلمانانو د له منځه وړلو له پاره
څه ډول توطیې پلې کړې وې . ګورو چې نن هم دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره له هماغو لار، چارو نه کار اخلي :
پخپله د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وهل او ځپل..
د ذهني عیاشۍ د سامانونو د تیارولو او د شرابو د رواجولو له لارې له مسلمان نه په دېرې آسانۍ د هغه د دېن او ایمان آخیستل .
د ښځو د حقوقو د نامه لاندې هغوی ته د بې اندازې آزادۍ ورکول او له نارینه سره د آزاد و جنسي اړیکو کلکول .(نن زمونږ زیات شمیر ځوانان په همدې ناروغتیا اخته دي).
له نورو هیوادونو څخه د فاحشو او د « ایډز » په ناروغۍ باندې د ککړو ښځو واردول. . (نن زمونږ په هیواد کې د ایډز او ایچ ،اې ،وي ، ناروغتیا، لګیا ده، په چټکۍ خپریږي . د دې ناروغانو شمیره، نن سبا، لسګونو زرو ته رسیږي ).
په ډاګیزه توګه د ځوانانو د ذهنونو تخریبول .
ورځ په ورځ د فاحشه خانو زیاتوالی..
په شتمنو مسلمانو کورنیو کې د نجونو اوهلکانو تر منځ د ناجایزې معشوقې پیلول. .
په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو نجونو په جامه کې د عیسوي نجونو استول او هغوی ته د مسلمانو نارینه وو تر منځ د دښمنۍ او وينې د تويولو د دندې سپارل .
د ځوانانو په منځ کې، د آزادۍ د نامه لاندې، د شرابو، جوارۍ او قمار ځایونو زیاتوالی او رواجول..
د مسلمانانو په جوماتونو کې، د ملایانو په بڼه کې، د عیسوي پادریانو ټاکل او له دې لارې د اسلام د اصلي بڼې بدلول .
د صلیبي کولتوري آغیز له لارې د مسلمانانو د ذهني او کولتوري څېرې بدلول .
دمسلمانانو په فکر او آند کې شک پېدا کول او بیا د د غه یا هغه صلیبي کولتوري جذابیت په واسطه د هغه چورلټ بدلول..
صلیبیان وایي : « مذهب به د مسلمانانو خپل وي، خو په لوېدیځ او صلیبي تهذیب کې به رنګ شوې وې.».
خو ایوبي وایې : « یوه عادي ښځه هیچاته هم زیان نشي رسولې ، خو یوه جاسوسه او تخریب کاره ښځه، په یواځې ځان، د یوه هیواد بیړۍ ډوبولاې شي.»
ایوبي همدا راز وایي چې « زه د جاسوسانو څخه ويره نه لرم . ګواښ مونږ ته، په حقیقت کې، د خپلو کلیمه ګویو ورونو نه دې.، هغه ورونه چې غواړي د کفارو دغه تر ځمکې لاندې عملیات بریا ته ورسوي . ایوبی زیاتوي چې که چېرې دهغوی ایمان کلک وي، نو د صلیبي جاسوسانو ټول لښکر هم پر مونږ بریالی کیدای. نشي .
ایا زمونږ دهیواد او ولس حال ، نن سبا، همداسې نه دې! ؟
(فاعتبروا یا اولی الابصار)
قریب الرحمن سعید
( د۲۰۰۸ کال د اګست پنځمه )
دلوې خداې په نامه
دداستان د را ټولونکي د زړه خواله :
مونږ د «ایمان پلورنکو دداستان » د لیکوال دروند التمش مننه کوو چې هغه د صلاح الدین ایوبي د قصو لړۍ د داستان په بڼه پیل کړه . دلته مونږ د هغه ( اته) قصې دلوستونکو تر مخ وړاندې کوو . په دې قصو کې تاسې ته ټول هغه څه تر لاسه کیداې شي چې ستاسې او ستاسې د ځوان نسل غوښتنو ته د تیرو پیښو په هکله په ډاډ منه توګه ځواب وایي او تر څنګ یې دهغوی هغه دیني ،ملي او قومي احساسات را ژوندي کوي چې زمونږ دښمن یې د خپلو خوندورو قصو په واسطه د له منځه وړلو په هڅو کې مصروف دې.
ددې( اته) قصو په هکله په لنډه توګه دا ویل اړین ګڼو چې : هومره سازشونه چې د اسلام د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت دساتونکي صلاح الدین ایوبي په وخت کې د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره شوي په بل دور او وخت کې یې سارې نه موندل کیږي . صلیبیانو او یهودیانو د مسلمانو امراؤ او فوځي قومندانانو دپه لاس کې نیولواو اخستلوپه خاطر بې دریغه دولت او شتمنۍ په کار واچولې اوددې ترڅنګ یې د صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي د راپرزولو له پاره خپلو ځوانو او ښایسته نجونو ته روزنه ورکړه او هغوی یې په ډیره بې حیا او بی باکانه توګه د اسلامي سلطنت پر خلاف استعمال کړې . هغوی ته دا څرګنده وه چې صلاح الدین ایوبي ته د جنګ په ډګر کې ماته ورکول اسانه کار نه دې. د سلطان ایوبي د جنګ تګلاره داسې وه چې صلیبیانو به د وګړو او وسایلو د زیادښت سره سره بیاهم ماتې خوړله ، په همدې اساس هغوی په اسلامي سلطنت کې دفساد او ګډوډیو د راپیدا کیدو په خاطر اوپه ځانګړې توګه په مصر کې، چې فوځې قیادت یې د صلاح الدین ایوبي په لاسو کې و، د جاسوسۍ او تخریب کارۍ څخه کار اخست او دهغه وخت د ځوان نسل دکړچار دخرابولو له پاره یې ډول ډول لارې خپلولې . شتمني او ښځې یې بې دریغه استعمالولې او د صلاح الدین ایوبي لوړ پوړي چارواکي او د دولت او فوځ واکداران یې د خپل هیواد،ولس او دین پر خلاف غدارۍ ته هڅول او دهغوی څخه یې د ایمان پلورونکو ډلې تیارې کړې وې .
صلاح الدین ایوبي ته یو جنګ په ډګر کې ور په غاړه و ، دا د سترو سترو معرکو یوه لړۍ وه چې د صلیبي جنګونو تر نامه لاندې مونږ ته را رسیدلې ده . خو دهغو جنګونو کوم تفصیل مونږ ته نه دې را رسیدلې چې سلطان ایوبي د صلیبي جاسوسي شبکو، چې په هغوې کې یې له یوه اړخه ښایسته نجونی ور ننویستې وی او تر څنګ یې د حسن بن صباح په څیر وژونکې ډله هم ورګډه وه ، پر خلاف و جنګید. دغه وژونکو ته یې فدائیان هم ویل . ددې تر څنګ د حشیشینو تر نامه لاندې یوه ډله هم وه . دوی په صلاح الدین ایوبي څلور وژونکي یرغلونه وکړل ، خو د الله (ج) ځانګړې لورونه وه چې دا مجاهد ترې په ډرامایې توګه او دخپلو مټو په زور خوندي ووت . دغه د ځمکې لاندې صلیبي جنګونو هغه په زړه پورې قصې را وزیږولې چې له ډلې څخه یې دلته مونږ ( اته ) خپلو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو.
د تاریخ دا ریښتونې پیښې د تفصیلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاریخ په کتابونو کې نه دي را خستل شوي او شونې علت یې دا هم کیداې شي چې د تاریخپوهانو آند د ځمکې لاندې او د پردو تر شا نه شواي تللاې. داسې پیښې د اړوندو وختو د پیښولیکونکو په لیکنو کې خوندي پاته شوي او یا د سترګو لیدلو شاهدانو بیان کړي دي ، او بیا دا پیښې سینه په سینه د یوه نسل څخه بله ته ژوندۍ را غلي دي.
دروند التمش چې د کار دپیدا کولو په خاطر منځنې ختیځ ته تللای و ، د کار د موندلو سره سم یې د تاریخ دلیکلو حس هم را بیدار شو . هغه په تیرو دولسو کلونو کې د اسلامي هیوادنو بې شمیره کتابتونونه کتلي او د دزیات شمیر کتابتونو د ذخیره ځایو څخه یې هغه کاغذات را ویستلي چې مسؤلینو یې بیکاره ګڼلي او هیسته یې په کاغذټوکریو کې غورځولي و. په هغوی کې د صلاح الدین ایوبي د وخت د سرکاري او غیری سرکاري لیکوالانو لیکل شوي نا چاپ شوي لیکنې تر لاسه شوي چې همدا د سلطان ایوبي د وخت ریښتونې تاریخ تمثیلوي . او دا هماغه پیښې دي چې د تیرو وختو ښویدنې او غداران ایمان پلورنکي بې پردې کوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د عبرت درس او د لارې رڼا ګرځي .
ددې پیښود لیکونکو نه اخوا ، دروند التمش چې دکومو تاریخپوهانو د لیکنو څخه تفصیلي پیښې تر لاسه کړي دي په هغوی کې هیرالډ لیمب ، لین پول ، ولیم آف ټآئر ، قاضي بهاؤالدین شّداد ، محمدفریدابُوحدید، اینټي ویسټ ، واقدي ، هتّي، جنرال محمد اکبرخان رنګروټ ، موئیر، سراج الدین ، اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او یو څو نور نوم ورکي تاریخپوهان شامل دي .
د ۱۹۷۴ زیږدیز کال په ااخر کې التمش پا کستان ته راغې او له ماسره یې و کتل ، زه به د هغه دا احسان تر قیامته پورې له یاده و نه باسم چې هغه دغه ارزښتناکه خزانه د «حکایت » له لارې لوستونکو ته وړاندې کړه . ما د ۱۹۷۵ زیږدیز کال د فبروري دمیاشتې په ګڼه کې ددې لړۍ په خپرولو پیل وکړ چې تر اوسه پورې جریان لري . دا قصې یو پرلپسې تاریخ نه دې ،بلکه د مختلفو وختونو تفصیلي او ډرامایې کړنې دي چې تاسو په کې صلاح الدین ایوبي او د صلیبي جاسوسانو ، څارکښو ، تخریب کارانو ، غلچکي بریدکونکو او د عسکري کمانډو یانو حیرانونکې او په زړه پورې پیښې لوستلاې شئ . د ا په حقیقت کې د ښځې او ایمان تر منځ هاند اوهڅې او نه ختمیدونکې معرکه ده چې تاسې به حیران پاته کړي او که ستاسې د ایمان څراغ چیرې هم مړژواندې وي نو هغه به را تازه کړي. .
ستاسې دهغه وخت دښمن نن هم ستاسې دښمن دې او تر اوسه پورې هم داسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره هماغه خوندناکې لارې استعمالوي. چې پخوا یې ازمایلې دي.
دا قصې پخپله هم ولولئ او خپلو کوچنیانو ته یې هم . که چیرې تاسې په ریښتونې توګه غواړئ خپل کوچنیان د فحش ، لوڅو لغړو او د اخلاقو خرابونکو قصو څخه خوندي کړئ نو دا ( اته) قصې له ځانه سره کورته یوسئ .
ددې قصو په لوستلو سره به تاسې دا احساس کړئ چې نن یو ځل بیا تاریخ تکراریږي او یوه بل صلاح الدین ایوبي ته اواز کوي .
عنایت الله
( د حکایت د میاشتنې مجلې مدیر«لاهور»)