کور / سياسي / په افغانستان کي د ملي حکومت جوړول – د ټولو ستونزو د حل لاره

په افغانستان کي د ملي حکومت جوړول – د ټولو ستونزو د حل لاره

له دېرشو کالو راهيسي زموږ په ګران او وياړلي هيواد ( افغانستان ) کي د انسان وژني او ورانکارۍ ډېره وحشتناکه جګړه روانه ده .
 .  د دې تپل سوی  جنګ په لمبو کي زموږ څه د پاسه دوه ميليونه بې ګونا هيوادوال  شهيدان او ټپيان سوه؛ په ټول هيواد کي د خلګو پر بېلابېلو شتمنييو سربېره؛ د عمومي ګټي اخيستني هر ډول اقتصادي او فرهنګي تأسسيات؛ لکه فابريکي، کارخانې، مخابراتي وسايل، د اوبو او برېښنا بندونه، لويي والې، کارېزونه، سړکونه، پلونه ، روغتيايي مرکزونه،  ښوونځي، پوهنتونونه او داسي نور په پراخه توګه وران يا زيانمن سوه ؛ او په ډېري خواشينۍ سره، چي د افغان وژني او افغان تباهۍ دا خطرناکه لړۍ تر اوسه هم په  ډېر زور سره روانه ده . 
 
 دا چي د افغانانو په پينځه زره کلن تاريخ کي دا لوی او نه هېرېدونکی ناورين څنګه پيل سو؟ کورني او بهرني سببونه يې څه دي؛ او تر څه مهاله به دوام لري ؟ هغه ارزښتناکي پوښتني دي، چي موږ ټول رنځېدلي افغانان يې د جواب موندلو هڅي کوو . 
 په دې ليکنه کي کوښښ سوی دئ، چي تر بېلابېلو سرليکونو لاندي د رواني فاجعې پر ځينو اړخونو لنډي خبري وکوو؛ او بيا له اوسني خونړي حالت څخه د افغانستان د ژغورني لاري چاري په ګوته کړو .


په تېرو دېرشو کلونو کي د افغانستان  ملي ضد رژيمونو ته يوه کتنه 
 په تېرو دېرشو کلنو کي د افغانستان ملي ضد رژيمونو ته تر يوې لنډي کتني مخکي، دې پوښتني ته د جواب وړاندي کولو هڅه وکوو، چي« ايا د افغانستان اوسنۍ بدمرغۍ ټولي د ثور د اوومي نېټې له خونړۍ کودتا څخه رازېږېدلي دي، که يې د دې هيواد پخوانييو رژيمونو هم په پېښېدو کي ونډه لرله ؟ 
 


په يوه سرسري او ځغلنده کتني سره داسي برېښي، چي د ( ۱۳۵۷هـ ش) کال د غوايي يا ثور د اوومي نېټې خونړۍ پېښه د افغانستان د ګردو بدمرغييو اوناخوالو اصلي علت ؤ؛ خو که د علمي ټولنپوهني په رڼا کي د هيواد د ورستييو لسيزوسياسي او اجتماعي تاريخ او د افغاني ټولني کورنييو تضادونو ، بدلونونو او پرمختګونو ته له يوه ژور اړخه پام وکوو، نو دا خبره له ورايه څرګنديږي، چي په افغانستان کي د « ثور انقلاب » په نامه سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکري او اقتصادي ناتار ته اصلاً د پخوانييو رژيمونو په زړه کي د پرورښت او روزني شرايط برابر سوي وه . د داود خان ( ۱۲۸۸- ۱۳۵۷هـ ش ) د چنګاښ د شپږویشتمي کودتا هم  په هيواد  کي له هغو سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي او اقتصادي  بدلونونو سره ټينګي اړيکي لرلې، چي توخم ( تخم ) يې د ظاهر خان (۱۲۹۳ هـ ش/ ۱۹۱۴م  – ۱۳۸۶ هـ ش / ۲۰۰۷م) په دولتي نظام کي شين سوی ؤ . د ظاهر خان د سياسي رژيم هوا او فضا هم له هغو شرايطو څخه الهام اخيست، چي دخپل پلار –  نادرخان ( ۱۲۶۲هـ ش/ ۱۸۸۳م – ۱۳۱۲هـ ش/ ۱۹۳۳م ) په پاچهۍ کي راټوکېدلي وه. د نادر خان، کلکاني حبيب الله ( بچۀ سقاو )، امان الله خان او نورو ټولو سياسي واکمنانو د تاج  او تخت کيسې هم کټ مټ همداسي بڼه لري .  
 


هر حکومت د مخکني رژيم په زړه کي وده کړې ده؛ او بيا يې خپل ځای داسي سياسي نظام ته پريښی دئ، چي د پيدايښت او پرمختګ ټول شرايط يې په مخکنييو رژيمونوکي چمتو سوي وه. په دې ډول بايد د دې حقيقت له منلو غاړه و نه غړوو، چي د ټولني ګرده سياسي او تاريخي پېښي يو دبل په نس کي پيدا کيږي؛ او هره يوه د ځنځير د کړييو په شان يو له بله نه شلېدونکی پيوند لري . 
 


د همدې استدلال پر اساس، په افغانستان کي د « ثور انقلاب » خونړۍ تراژيدي خامخا پېښېدونکې وه . دا پېښه که ظاهراً د څو  خلقيانو، پرچميانو يا نورو کودتاچيانو د بې باکۍ نتيجه وه؛ خو په حقيقت کي  يې تر شا خورا ژور علتونه  او پراخي انګېزې پرتې دي .  
 


په افغانستان کي به هيڅکله د ثور غميزه نه وای پېښه سوې، که  زموږ د اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي ژوند بېلابېلو  تضادونو يوله بله لاس نه وای ورکړی؛ او په ګډه يې د داسي خونړۍ پېښي عيني او ذهني شرايط نه وای برابر کړي . . . 
 


د همدې اصل له مخي به ټولنه تر هغه مهاله  د ډول ډول  ( ښو او بدو ) پېښو زېږونکې وي ، چي په ټولنيزو اړيکو کي د بېلابېلو تضادونو د سختوالي  او پوختيا مخنيوی ونسي .  په ټولنه کي د مختلفو تضادونو څرنګوالی ( نرمي يا سختي)، د متضادو يا دوښمنو ډلو ماهيت ، په ټولنه کي د هغوی پوځي، سياسي ، اقتصادي او فرهنګي حالت، د نوو بدلونونو په وړاندي د خلګو عکس العمل او داسي نور ټول هغه عوامل دي، چي د هري نوي پېښي شکل او مضمون ټاکي .  
 


تر کورنييو تضادونو او بدلونونو چي تېر سو، د هري لويي  سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي پېښي په را منځ کېدو کي بايد د بهرنييو شرايطو او حالاتولاس لرل هم له پامه ونه غورځوو .  
 


د سليم عقل څښتنانو ته دا خبره د منلو وړ ده، چي د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور د اوومي نېټې خونړۍ  کودتا، په افغانستان کي د داسي سياسي رژيم بنسټ کښېښود، چي ډېر ژر يې د خپلو ملي ضد سياستونو له کبله، زموږ په ټولنه کي د ميليونونو افغانانو د دوښمنۍ او مخالفت څپې را وپارولې . په ټول هيواد کي د سياسي بيري او زيندۍ کولو، اقتصادي پرشاتګ او رنګارنګ  بې باورييو زهرجنه فضا حاکمه سوه ؛ زموږ په زرګونو بې ګونا هيوادوال د سياسي مخالفتونو يا شخصي دوښمنييو له مخي په ډېري بې رحمۍ و وژل سوه؛  خپلسرو  دولتي واکمنانو يې  پر ځان،  پت او مال تېری وکړ؛ او په ميليونونو نور د راز  راز خطرونو په منلو سره، د خپلو پلرنييو مېنو پرېښوولو ته اړ سوه .  
 


په هيواد کي د نوي سياسي رژيم د واکمنو کړييو تر منځ خپلمنځي تضادونه او شخړي په لږ وخت کي داسي خطرناک حالت ته ورسېدې، چي ډېر ژر يې د افغانستان په معاصر تاريخ کي خورا تور او خونړي بدلون ته لاره هواره کړه . پر افغانستان د روسي يرغلګرو له وحشيانه بريد او په کابل کي د دروسانو د ګوډاګي رژيم له واکمنۍ سره جوخت،  زموږ د مېړنييو هيوادوالو وسله وال مقاومت ورځ په ورځ پياوړی سو . د کابل مزدور رژيم د سرو لښکرو له ټول جنګي ملاتړ او بې سارو اقتصادي مرستو سره سره، زموږ په زړورو او خپلواکۍ مينو خلګو کي هيڅ باور او ارزښت و نه موند . 
 


که څه هم د روسي يرغلګرو  او کابل حکومت پر ضد د جګړې او مقاومت واګي له هماغه لومړنييو ورځو څخه د مغرضو ګاونډييو او نړۍ خورو استعمارګرو په لاس کښېوتې؛ خو زموږ  پر خپلواکۍ مين ملت د خپلو بې درېغه قربانييو له برکته په پای کي وکړای سول، چي په هيواد کي د روسي غاصبانو او د هغو د لاس پوڅي رژيم کمبله ټوله کړي .  
 


له بده مرغه، زموږ مظلومو خلګو سره له بې شماره انساني قربانييو او سترو مالي زيانونو، بيا هم په هيواد کي د يوه ملي حکومت د جوړولو امکانات تر لاسه نه کړه . د ګاونډييو هيوادونو او نورو استعماري دولتونو د ګډو دسيسو له کبله، زموږ په جګړه ځپلي هيواد کي د يوه ريښتني ملي او ولسي حکومت د جوړولو پر ځای، د پردو په لاس جوړ سوو تنظيمونو او د روسانو د لاس  پوڅي رژيم ځينو بدنامو څېرو  ته واک وسپارل سو .  
 


ډېر ژر واکمنو ايله جاري ډلو ټپلو د پوځي او سياسي برلاسي په خاطر، په کابل او ولايتونو کي د داسي وژونکو او ورانوونکو جګړو اور بل کړ، چي په لمبو کي يې زموږ په لس ګونو زره هيوادوال شهيدان ؛ او ودان ښارونه لولپه سوه . جګـــړه مارو تنظيمونو د اسلام او جهاد په سپېڅلو نومونو  زموږ پر ربړېدلو او بېوزلو خلګو داسي توري ورځي راوستې، چي د دې خاوري  په ډېر اوږده تاريخ کي يې هيڅکله ساری نه دئ ليدل سوی .  
 


د پردو په فرمان جنګېدونکو تنظيمي خونخورو د قومي، مذهبي، ژبنييو، او سيمه ييزو اختلافونو پر اساس زموږ  د عامو خلګو په سرونو کي مېخونه ټک وهل ؛ له چا څخه يې نوکونه وايسته؛ له چا يې پزه او غوږونه پرې کړه ؛ په کابل ښار کي د بېلابېلو جنګي ډلو د توغندييو او توپونو په بې رحمانه بمبارييو کي، زموږ د ربړېدلو هيوادوالو غوښي او هډوکي  پر سړکونو وپاشل سوه؛ ځينو د ايله جاري توپکيانو له وحشيانه بريدونو څخه د پت او ناموس د ساتني په مقصد، ځانونه د ودانييو له لوړو پوړونو  و غورځول؛ او د داسي کسانو شمېر هم لږ نه دئ، چي د دين او وطن د ژغورني د دغو درواغجنو مدعيانو له ظلمونو يې داستوګني کورونه په هديرو واوښته  – د خپلو شهيدو عزيزانو مړي يې د ناامنۍ او خطرونو له امله په کورونو کي ښخ کړه. سربېره پر دې، د خپلسرو توپکیانو په تنظيمي جګړو کي، زموږ ډېر بې ګونا وروڼه او خوندي په سپينه ورځ د کابل ښار له سړکونو او کوڅو څخه برمته سوه او تر ننه تری تم دي؛ په لکونه کړېدلي افغانان په هيواد کي د يوه روښانه سبا په هيله تر اوږدو ناخوالو او ترخه انتظار وروسته دې ته اړ سوه، چي د سر او پت خوندي کولو په مقصد خپل کورونه او کلي پرېږدي؛ او په هيواد کي دننه  يا بهر د خپلو بچيانو اوعزيزانو د خوندي ساتلو له پاره د ژوندانه ډېري ترخې او ستوخي وګالي .  
 


زموږ ربړېدلو خلګو ته د تنظيمي توپکيانو د ازادۍ او سوکالۍ سوغات دلته نه ختميږي .  د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کي وداني فابريکې، دولتي ادارې، تجارتي مؤسسې، مکتبونه، پوهنتونونه، روغتونونه، فرهنګي مرکزونه او داسي نور عام المنفعه تأسیسات د تالۍ څټو تنظيمونو د تاج او تخت په جګړوکي تر څو واره لوټ او چپاو وورسته په کنډوالو واوښته؛ په تېرو دېرشو کلونو په تېره بيا د نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته، د تپل سوو وسله والو ډلو او تنظيمونو د واکمنۍ پر مهال، زموږ د خورا ډېرو بې ګونا هيوادوالو د وحشيانه وژنو او بې ساري ورانکارنييو تر څنګ، د دې لرغوني او وياړلي هيواد ډېر ارزښتناک تاريخي اثار هم په بېلابېلو ډولونو چور او تالا سوه .  
 


دا ټول هغه څه وه، چي تنظيمي ايله جاريانو د خپلو بهرنييو بادارانو او دوستانو په ملاتړ زموږ د    نوم ورکو شهيدانو او غازيانو د سپېڅلي جهاد  په نامه، خلګو ته وړاندي کړه؛  اما دا دردناکي  پېښي هم د ثور د اوومي نېټې د لويي غميزي  په شان د زموږ د ټولني د کورنييو تضادونو او نړيوالو بدلونونو زېږنده وي .  څرنګه چي په نوو بدلونونو کي د  هيواد ملي قوتونو او عامو خلګو ته هيڅ برخه نه وه ورکړل سوې، نو ځکه په افغانستان کي د يوه ملي او ولسي نظام را منځ ته کېده هم له لويه سره ناممکن برېښېده .  د افغانستان  په  هر ښار، ګوټ ګوټ ، کلي کلي او هره کوڅه کي د تپل سوو تنظيمونو وحشتناکي جګړې، د ښارونو کنډواله کېده،  د بې ګونا انسانانو بې رحمانه  وژنه،  چور او چپاو، جبري مهاجرتونه او ډېر نور بېرونکي جنايتونه هم ټول تر پېښېدو دمخه د پوهېدو وړ وه .  
 


د دې لويو بدمرغييو اصلي علت دا ؤ، چي زموږ د نوم ورکو شهيدانو او غازيانو مقدس جهاد د مزدورو، لوټمارو او جنايتکارو تنظيمي ډلو ټپلو له خوا يرغمل سو . هر چا ته مالومه  ده، چي  زموږ غښتلو او بې باکو جنګيالو په دې خاطر له خپلو سرونو سره لوبي و نه کړې، چي  خپل وروڼه او خوندي په وينو ولړي؛ هست و نېست يې په زوره چور کړي؛ کورونه، کلي، ښارونه او هيواد يې په کنډوالو واړوي؛ د رڼا او پرمختګ پر ځای يې سترګي په ناپوهۍ او جهالت ړندې کړي . د دې پر خلاف، زموږ سرښندونکي ملت ځکه بې شماره  ځاني او مالي قربانۍ ور کړې، چي د افغانانو په وياړلې خاوره کي د ريښتني خپلواکۍ جنډه و رپېږي؛ خلګ د خپلو او پردو له تاړاکه و ژغورل سي؛ په هيواد کي د لا زياتو ښوونځييو او پوهنتونونو، کارخانو او فابريکو ورونه پرانيستل سي؛ او په پای کي زموږ رټېدلو خلګو ته د سوکاله او هوسا ژوند پراخ امکانات برابر سي .  
 


عجبه خو دا چي زموږ په بېوزلو خلګو  داچپه غوبلونه د هغو تنظيمي ډلو ټپلو له خوا وسوه، چي همدا اوس هم د پردو د توپ او ټانک ، ډالرو او نورو ناروا لارو په زور  په کابل او ولايتونو کي د واک پر ګدۍ ناست دي . په ریشتيا هم زموږ د خوندو او مندو، وروڼو او پلرونو قاتلان؛ او د دې هيواد د ورانۍ ښکاره مسوولين اوس هم زموږ پر ژوند او چارو حکومت کوي . د دې هيواد واک او اختيار يو ځل بيا هم د نېکو او صالح ملي مشرانو پر ځای جنايتکارو، مزدورو او ناپوهو تنظيمي ډلو ټپلو ته و سپارل سو.  
 


د امريکا په مشرۍ لوېديزو هيوادونو، د پخواني شوروي سوسياليسټي نظام تر ړنګېدو او د کابل د روسي پلوه حکومت تر  را نسکورېدو وروسته، د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو پر خلاف د افغانستان اسکېرلو خلګو او جنګ ځپلي هیواد ته په ناځوانۍ سره شا واړوله . په بله وينا يې، زموږ په ويجاړ او کنډواله  هيواد کي د خپلو کرغېړنو نخشو تر عملي کولو وروسته ، له وحشتناکو تنظيمي جګړو څخه د را پېښو سوو بشري تلفاتو او لويو اقتصادي  تاوانونو په وړاندي، هيڅ بشري او اخلاقي  مسووليت احساس نه کړ . 
 


پر افغانانو سربېره دنړۍ ټولو ولسونو د سر په سترګو ولېده، چي د امريکامتحدو ايالاتو او بېلابېلو انډيوالانو يې  څنګه د خپل سياسي، پوځي او اقتصادي سيال (  نړيوال سوسياليسټي  سيسټم ) د را پر زولو ؛ او دکابل ارګ ته  دخپلو مزدورو ډلو د رسولو په مقصد د ميليارډو  ډالرو په  خرڅولو سره زموږ هيواد ته تباه کوونکي وسلې راوړې؛ زموږ په خاوره کي يې زموږ د وينو او قربانييوپه بيه خپل تپل سوي جنګ ته لمن ووهل، مګر د خپلو کرغېړنو هدفونو تر تحقق  وروسته يې د تنظيمي توپکيانو له خوا دبې ګونا افغانو بې رحمانه وژنه، د هيواد لوټونه او وراني ټول د افغانانو کورنۍ مسألې وبللې؛ او په دې نه بخښوونکي بې پروايي سره يې زموږ مغرضو ګاونډييو اونوروسيمه ييزو قدرتونو ته رسماً اجازه ورکړه، چي په جرأت او سپين سترګۍ سره زموږ  په تاريخي هيواد – افغانستان کي خپلي توري نخشې پر مخ بوزي . که د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو دغو مدعيانو په هماغو ورځو کي، د تنظيمي غوبلونو پر ځای د يوه پراخ بنسټه ملي حکومت په جوړولو کي  د افغانانو ننګه او ملاتړ کړی وای، اوس به نه يوازي په افغانستان؛ بلکي ټوله سيمه او نړي کي دجګړو او ناارامیيو لمن تر دې ګچي نه وای خپره سوې . 
 


د نړيوالي ټولني د دغه ناوړه دريځ او بېلابېلو تنظيمي ايله جاريانو په واکمنۍ کي  د بدامنۍ او بې باورۍ ناوړه شرايطو، کرار کرار د طالبانو غورځنګ ته لاره هواره کړه . زموږ کړېدلو خلګو په پيل کي د طالبانود ولسي پاڅون پراخ ملاتړ وکړ؛ او په ټينګه يې هيله لرله چي د دې غورځنګ سياسي او پوځي مشران به په هيواد کي د سولي او امنيت تر  ټينګولو وروسته، دولتي واک  لومړی د يوه مؤقت او بيا يوه منتخب ملي حکومت د جوړولو له لاري د خلګو  سپېڅلو،  ريښتنواو پوهو استازو ته وسپاري . د دې غورځنګ  سپاهيانو او خواخوږو به هم له خلګو سره په خبرو اترو کي يادونه کول، چي هغوی د سياست او حُکمرانۍ خلګ  نه دي؛ او ډېر ژر به د ملت ريښتينو استازو ته د واک په سپارلو سره، بيرته خپلو حجرو او مدرسو ته ستانه سي؛ خو په ډېر تأسف سره چي د وخت په تېرېدو سره داستره هيله هم پوره نه سوه .  
 


طالبانو هم د نورو سياسي او پوځي ډلو په څېر د واک پرګدۍ خېټه واچول؛ اود هيواد  په سياسي اقتدار کي يې د نورو افغانانو د برخي اخيستني مخه ونيول؛ او په په دې توګه يو ځل بيا ورو ورو زموږ ټوټه ټوټه وطن د ګاونډييو، سيمه ييزو اونړيوالو قدرتونو د سياسي او پوځي لوبو په  خونړي  مرکز واوښت . بېلابېلو دولتونو اوسازمانونو په ډېر جديت کوښښ وکړ، چي زموږ په ويجاړ هيواد کي له ستونزمنو حالاتو څخه  ناوړه ګټه واخلي . پاکستان ، ځينو عربي هيوادونو د طالبانو دواکمنۍ د لا ټينګېدو او پراخېدو له پاره بېلابېلي مرستي وکړې؛ ايران، روسيې، د  منځنۍ اسيا ځينو  هيوادونوپه تېره بيا تاجيکستان اوزبکستان،  تورکيې او هند برالا د طالبانو له مخالفينو سره د وسلو، پيسو، سړو، استخباراتو او تبليغاتو په برخه کي کومکونو ته دوام ور کړ؛ لوېديزو هيوادونو هم په  افغانستان  کي د مسأيلو د سياسي او سوله ييز حل له پاره هيڅ مينه او څوَب نه ښووه؛ د دوه مخي سياست په غوره کولو سره يې له يوې خوا د طالبانو له  مخالفينو سره اړيکي ساتلې؛ او له بلي خوا يې  زموږ د هيواد پر څه دپاسه پينځه نيوي برخو د طالبانو له بالفعل واکمنۍ سره ښوراوه . تاريخ شاهد دئ، چي، په دې حساسه دوره کي هم  هر پردي دولت يوازي او يوازي  د خپلو ناولو هدفونو د تحقق له پاره پراخ  او ګړندي ګامونه اخيسته . . .  
 


که څه هم د طالبانو په واکمنۍ کي د خلګوځان، پت او مال په بشپړه توګه خوندي ؤ؛ د دغه رژيم  په  ورستييو ورځو کي د ترياکو توليد او سوداګري د نابودۍ تر حده رسېدلې وه؛ د طالبانو سياسي، پوځي او اداري واکداران د تپل سوو تنظيمي مشرانو، قومندانانو او ايله جاري جنګيالييو په څېر لوټمار، بدکاره او فاسد نه وه؛ مګر سره له دې هم  د افغانانو د ټولنيز ژوندانه په هره برخه کي د طالب زمامدارانو د افراطي سياستونو په وجه ، هره ورځ د تورتم او بدمرغۍ لمن غوړېده . د هري ورځي په تېرېدو سره د افغانانو په تاريخي هيواد کي د پردو سياسي، پوځي او مذهبي اغېزه  مخ پر زياتېدو وه؛ او په پای کي دونه زياته سوه، چي زموږ د حماسو او کارنامو سرلوړې مېنه د بهرنييانو په تېره بيا پاکستاني پوځيانو او د نړۍ د بېلابېلو  افراطي  ډلو  په يوه خطرناکه  ځاله واوښته  .  
 


د طالبانو په سياسي او پوځي تشکيلاتو کي د « پردو جهاديانو » زياتېدونکو اغېزو، مذهبي افراطيت، او زموږ د بېوزلو خلګو د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ژوند د ښه والي له پاره د يوې معقولي افغاني او ملي تګلاري د نه لرلو مسألې،  ډېر ژر د دې غورځنګ ولسي ملاتړ کمزوری کړ .   
 


شک نسته، چي د طالبانو په ليکو کي بهرني جنګيالي، د طالبانو تر واکمنۍ اوږده کلونه مخکي، دې خاوري ته راغلي وه؛ او زموږهيواد ته يې په را لېږلو، وسله وال کولو، ښوونه او روزنه او راز راز مرستو کي د پخوانييو پاکستان مېشتو افغاني تنظيمنو پر ټولو مشرانو سربېره  پاکستاني، عربي  ، زياترو لوېديزو دولتونو او بېلابېلو افراطي سازمانونو لوی لاس درلود؛ د برهان الدين رباني په مشرۍ « اسلامي جمعيت  » په کابل کي د خپل واک پر مهال زياترو عربو او نورو پردو ته افغاني تابعيت هم بخشش کړ؛  خوله دې خبري هم هيڅوک سترګي نسي پټولای، چي د طالبانود سياسي او پوځي واکمنۍ په زمانه کي د دغو پردو جنګيالييو اغېزه تر بل هر وخت زياته، څرګنده او پياوړې سوه . همدغه ناوړه او بدمرغه  پردې نفوذ، په پای کي د طالبانو پياوړي نظام د امريکايي بمونو په مرسته  ړنګ کړ . 
 


که د دې خاوري توريالييو بچيانو د خپل تاريخ په ټولو دورو کي هيڅ کوروش او سکندر، هيڅ چنګېز او ګورګين، هيڅ پرنګي او روس ته د بادارۍ حق نه دئ ور کړئ، نو دا خبره څنګه د منلو وړ ده، چي دا ننګيالی ولس به په خپلو ملي  چارو او وياړلو دودونو کي د عربو، پاکستانيانو، چچنيانو او نورو پردو لاس وهني ته غاړه کښېږدي ؟ د افغانانو له برمه ډک تاريخ شاهد دئ، هر چا چي پر دې سرلوړي هيواد د پردو واکمني تپلې ده؛ او يا يې په يوه ډول د ډولونو د يرغلګرو پردو د کرغېړني واکمنۍ له ټينګښت  سره مرسته کړې ده، تل زموږ د خپلواک او مړني ملت له  سختي کرکي او اتلوال  مقاومت سره مخامخ سوي دي .  
 


که څوک د افغانانو د پرتمين  تاريخ  پاڼي واړوي، په اسانۍ سره ګوري، چي  زموږ زړورو پلرونو او نيکونو په خپلو وينو او سر ښندونو سره نه يوازي خپله وياړلي  خاوره ساتلې ده؛ بلکي د نورو هيوادو مظلوم ولسونه يې هم ازاد کړي دي؛ د هغوی سر، پت او مال يې له راز راز  يرغلګرو او غاصبانو څخه ژغورلئ دئ . ايا د هغو ريښتيني زامن اوس دې ته غاړه ايښوولای سي، چي  د نورو په مټ خپله خاوره، ځان او شرف خوندي کړي ؟! حقيقت دا دئ، چي افغانان د خپل پلرني وطن په ساتنه کي د هيچا سرښندني او قربانۍ ته اړتيا نه لري . د دې خاوري هر وګړی، نر او ښځه، زوړ او ځوان ، مسلمان، هندو، سيکهـ ، د هر قوم او هري ژبي ويونکی په وياړ سره چمتو دئ، چي د پردو په وړاندي د خپل ګډ تاريخي او سرلوړي ټاټوبي دفاع وکي .  
 


بايد دا خبره په ډاګه کوو، چي د پردو په وينو او قربانييو د دې هيواد د خوندي کولو کوښښ، هيڅ افغاني جوهر نه لري . په افغانستان کي د تېرو دېرشو کلو ترخو تجربو وښوول، چي کيڼو او ښیيو حکومتونو دواړود ايډيالوژيکو خواخوږييو له مخي د پردو بېلابېلي ډلي په غېږ کي ونيولې؛ او د پردو د لمانځولو او خوښولو له پاره يې خپل افغان وروڼه په سل رنګه و ځورول .  
 


که دې مسألې ته له علمي اړخه و ګورو، له ورايه مومو چي له  سياسي رژيمونو او حکومتونو سره د خلګو پيوستون او ملاتړ، په اصل کي د هغو له ملي او ولسي روح سره نېغ په نېغه اړيکي لري . په بله وينا، د پردو نيژدې کول په حقيقت کي د خپلو ليري کول دي .  هر څونه چي په واکمنو دولتي تشکيلاتو کي ملي عناصر او ملي روح کمزورې وي، په هغونه اندازه د هيواد ملي شخصيونه، ملي ګوندونه او تر هر څه مخکي زموږ غيرتي ملت، د حاکمو سياسي او پوځي ډلو له همکارۍ څخه لاس اخلي . د دې پر خلاف،  هرکله چي ددې هيواد ملي حکومتونو، ملي غورځنګونو او مجاهدو ملي مشرانو  د خاوري او دين د ساتني ږغ پورته کړی دئ، نو زموږ مړني ولس يې تل د هر راز قربانييو په منلو سره، په يوه اواز او يوه وجود، ننګي او ملاتړ ته ور دانګلي دي .  
 


د همدې استدلال له مخي، په تېرو دېرشو کلونو کي د افغانستان  ټولو حکومتونو او واکمنو ډلو هيڅ ملي خټه نه لرله . د جګړې دواړو خواوو د پردو په رابللو سره د جګړې لمن پراخه کړه؛ د افغانانو تر منځ يې ناخوالي او شخړي له افغاني پولو څخه د سيمي او نړۍ پولو ته ورسولې؛ دواړو خواوو د پردو په لاس د خپلو افغان وروڼو ويني توی کړې؛ دواړو خواوو د پردو په فرمان او فتوا د دې ربړېدلي وطن کلي او ښارونه وران کړه ؛ دواړو خواوو په پوهي يا ناپوهۍ سره زموږ پر سرلوړې خاوره د پردو د ناولي واکمنۍ ټينګښت ته چوپړ وکړ او لا يې په ډېر وياړ سره کوي . د دې دواړو ډلو تر  منځ تر ټولو لوی توپير دا دئ، چي يوې خوا د « پرولتري انترناسيوناليزم  » او بلي خواد « اسلامي ورورولۍ » په نامه زموږ د بې ګونا وروڼو پر غاړو چړې کښېښولې؛ کور او کهول، مال او منال يې د خپل سياسي اقتدار په لمبو او سکروټو کي ور و سوځواوه؛ پر خلګو يې داسي توري شپې راوستې، چي ساری يې د دې مځکي په ټول تاريخ نه دئ ليدل سوی . نو ځکه دا عجبه نه ده، چي زموږ کړېدلي خلګ په زړونو کي له دواړو خواوو سخته کرکه لري . 
 


افغانان له زرونو کلونو راهيسي خپلواک او سرلوړي خلګ دي .  لکه څنګه چي د امريکا متحده ايالتونه او د نړيوالي ټولني نور هيوادونه حق نه لري، افغانانو ته د بشري حقوقو او او ډيموکراسۍ درس ورکړي؛ د پاکستان، ايران، عربو او نورو ملتونو افراطي مسلمانان هم بايد افغانانو ته د جهاد، اسلامپالني او وطن دوستۍ درس ور نه کړي .  افغانان د ولسواکۍ، بشر دوستۍ او اسلام پالني خورا وياړلئ تاريخ لري . 
 


زموږ  تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چي بهرني هيوادونه، سازمانونه او ډلي ټپلي په وچ زور خپل فکري، سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي سيسټمونه پر موږ تپي . که په سرو، سپينو او شنو جامو کي دا مغرض پردي زموږ له خاوري او خلګو لاس واخلي، دلته هر غوټه د منلو اسلامي احکامو او وياړلو  افغاني  دودونو په رڼا کي، په ډېري اسانۍ سره خلاصيږي . موږ افغانان د خپلو پلرونو او نيکونو په دود کولای سو،  هره شخړه د جرګو او مرکو له لاري حل کوو؛ خپلو اړتياوو ته په پاملرني سره خپل  سياسي، فرهنګي او اقتصادي نظام  غوره کوو . . .  
 


زموږ د ربړېدلو خلګو دا روا او انساني  غوښتنه، پر سپېڅلو اسلامي لارښوونو سربېره، د بين المللي حقوقو په ټولو معتبرو اسنادو کي هم تسجيل سوې ده . 
 


هيڅوک د دې خبري  په ريشتيا والي کي شک نه لري، که د افغانانو په کورنيیو چارو کي د مغرضو پردو لاس وهني او خنډونه په ټپه ودرېږي،  په دې جنګ ځپلي هيواد کي د سولي او امنيت  ټينګول هيڅ مشکل کار نه دئ . دې ستر انساني، اسلامي او وطني ارمان ته رسېدل يوازي د خبرو، تفاهم او زغم له لاري ممکن دي ؛ او يوازي يو ريښتني ملي او ولسي  حکومت کولای سي ددې ارزښتناک رسالت تر عهدې ووزي . 
 


په افغانستان کي د ملي حکومت د جوړېدو بېلابېل اړخونه


دا چي ملي حکومت څه دئ ؟ څه ځانګړتیاوي او مشخصات لري ؟ څنګه جوړېدای سي ؟ او د يوه ملي حکومت مشران بايد په خپله تګلاره کي کومو ټکو ته پام وکړي ؟ ټولي هغه په زړه پوري  پوښتني دي، چي ټول افغانان يې له جوا ب موندلو سره مينه لري .  
 


د حقوقو او سياسي علومو پوهانو د ملي او ولسي حکومتونو د بېلابېلو مشخصاتو او خصوصيتونو په اړه، ډول ډول نظريې او مفکورې وړاندي کړي دي . د داسي نظريو شننه او څېړنه له يوې خوا زموږ اوسني بحث ته تر ډېري ګچي اکاډيمیکه او تحقيقي بڼه ورکوي، چي ښايي ډېرو لوستونکو ته په زړه پوري نه وي . له بلي خوا د حقوقو او سياسي علومو په ګډون د اجتماعي علومو زياتره نظريې او مفکورې په بېلابېلو بشري ټولنو کي بېلابېلي اغېزې او نتيجې لري . د دې خبري مانا دا ده، چي د ملي حکومت د جوړولو په اړه د نورو هيوادونو د پوهانو نظريې، مفکورې او تجربې هرومرو زموږ  په ټولنه کي د تطبيق مصداق نه لري . د همدې استدلال له مخي دلته کوښښ کوو، چي لومړی په افغاني ټولنه کي د يوه ملي حکومت پر ځينو اړخونو او ځانګړتياوو رڼا واچوو؛ او وروسته د اوسنۍ تپل سوي ادارې ناکامه سياستونو او کړنلارو ته په پام سره، د يوه منلي ملي حکومت د جوړېدو لارو چاري و څېړو . 
 


الف) په افغاني ټولنه کي، د ملي حکومت اساسي ځانګړتياوي او بنسټونه


په افغانستان کي د يوه ريښتيني ملي حکومت د اساساتو او ځانګړتياوو په اړه خورا ډېري خبري او اوږده بحثونه کېدای سي، چي بشپړه شننه او سپړنه يې په دې لنډه مقاله کي د ځايیدو وړ نه ده؛ خو په کُلي او عمومي توګه د دغو ټکو يادونه تر ټولو لومړيتوب لري : 
 


۱-  په افغانستان کي د هر ملي حکومت تر ټولو مهم خصوصیت دا دئ، چي داسي حکومت بايد خامخا د خلګو په خوښه او ملاتړ جوړ سوی وي . د يوه منلي حقوقي اصل په توګه ، په هره ټولنه کي سياسي اقتدار او ملي واکمني د هغې ټولني په خلګو پوري اړه لري . د دې خبر ي مقصد دا دئ، چي هيڅ حکومت تر هغه مهاله قانوني مشروعيت ، ملي حيثيت او ولسي باور نه لري، چي د خلګو د پراخ اکثريت غوڅ او ريښتينی ملاتړ  و نه لري .  
 


د ملي حکومتونو د جوړولو له پاره د نړۍ په مختلفو حقوقي او سياسي سيسټمونو کي بېلابېلي لاري غوره سوي دي؛ خو د دې ټولو  لارو او دودونو تر منځ مشترک ټکی د حکومتونو په انتخاب، جوړښت او ورځنييو سياستونو کي، د خلګو د پراخي او ازادي برخي اخيستني مسأله ده .  د همدې زرين اصل له مخي،  په افغانستان کي هم د پردو د توپ او طيارې، پيسو او نورو دسيسو په مرسته تپل سوي حکومتونه، هيڅ ملي باور او قانوني مشروعيت نه لري .  
 


د افغانستان خپلواکو خلګو د خپل وياړلي تاريخ په اوږدو، په تېره بيا په  تېرو دېرشو کلو کي يو پلا بياټولي نړۍ ته وښوول، چي افغانان هيڅکله  هغو مزدورو حکومتونو او لاس پوڅو مشرانو ته د اطاعت غاړه نږدي، چي د پردو د په زور زموږ  پر غيرتمن ملت تحميل سوي وي؛ او  په خپلو کورنييو او بهرنييو چارو کي د نورو په امر او فرمان کار کوي .  
 


۲- په افغاني ټولنه کي د يوه ريښتني ملي حکومت هويت تر هغه مهاله نه بشپړيږي، چي پر ولسي ملاتړ سربېره د اسلام د سپېڅلي دين له اساساتو او زده کړو سره پوره سمون و نه لري . له دې کبله چي افغانستان يوه اسلامي ټولنه ده، بايد د دې هيواد د ملي حکومتونو ټول کورني او بهرني سياستونه د اسلام د مبارک دين د اصولو او قوانينو پر بنسټ ولاړ وي .  
 


په ټولنه کي د اسلام د مقدس دين د حکمونو او لارښوونو تطبيق، هيڅکله د هيواد د نورو ديني او مذهبي ډلو د مخنيوي، رټلو يا پيکه کولو په مانا نه دئ . د بېلابېلو دينونو پيروانو ته بايد د قانوني حُکمونو په چوکاټ کي، د ديني او مذهبي مراسمو بشپړه ازادي ورکړه سي . البته اوس هم د کاغذ پر مخ د داسي ازادييو د پوره تضمين خبري کيږي؛ خو په عمل کي ګورو چي د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني او مذهبي مراسمو په پر ځای کولو کي له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ دي .  
 


۳- په افغانستان کي حکومت هغه وخت ملي او ولسي ګڼل کيږي، چي د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتنه  تر ټوله لومړۍ او مهمه وجيبه وبولي .  په کابل کي د روسانو د لاس پوڅي حکومت او اوسنۍ مزدوري ادارې په څېر، هر هغه حکومت هيڅکله خپلواک نه ګڼل کيږي، چي  پردي پوځونه يې  په خاوره کي حکومت کوي .  
 


۴- ملي حکومت بايد د هيواد د ګردو قومونو او نژادي ډلو د ژبو، دودونو او نورو فرهنګي ارزښتونو د ساتني او پرمختګ ډاډمن ضامن وي . په افغاني ټولنه کي هغه حکومت هيڅکله ملي پرستيژ نه مومي، چي  زموږ په خپلواک هيواد کي د پردو ژبو، رواجونو او کلتوري بر لاسي ته لمن وهي .


د افغانستان په اوسنۍ تپل سوې اداره کي ځيني شاملي ډلي ټپلي په ټينګه تلاښ کوي، چي زموږ د تاريخي هيواد کي د افغاني ژبو او دودونو پر ځای د پردو ژبي، فرهنګي او مذهبي برلاسي ته لاره هواره کړي . 
 


۵-  د افغانستان ملي حکومت بايد په دولتي ادارو کي د ايماندارۍ او نېکنامۍ، پوهي او وړتيا له اصولوسره سم، د هيواد ټولو وګړو ته د  پراخ او ريښتني ګډون شرايط برابر کړي .  د دې  خاوري هيڅ حکومت تر هغه وخته د ملي وياړ په  تر لاسه کولو نه بريالی کيږي، چي کورنۍ او بهرنۍ سياست يې د ټولنيز عدالت پر پاخه تاداو ولاړ نه وي . په افغانستان کي د ملي حکومت د جوړېدو مسأله يوازي هغه وخت ريښتنې او عيني بڼه مومي، چي د دې هيواد  ټول اوسېدونکي د قانون په وړاندي برابر حقوق او امتيازات ولري . 
 


يادو سوو ټکو ته په پام سره، ملي حکومت زموږ په ټولنه کي هغه سياسي او حقوقي مؤسسه ده، چي د ټولو افغانانو په خوښه او سلا منځ ته راغلې وي؛ د اسلام د سپېڅلي دين، ملي خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتيا او وياړلو افغاني ارزښتونو په کلکه ننګه او ساتنه وکړي؛ په هيواد کي د وروڼو قومونو او قبيلو يووالی او پيوستون لا ټينګ کړي؛ او د ټولنيز عدالت د لوړلو اصولو پر بنسټ، د دې هيواد د ټولو اوسېدونکو د روا حقوقو او ازاديیو د ساتني او پر مختګ په لار کي نه ستړي کېدونکي کوښښونه وکي . 
 


ملي حکومت له فکري پلوه د هري عقيدې له  پيروانوسره په زغم او خواخوږۍ چلند کوي؛ له سياسي پلوه د ټولو هيوادپالو سياسي  ګوندونو او سازمانونو ملاتړ کوي؛ په فرهنګي لحاظ د دې هيواد د بېلابېلو قومونو او قبيلو لرغونو دودونو ته  په درناوي ګوري؛ د هغو په وده او پرمختګ کي فعاله برخه اخلي؛ او له اقتصادي اړخه د نړۍ راز  راز  اقتصادي سيسټمونو ته د کار او فعاليت  په اجازه ورکولو سره، د دې هيواد د ټولو اوسېدونکي حياتي ګټي خوندي کوي .  
 


په دې توګه، ملي حکومت په افغاني ټولنه کي زموږ د ويجاړ هيواد  د ملي او اسلامي هويت  د ساتني ، د ټولو وروڼو قومونو د يوموټي کولو او زموږ د ګډ تاريخي کور د  ژغورني  او پرمختګ يوازنۍ لاره ده . 
 


ب) په افغانستان کي د يوه پياوړي ملي حکومت د سمدستي جوړېدو اړتيا


په افغانستان کي تقريباً اووه کاله مخکي د طالبانو حکومت د امريکايي لښکرو د بې رحمانه بمبارييو له امله دړي وړي سو . ګاونډييو هيوادونو، دافغانستان بدنامي شمالي ټلوالي ( ائتلاف ) او د هيواد د نورو سيمو ځينو کرغېړنو څېرو عملاً د امريکايانود دې خونړي يرغل مرسته او ملاتړ وکړ . 


دې خونړي تېري ډېر ژر په هيواد کي د داسي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړه، چي نه يوازي  افغانانو ته د منلو وړ نه دئ؛ بلکي په سيمه او نړۍ کي يې هم لوی شخړي او لانجې پېښي کړي دي . 
 


افغانان ټول پوهېږي، چي په کابل کي کښېنولئ حکومت څنګه او چيري جوړ سو؟  افغانانو او نړيوالو د سر په سترګو وليدل، چي د بېلابېلو هيوادو استخباراتي مؤسسو څنګه په بون کي د تړلو دروازو تر شا د نوکرانو يوه  توره او کرغېړنه  ډله، د لنډ مهاله حکومت په نامه زموږ پر مظلومو خلګو و تپله؛ او هغه ته يې « د بون د تړون » نوم ورکړ . د غو سياسي او پوځي ډلو ټپلو له بهرنييو استخباراتي مؤسسو سره د خپلو اړيکو په تناسب په دې تحميل سوي حکومت کي مقامونه او امتيازونه تر لاسه کړه؛  خو د دې لاس پوڅي ادارې زياتره مقتدر او فعال غړي، زموږ  د هيواد په تېر دېرش کلن تاريخ کي هغه خطرناک جنايتکاران وه، چي هر هيوادپال افغان يې د نامه له اورېدو کرکه لري . د وسله والو ډلو ټپلو دا جنګي مشران اوس هم په بېلابېلو ډولونو، د افغانستان په ټولو سياسي، پوځي او اقتصادي پرېکړو کي اززښتناکه برخه لري .  
 


د امريکايانو د لاس پوڅي ادارې خونخورو مزدورانو  د ټولو منلو بشري، اسلامي او افغاني معيارونو پر خلاف د هيواد په شمالي جبهو کي د طالبانو جنګي بنديان د ډبرو او لرګو په څېر په کانټينرونو کي واچول ، چي ځیني  يې د هوا د نه رسېدو په وجه سمدستي مړه سوه؛ او ځيني نور يې په هماغه کانټينرونو کي د پلورل سوو جلادانو په ګولييو سوري سومبري سوه . د شمالي ائتلاف کرکجني جبهې د امريکايانو او نورو بهرنييو هيوادونو د پراخو پوځي او مالي مرستو په ترلاسه کولو سره يو ځل بيا د کابل د کنډواله ښار او نورو ولايتونو د چارو واګي په لاس کي واخيستې .  
 


د شمالي ټلوالي په شان کرغېړني جبهې ته د افغانستان د ربړېدلو خلګو د مقدراتو سپارل، په ريشتيا سره د امريکايانو او نورو لوېديزو هيوادونو تر ټولو لويه او نه بخښوونکې جفا وه . که څه هم د طالبانو رژيم هيڅکله يو ملي اومترقي رژيم نه ؤ؛ خو د « بي۵۲  » الوتکوپه بې رحمانه بمبارييو سره  د هغه نسکورول له لويه سره هيڅ منطق او تعقل نه درلود؛ ځکه د پردو په توپ او ټانک د حکومتونو اړول، بې تباهۍ او بدمرغۍ بله هيڅ نتيجه نه لري . ښه به دا وای، چي نړيوالي ټولني د افغان فاجعې له پيل څخه د افغانستان د مسألې په وړاندي سمه او ګټوره لاره غوره کړې وای؛ د افراطي تنظيمونو پر ځای يې د هيواد د ملي او مترقي قواوو ملاتړ کړی وای؛ افغانستان يې په کابل کي د نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته د تنظيمي جګړه مارانو او ګاونډيیو استخباراتو رحم او کرم ته نه وای پريښی؛ د يوه  منځ لاري، ملي او مترقي نظام د جوړولو پر لور يې د طالب حکومت له مشرانو او حاميانو سره ر غنده کار کړی وای، چي په دې توګه د سيمي مغرضو دولتونو او بېلابېلو افراطي  سازمانونو ته د ورانکارو فعاليتونو هيڅ امکانات  نه وای  چمتو سوي .  تر دې لويي تېروتني چي تېر سو، امريکايي لښکرو بايد په افغانستان  کي د نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته د تنظميونو خونړييو جګړو ته په ژوري پاملرني سره، يو ځل بيا زموږ د رټېدلي هيواد  سياسي او پوځي واک، د مالوم الحاله قاتلانو او ورانکارو بدنامه ډلو ټپلو ته نه وای سپارلئ . 
 


د امريکا په مشرۍ بهرني پوځونه  زموږ د خلګو ديني مقدساتو، دودونو  او فرهنګي ارزښتونو ته په بشپړ سپکاوي سره د خلګو  کورونو ته ننوزي؛  زموږ د بې ګونا هيوادوالو لاسونو تړي؛  په سرونو يې توري خولۍ اغوندي ؛ په بې رحمۍ سره يې وهي؛ او د داړه مارانو په څېر  يې د شپې په تيارو کي نامالومو ځایونو ته بيايي . زموږ  ډېر کړېدلي هيوادوال  تر اوسه پوري د خپلو بې ګونا عزيزانو د ځايځايګي مالولو له پاره دوري او هوري دروازې ټکوي . 
 


نابللو پردو لښکرو زموږ ملي واکمنۍ ته د خپل ژور سپکاوي په لړ کي، د دې هيواد د بچيانو د ځورني او اسارت له پاره زموږ په خپله خاوره کي د بګرام په څېر وحشتناک محبسونه جوړ کړي دي ؛ او حتا ځيني بې ګونا افغانان يې  د ټولو نړيوالو  حقوقي نورمونو پر خلاف د ځوروني او ازار په مقصد د ګونتنامو په قفسونو کي اچولي دي . 
 


د بګرام او ګونتانامو په محبسونو کي د افغانانو ظالمانه ځوروني نه يوازي د بشري تمدن پر پاکه لمن د اوسني امريکايي حکومت توره او کرغېړنه لکهَ ده؛ بلکي د هغه ګوډاګي حکومت حيثيت ته يې هم ستر زيان  رسولئ دئ، چي دوی د خپل توپ او ټانک په زور په کابل کي کښېنولئ دئ . 
 


  د شمالي ټلوالي بېلابېلو جنګي ډلو او ځينو نورو مزدور صفته خاينانو، امريکايي  يرغلګرو ته د خپلو صادقانه خدمتونو په وياړ ، د دې وس وموند چي د خپلو شخصي، ګوندي، قومي، او ژبنييو هدفونو د پوره کولو له پاره د هيواد په شمالي  ولايتونو کي د پښتنو اوسېدونکو پر ځان ، پت اومال تېری وکړي . تر اوسه پوري زموږ په زرګونو شمال مېشتو پښتنو، د بېلابېلوجنګي او ستمي ډلو د ازار او ځوروني لکه کبله  جبراً خپل کورونه او جايدادونه پريښي دي؛ او په پردو ملکونو ياد هيواد په نورو سيمو کي  د پردېسۍ ترخې شپې تېروي . د نژادي، قومي او ژبنۍ دوښمنۍ پر اساس د ځينو مزدورو ډلو ټپلو ظالمانه کوښښونه دلته نه ختميږي . د کابل په دولتي دستګاه کي شامل پلورل سوي مزدوران شپه  او ورځ هڅه کوي، چي د هيواد د ګوټ ګوټ مظلوم پښتانه د طالب او القاعدې په نامه و ځپي؛ او دې غيرانساني موخو ته د رسېدلو په خاطر د ناټو له  جنګي ماشين، مالي مرستو او سياسي ملاتړ څخه هم کار اخلي . 
 


د ډيوريند دنامنل سوي کرښي دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو پر خلاف  د امريکايي او  پاکستاني پوځونو ظالمانه عمليات اوس د ټول  پښتون قام د عامي وژني ( جينو سايډ ) او ځوروني  تر حده رسېدلي دي . د عامي وژني او ځوروني  د مخنيوي په اړه ټول بين المللي کنوانسيونه  په څرګندو ټکو د د غه راز  جناتيونه يادونه کوي .  
 


په دې ډول، بهرنييو ځواکونو او دکابل په  تپل سوې اداره کي پښتون دوښمنه مزدورانو له تروريستانو، افراطیونو او قاچاق وړونکو سره د مبارزې پر ځای، د دې هيواد د بې دفاع پښتنو په وړاندي ناروا جګړه پيل کړې ده؛ هره ورځ په کندهار، هيلمند، روزګان، زابل، غزني، وردګو، پکتيکا، لوګر، پکتيا، خوست، لغمان، ننګرهار، کونړونو، فراه، هرات، نيمرو ز، نورستان، کاپيسا او ځينو نورو سيمو کي زموږ بې ګونا ماشومان، ښځي او سپين ږيري په وينو کي لمبيږي؛ کورونه او کلي يې په هدېرو بدليږي؛ پر پت او عزت يې تېری کېږي  . . . 
 


پاکستاني پوځيان هم د امريکايي ډالرو او وسلو د تر لاسه کولو او په سيمه کي د خپلو کرغېړنو نخشو د پر مخ بېولو له پاره په پښتني سيمو کي دلته او هلته پرله پسې بمبارۍ کوي؛ او د بې ګونا پښتنو پر وينو له امريکايانو او اروپايي اتحاديې څخه انعامونه اخلي . 
 


پاکستان د خپل جوړېدو له پيل څخه تر اوسه پوري هيڅکله د ازادو قبايلو فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي پرمختګ ته پام نه دئ کړی . ميليونونه بېوزلي پښتانه له کلونو کلونو راهيسي له خپلو کورونواوکلوليري په کراچي،لاهور، اسلام اباد او ځينو نورو ښارونو کي په موټروانۍ، چوکيدارۍ، دوکاندارۍ او ډول ډول نورو سختو کارونو لګيا دي . پاکستان، عربي او لوېدېزو هيوادونو د خپلو ستراتېژيکي ګټو د تحقق په مقصد، د پاکستان د جوړېدو له وخته  په قبايلي سيمو کي د مذهبي تحجر، فرهنګي وروسته پاته والي او افراطيت اور ته لمن وهلې ده . هيچا نه يوازي د دې سيمو له بېوزلو خلګو سره د روغتيا، ښووني او روزني، کار موندني، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ، اونورو ضروري مسألو په حلولوکي هيڅ مرسته و نه کړه؛ بلکي  د مېړنييو ازادو قبايلو په  سپېرو مېنو کي يې تل د افغان ضد جګړو لمبې بلي کړي دي . 
 


پر ويښو افغانانو سربېره، د نړيوالي ټولني څارګري ادارې په دې ښه پوهيږي، چي دهغوی وران ټاټوبي ته دا اورونه له بله ځایه را وړل کيږي . د ډيورينډ د کرغېړني کرښي دواړو خواوو ته پراته افغانان  هيڅکله د خپل وياړلي او تاريخي کور ورانولو ته تيار نه دي . د پردو ناولو پلانونو له اوږدو کلونو راهيسي د هغوی ارام او سوله ييز ژوند له منځه وړی دئ . د پاکستاني حکومت او لوېدېزو هيوادونو له پراخو اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي مرستو   پر ته، اوس د دې تحميل سوي افراطيت له منځه وړل، د قبايلي زلمو او نورو سرحدي پښتنو تر وس وتلئ کار دئ .  
 


تاريخ شاهد دئ، چي افغانان خپلواک، سرلوړي، زغموونکي،  مېلمه پال او سوله دوست خلګ دي . افغانانو هيڅکله د چا پر خاوره، عقايدواو دودونو تېری نه دئ کړي؛ مګر نور د چنګېزيانو په دود په بې رحمۍ او وحشت سره د هغوی په نسل وژنه اخته دي  . 
 


د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه، د ملګرو ملتو د سازمان  د سياسي او مدني  حقوقو تړون،  د ملګرو ملتو د سازمان  د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حقوقو تړون او داسي نور معتبر  بين المللي اسناد ټول په صريح نصوصو او احکامو سره بشري  حقوقو او ازادۍ  تضمينوي؛ خو په بدمرغۍ سره ګورو چي  په دې رټېدلې خاوره کي، زموږ د خلګو له روا حقوقو او ازاديیو سره څه چلند کيږي؟ عجبه لا دا چي د هيواد  د تپل سوي اساسي قانون په ډېرو مادو او فقرو کي هم  د ملي واکمنۍ د ساتني او منل سوو بشري حقوقو  د خونديتوب  په اړه  روښانه حُکمونه ليکل سوي دي؛ مګر  په عمل کي هر څوک ویني، چي د پردو په خوښه جوړ سوی اساسي قانون تر هر چا مخکي په خپله د پردو لښکرو، د کابل د تپل سوي حکومت او هغو جنايتکارانو له خوا تر پښو لاند ي کيږي، چي د امريکايي يرغل له برکته د خلګو په ځان، پت او مال لوبي کوي؛ تر اوسه هم په هيواد کي د زور واکانو د شخصي محبسونو کيسه ختمه نه ده ؛ هره ورځ د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د زموږ د خوندو پر پاکه لمن د جنګي ډلو ټپلو د جنسي تېرييو خبرونه خپرېږي؛ او زموږ د رټېدلو وطنوالو له بشري حقوقو څخه د داسي سرغړونو فهرست خورا اوږد دئ . 
 


د پردو په توپ او ټانک غره واکدارانو د خپلو ملي ضدخدمتونو په بدل کي د هيواد وياړلې تاريخي سيمه ( شېرپور ) په زور او بې شرمۍ سره  لاندي کړه؛ او په خپلو چټلو پيسو يې هلته  داسي ماڼۍ جوړي کړې، چي ځيني يې  يوازي د سوداګرۍ او ګټي وټي له پاره، بهرنييو حکومتي او غير حکومتي مؤسسو ته  په کرايه ورکړل سوي  دي . 
 


د ايله جاري ملېشو قومندانانو او وطن پلورونکو سياسي دلالانو د هيواد په هر ولايت، هر ښار او هر سيمه کي دخپل توپک او برچې له زور سره سم، د دولت او خلګو پر قانوني شتمنييو خېټي اچولي دي ؛ داسي ډېر مثالونه سته، چي زموږ رټېدلي او بې وسه هيوادوال له خپلو قانوني سندونو سره په دې او  هغه دولتي اداره کي دخپلو ملکيتونو د بيا تر لاسه کولو په هيله ګرېوانونه څيري، چغي او بوغاري وهي، خو د پردو په وسلو او پيسو مست واکمنان يې له مشره تر کشرهيڅوک غاو نه کوي؛ د دولت ځيني لوړ اراکين هم د مافيايي ډلو له خوا د مځکو د لاندي کولو، زور زياتييو، حق تلفييو، پر خپلسر ودانيیو، اختلاس، رشوت اخيستني او لسګونو نورو غير قانوني عملونو يادونه کوي؛ خو په ټول هيواد کي داسي  مقام نسته، چي د قانوني او وطني مسووليت په منلو سره سرغړوونکي د قانون منګلو ته  وسپاري؛ حق، حقدار ته و سپاري .  
 


عجبه خو دا چي څه موده مخکي د افغانستان د عامه ګټو او عامه نظم د ساتني تر ټولو لوړ مقام ( لوی څارنوال ) په خپله د سپين سترګو  زور واکانو له بې شرمانه تيري سره مخامخ سو؛ د کورنۍ له غړو سره يو ځای يې پر موټر ډزي وسوې . د دې  ځورونکي پېښي خبر،  پر افغانانو سربېره د پردو لښکرو تر غوږو هم ورسېد. بېچاره څارنوال که هر څو د قانوني چلند او مجازاتو خبري وکړې؛ خو هيچا يې  په خوله پياز ميده نه کړه؛ نو ځکه يې وروسته په عاجزۍ سره د  مجرمینو د بخښني پرېکړه اعلان وکړه؛ لوی څارنوال  تر ډېرو فضيحتونو او رسوايي ګانو وروسته  کار پرېښود؛ خو زور واک مجرمين دخپلو بهرنييو حاميانو او کورنييو ايله جاريانو له برکته په جګه غاړه ژوند کوي .  
 


اوس نو هر څوک په اسانۍ سره قضاوت کولای سي، که په ملک کي د قانون، عامه نظم او عامه ګټو د ساتني تر ټولو لوی مقام له داسي فضيحت او رسوايۍ سره مخامخ وي، د نورو بېوزلو هيوادوالو به څه حال وي ؟! 
 


د کابل مزدوره اداره اوس له داسي کړکېچنو تضادونو سره لاس او ګرېوان ده، چي زياتره غړي يې له يوې خوا د بې واکه ادارې پر لويو چوکييو ناست دي؛ او له بلي خوا په راتلونکو سياسي پرمختګونو کي د خپلو ناولو ګټو د تضمين له پاره د « ملي جبهې » په څېر  پوځي –  سياسي  سازمانونو کي سره را ټول سوي دي؛ او هره ورځ په نوو توطيو او دسيسو لاسونه پوري کوي . که په هيواد کي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو بريدونه  زورور سي، دوی هم سمدلاسه  مطبوعاتي خبرتياوي خپروي؛ کنفرانسونه جوړوي؛ او له مخالفينو سره د خبرو اترو پر اړتيا ټينګار کوي؛ خو کله چي  په هيواد کي سياسي او پوځي حالات د بهرنييو پوځونو په ګټه روان وي، هغه مهال بيا نه د مسألې  سياسي حل غواړي؛ او نه د پردو لښکرو په مزدورۍ او ملګرتيا د شرم څه احساس کوي . د دې بې ايمانه او بې اصولو جنګي قومندانانو، سياسي  او مذهبي دلالانو سترګي تل د علافانو په څېر د تلي سپکوالي او دروندوالي ته پاته وي .  
 


د افغانستان د اوسنۍ ادارې تر ټولو لوی دوښمنان په حقيقت کي د هغې خپل غړي او پلويان دي . په دې تحميل سوې  اداره کي شاملي نا متجانسي ډلي ټپلي له دولتي وسلو، پيسو او نورو امکاناتو څخه د يو بل پر ضد استفاده کوي . په هيواد کي روانه جګړه هغو ته د ګټي وټي دېره ښه فرصت دئ . له دې امله په لوی لاس کوښښ کوي، چي هيڅکله د جګړې لمبې کرار کرار نسي .  
 


د لمر په څېر روښانه ده، چي د دولت په بېلابېلو اورګانونو کي زياتره واکمن کسان  زموږ د وياړلي  هيواد ( افغانستان ) د لوړو ګټو پر ځای د پرديو  دولتونو جاسوسي سازمانونو ته کار کوي . هغه دولتي اداره، چي د هيواد د ملي مسألو او ملي ګټو په وړاندي يوه تګلاره، يو زړه او يو اواز و نه لري، څنګه کولای سي  زموږ  د وران هيواد د بې شماره کړاونو په  له منځه وړلو کي اغېزمن کار وکي؟  
 


د نړيوالي ټولني له ميليارډو ډالرو مرستو سره سره، په هيواد کي  د ژوندانه  شرايط ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دي . امنيتي حالات  په ټول هيواد خاصتاً جنوبي، ختيزو ، جنوب ختزو او جنوب لوېدېزو ولايتونو کي ورځ په ورځ خرابيږي . د ازادو  قبايلو او  ځينو پاکستاني   سيمو په ګډو ن، زموږ د هيواد زياتره برخي د بهرنييو لښکرو د ړندو بمبارييو او ځان وژنکو بريدونو په سرو لمبو کي  سوځي؛ د افغانستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي د وزګارتيا، بې کورۍ، ګرانۍ او نورو اقتصادي مشکلاتو له امله د مړيني تر حده رسېدلي دي؛ خو نړيواله ټولنه اود افغانستان بې کفايته اداره تر اوسه د خلګو داساسي ستونزو د ليري کولو له پاره هيڅ علمي او ګټوره کړنلاره نه لري .   
 


دا چي ولي، د نړيوالي ټولني له سترو اقتصادي مرستو سره سره، په څه کم اوو کلو کي د عامو خلګو په ژوندانه کي ګټور بدلونونه نه دي را غلي ؟ تر ټولو لوی علت دا دئ، چي د هيواد ټول اقتصادي نظام د يوې خطرناکي مافيايي ډلي له خوا اداره کيږي  . دا مافيايي ډله د چټلو پيسو، سياسي او پوځي واک او بهرني ملاتړ په لرلو سره، زموږ د ټول هيواد پر ټول اقتصادي نظام حکومت کوي . د دې کفنکښي مافيا غړي په دولتي دستګاه کي  د خپلي سياسي او پوځي نفوذ له لاري  په ډېر سراښتوب او رويتوب سره هلي ځلي کوي، چي د دولت کارخانې، فابريکې او نوري ډول ډول اقتصادي مؤسسې په لوی لاس د ورانۍ، ډېواليتوب او ناکامۍ خوا ته بوزي؛ او بيا يې د غلا د مال په بيه، په ناروا پيسو رانيسي . « آريانا افغان هوايي شرکت  » يو له هغو مهمو دولتي تصدييو څخه دئ، چي سره له ټولو بهرنييو مرستو په څه د پاسه شپږو کلو کي بيا هم پر پښو و نه درېد .  
 


د افغانستان تپل سوې اداره، د دولت په پخوانييو اقتصادي تأسسياتو کي خلګو ته د کار موندني پر ځای، سمدلاسه  ټولي دولتي مؤسسې پر خپلو سياسي او اقتصادي ملګرو ليلاموي؛ او دا لړۍ تر اوسه خورا په زور کي روانه ده .  ټول خلګ د سر په سترګو ګوري، چي د ګوتو په شمېر څو کورنۍ د خپلوناروا پيسو، سياسي رسوخ او برچې په زور، د دې رټېدلي هيواد د کونډو او يتيمانو مال په خپلو منځو کي سره وېشي؛ او په دې ځنګلي وېش سره د خپلو ځاني او ګوندي ګټو د لا ډېروالي له پاره هڅي کوي . حقيقت دا دئ، چي په دې جنګ ځپلي ملک کي غل، قاتل، پوليس، څارنوال او قاضي ټول يو سړی دئ . په بله وينا، د پيسو خاوندان، سياسي مداريان، جنګي قومندانان، د دين ټيکه داران  ټول يو له بله پخې اړيکي لري؛ ځينو يې د اسلام او جهاد او ځينو نورو يې د سوسياليزم او ډيموکراسۍ په نامه  د مليونونو کور وران کړ؛ خو د دوی په منځ کي د ګټو هيڅ اختلاف نسته .  
 


زموږ  ربړېدلو خلګو  په دېرش کلن تپل سوي جنګ کي دپردو يرغلګرو او لاس پوڅو حاکمانو له لاسه د سر په کاسه کي اوبه وچښلې؛ خواږه عزيزان يې له لاسه ورکړه؛ کور، دوکان، مځکه ، باغ يا نوري شتمنۍ يې لوټ او کنډواله سوې؛ په پردو هيوادونو کي يې د پردېسۍ دردناکي شپې او ورځي تيري کړې او لايې تېروي؛ په بې وزلييو او هردم شهېدييو کي و ايشېده؛ اولادونه يې له  زده کړي، روغتيا او نورو انساني حقوقو بې برخي پاته سوه . په لنډه توګه، په دې کړېدلي وطن کي له څو روس پلوه پلورل سوو مزدورانو، تنظيمي سوداګرو او توپک واکانو پرته، هر چا ته د سر او مال ستر زيانونه ورسېده؛ او لا تر اوسه رسيږي؛ مګر د افغانستان د د ېرش کلني جګړې په ټولو خواوو کي بې ضميرو دلالانو په بېلابېلو نومونو د خلګو د سرونو او وينو  په بدل کي ځانو ته ماڼۍ جوړي کړې؛ او تر اوسه يې د اتوره سوداګري ښه په خوند کي روانه ده .


 


د امريکا په مشرۍ  بهرني هيوادونه او د کابل بېواکه اداره، په افغانستان کي ځيني سياسي پروژې؛ لکه د اساسي قانون تصويب، د ملي شورا جوړول ، د سياسي ګوندونو  فعاليت، د مطبوعاتو ازادي او داسي نور د خپلو لويو برياوو په توګه تبليغوي .  په داسي حال کي، چي دا پروژې اساساً د عامه غولوني او پروپاګنډ د وسيلو په توګه جوړي سوي دي؛ او خلګو ته يې په ژوند انه کي هيڅ خير او ګټه نه ده رسېدلې . د دې سياسي او تبليغاتي مؤسسو جوړښت، ماهيت او هدفونه هرچا ته روښانه دي .  
 


شک نسته، چي د سترو ملي او وطني مسألو د حل له پاره د لويي جرګې جوړول، داساسي قانون او نورو ضروري قوانينو تصويب او چلند، د ملي پارلمان جوړول، د سياسي ګوندونو ازاد فعاليتونه، د مطبوعاتو ازادي او داسي نور پر خپل ځای خورا  ارزښتناک کارونه دي؛ مګر دا پرمختګونه تر هغه وخته هيڅ ګټه نه لري، چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي د وينو والې رواني وي؛ خلګ د جګړو او نا ارامييو په لمبو کي هره ورځ خپل هست ونېست  له لاسه ورکوي؛ لوږه، بې کاري، بې کوري، ناروغۍ، اختلاس،بډي اخيستل،  چور، چپاو، تنظيم پالنه، سمت پالنه او ډېر ي نوري ستونزي د دې جګړه ځپلي هيواد تاداو لړزوي .  
 


که په ټولنه کي بشپړه سوله او امنيت نه وي، ايا  دا ممکنه ده چي لويي جرګې، پارلمان او نورو تش په نامه انتخابي اورګانونو ته د خلګو ريښتني، کارپوه او وړ استازي لار ومومي ؟


د دې پوښتني په جواب هر څوک پوهيږي . زموږ هيوادوال ټول شاهدان دي، چي د توپک او برچې، چټلو پيسو او سياسي ټګييو په فضا کي، د افغانستان د تش په نامه ملي شورا دواړي جرګې او ولايتي شوراوي له څه ډول کسانو ډکي سوې ؟  
 


له دې عيني واقعيته هيڅوک سترګي نسي پټولای، چي په هر تقنيني اورګان کي له څو ګوتو په شمېر کسانو پرته بايد د تش په نامه ملي شورا د دواړو جرګو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) او ولايتي شورا وو زياتره غړي، د واکمن حکومت له ډېرو بدنامو او کرغېړنو څېرو سره يو ځای د  دې کړېدلي ملت په وړاندي د خپلو خطرناکو جرمونو له کبله،  د خلګو په  محکمه کي ولاړ وای؛ او د خپلو جنايتونو حساب يې ورکولای؛ اما په ډېري خواشينۍ سره، چي د افغانستان د بربادۍ دا               مالوم الحاله څېرې اوس د امريکايي يرغل له برکته  يا د هيواد د ملي او ولايتي   شوراوو غړي دي، يا يې د هيواد دلويو دولتي چارو واګي په لاس کي دي؛ او په ډېري بې رحمۍ د کړېدلو افغانانو پر وينو سوداګري کوي .  
 


اوس نو هر څوک د دې پوښتني په اړه قضاوت کولای سي، چي ايا زموږ کنډواله او په وينو لړلئ مېنه يا هغه هيواد چي هره ورځ د راز راز انسان وژنکو وسلو په اور کي سوځي، په ریشتيا سره دغه راز پارلمان او ولايتي شوراوو ته اړتيا لري؟  
 


تاسي د افغانستان وياړلي تاريخ ته په يوه سرسري نظر وګورئ! د ميرويس خان نيکه او احمدشاه بابا په زمانو کي، نه په اوسني مفهوم اساسي قوانين وه؛ او نه هم پارلمان او انتخابات ؛ خو بيا هم خلګو هر چيري په سوله او امنيت کي ژوند کاوه . خلګو د اسلام د سپېڅلي دين  د حُکمونو او د دې وطن د ډېرو لرغونو او وياړلو دودونو په رڼا کي بېله هر ډول بېري او ګواښه  خوشاله ژوند لره ؛ د ټولو خلګو ( مسلمان او غير مسلمان ) پت او مال په بشپړه توګه خوند ي ؤ؛ د هيچا اولادونه او عزيزان له لوږي،  وزګارتيا، بې کورييو او بې عدالتيیو له امله نه مړه کېده ؛ د قوم، ژبي،  دين، مذهب، سيمي او داسي نورو پر بنسټ د دې خاوري د وګړو تر منځ هيڅ راز توپير او امتياز نه ؤ؛ د خلګو حقوقو او ازاديیو ته تل  د اسلام د سپېڅلي دين او وياړلو افغاني دودونو په رڼا کي درناوی کېده . . . 
 


په دغو ملي او ولسي حکومتونو کي که د حضرت عمر فاروق ( رض ) په څېر عدالت او انصاف نه ؤ، نو د امنيت، قانونيت او عدالت په چارو کي د معاصرو هيوادو تر  سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظامونو هم چندان وروسته پاته نه وه . سربېره پر دې د هيواد معاصر تاريخ په ځينو نورو دورو کي هم دغه راز مثالونه لږ نه دي .  
 


زموږ هيوادوال پوهيږي، چي ظاهر شاه تر شاوخوا درېرش کاله سلطنت وروسته، نوی اساسي قانون تصويب او نافذ کړ؛ داوود خان د خپل جمهوريت په وروستييو کلونو کي اساسي قانون تصويب کړ .  دا چي دا اساسي قوانين څنګه تصويب سوه؟ د هيواد هر  وګړي ته څونه په زړه پوري وه ؟ او تر کومه حده  عملي کېده ؟ ټوله هغه پوښتني دي، چي  څېړنه او شننه يې د دې لنډي مقالې تر حوصلې وتلې ده ؛ خو هيڅوک د دې خبري په سموالي کي شک نه لري، چي د دې اساسي قوانينو تر تصويب او چلند مخکي هم زموږ په هيواد کي د قانونيت اثار له ورايه څرګنده وه ؛ سوله او ثبات ټينګ ؤ؛ د خلګو اساسي حقوق او ازادۍ تر ډېره ځايه خوندي وې؛ او خلګو په باور سره ژوند کاوه . 
 


د دغو رژيمونو اساسي قوانينو، په حقيقت کي يوازي د خپلو دولتي نظامونو پخواني نظم او اړيکو ته قانوني بڼه ور کړه . البته دا خبري په دې مانا نه دي، چي د ظاهر خان او داوود خان په دولتونو کي هر څه ګل او ګلزار وه . برعکس، دې دواړو رژيمونو سره له ځينو ښېګڼو او صفتونو، خورا ډېر ي نيمګړتياوي ، مشکلات او تضادونه هم لرل، چي څېړنه او شننه يې د غټو کتابونو ليکل غواړي . 
 


د ظاهر خان او داوود خان د رژيمونو پر خلاف نن ګورو، چي زموږ رنځېدلي خلګ له تش په نامه         « اساسي قانون  »، « منتخب پارلمان »، « منتخب حکومت »، ازادو مطبوعاتو، بشري سازمانو، مدني ټولنو او تر هر څه مخکي  ميليارډو  ډالرو بهرنييو مرستو  سره سره په نس نه دي ماړه ؛ عزت او شتمنۍ يې نه دي خوندي؛  هره ورځ  په خپلسرو بمبارييو کي په خاورو او وينو لړل کيږي؛ کلي او کورونه يې ورانيږي؛ او تر ټولو خوشينوونکې خو لا دا چي زموږ پر مظلومو خلګو دا چپه مېچني د هغو هيوادونو د سياسي استازو او لويو لښکرو په حضور کي څرخي، چي هر يو يې ځان په نړۍ کي د بشري حقوقواو ډيموکراسۍ تر ټولو ستر او غوره مدافع  ګڼي . دا خبره هر چا ته د منلو وړ ده، چي  خلګ د « اساسي قانون  »، « منتخب پارلمان » ، « منتخب  حکومت » او داسي نورو وچو سياسي او حقوقي مفاهيمو پر ځای  له امنيت، قانونيت، انصاف ، يوې ګولې ډوډۍ، کار، کور، مکتب، پوهنتون، روغتون، دوا، ډاکټر او داسي نورو ورځنييو اړتياوو سره مينه لري .  
 


د همدې استدلال پر بنسټ، د اساسي قانون په نامه د ګرمو او نرمو  خبرو يو شکلي سند، د ملي شورا په نامه د تپل سوو کسانو يوه نامشروع جرګه او د ازادو خپرونو په نامه څو ورځپاڼي، جرېدې، مجلې يا د راديو او تلويزون څو شبکې، هيڅکله په يوازيتوب سره زموږ د ټولني ژور او هر اړخيز دردونه نه دوا کوي . په بله ژبه اساسي قانون ، پارلمان ، خپلواکه قضايي قوه او نوري ډيموکراټيکي مؤسسې يوازي هغه وخت واقعي مفهوم او اززښت  پيدا کوي، چي نه يوازي د خلګو د و واقعي غوښتنو او پراخ ګډون پر اساس جوړ سوي وي؛ بلکي ټولو خلګو ته  د ټولنيز  ژوندانه  په  بېلابېلو برخو کي  عملي ګټه ورسوي .  
 


زموږ  ټول وطنوال شاهدان دي، چي نه د پردو په سپارښتنه جوړ سوي اساسي قانون، نه تش په نامه ملي  او ولايتي شوراوو او نه هم نورو په اصطلاح بشر ي، مدني او ډيموکراټيکو ادارو، زموږ د خلګو د اساسي ستونزو او اوږدو خوارييو په له منځه وړلو کي عملي مرسته کړې ده .  
 


هغه اساسي قانون، چي احکام يې د هيواد پر ټولو خلګو يوشان  تطبيق نه سي؛ او په هغه کي هر مُسجل حُکم اجرايي ضمانت و نه لري، له يوې غوولونکي  کتابچې پرته څه ارزښت لري ؟  د ملي شورا، ولايتي شوراوو او داسي نورو په شان  تش په نامه سياسي او حقوقي ادارې، يوازي په هيواد کي د واکمني لاس پوڅي ادارې د مشروعيت له پاره بې ګټي هڅي دي او بس .  
 


ملي پارلمان او ولايتي شوراوي هغه  وخت مشروع اورګانونه ګڼل کېدای سوای، چي د خلګو د ازادو او منصفانه انتخاباتو له لاري جوړ سوي وای؛ د دغو منتخبو اورګانونو د استازو او ولسي پرګنو تر منځ نيژدې او پياوړي اړيکي وای؛ او منتخبو استازو يې د هيواد لوړو ملي ګټو ته په پاملرني سره شپه او ورځ د خپلو مؤکلينو د روا حقوقو او غوښتنو  په لاره کي نه ستړي کېدونکي کوښښونه کولای . حال داچي د دغو تش په نامه منتخبو ادارو غړي زياتره زموږ د ټولني هغه توري او کرغېړني څېرې دي، چي په منتخبو ملي ادارو کي د استازيتوب پر ځای بايد د افغان ملت په وړاندي د خپلو څرګندو جنايتونو له امله، په ملي او بين المللي محکمو کي محاکمه سوی وای؛ هغوی  د خلګو په رايو نه بلکي د  خپلو وسلو، چټلو پيسو او پردو بادارانو په ملاتړ د ملي شورا او ولايتي شوراوو غړيتوب ته رسېدلي دي؛ له مؤکلينو سره د پياوړو اړيکو پر ځای،  هغوی ته د مخ ښکاره کولو جرأت نه لري؛ د افغانستان لوړو ګټو ته د وفادارۍ پر ځای، تل خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته چوپړ کوي ( البته په ملي شورا او ولايتي شوراوو کي د ځينو ريښتنو ولسي استازو حساب له دې ډلي څخه بېخي بېل دئ . ) 
 


اوس دي نو هر حقپال افغان له خپل ضمير او وجدان سره سلا وکړي، چي دغه راز تش په نامه اورګانونه څنګه قانوني مشروعيت موندلای سي ؟  او دغه  په اصطلاح منتخب اورګانونه بې قانوني مشروعيته، څنګه کولای سي  په هيواد کي د سراسري سولي، قانوني حکومت او  ملي ګټو له تحقق سره مرسته وکي ؟  
 


دې ټولو پوښتنو ته د جواب  له پاره بيا هم  د هيواد د سياسي تاريخ  ورستييو پېښو ته يوه ځغلنده کتنه کوو . ټولو ته مالومه ده، چي د داوود خان جمهوريت د کودتا له لاري منځ ته راغی .  په دې دولت کي د « ولسي جرګې »، « مشرانو جرګې  »،  « ولايتي جرګو »، «  خپلواکي قضاييه قوې » او داسي نورو په شان ډيموکراټيکې مؤسسې نه وې؛ او نه هم  د بشري سازمانونو، مدني ټولنو په څېر خپلواکو سازمانونو فعاليت کا وه؛  خو سره له دې هم په ټول هيواد کي د قانون حاکميت او درناوی تر نن ډېر پياوړی  ؤ . نن هره شېبه د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو نارې سورې وهل کيږي؛ مګر په عمل کي د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو ټول اساسات تر پښو لاندي دي .  خواشينوونکې لا دا چي په افغانستان کي مېشتو بهرنييو پوځونو او دهغو تپل سوي ادارې  تر هر چا د اساسي قانون احکامو ته زيات سپکاوی او بې حرمتي کړې ده .  
 


د افغانستان د زړورو خلګو د روا او مېړني جهاد پومبه يي پهلوانانو او رنګارنګ ټيکه دارانو د روان کال د ثور د اتمي نېټې په مراسمو کي د ډزو او اړ و دوړ پر مهال ټولي نړۍ ته خپله مړانه او زړورتيا وښووله .  که بل څوک د دوی پر ځای وای له شرمه به يې ځانونه وژلي وای ؛ پر مخونو به يې ناړي تو کړي وای؛ او هيڅکله به بيا د خلګو مخ ته نه وای درېدلي؛ خو د افغانستان د مجاهد ولس د وينو او قربانييو دا بې غيرته دلالان اوس هم په  جګه غاړه ګرزي؛ او ځانونه د اسلام، هيواد او خلګو تر ټولو غوره ساتونکي ګڼي . په ولسي جرګه کي د هيواد د فاعي او امنيتي چارو د بې کفايته مسوولينو د استيضاح په غونډه کي، د بېلابېلو جګړه مارو تنظيمونو استازو ، يو پلا بيا ټول ملت ته په ډاګه وښوول، چي هغوی له خپلو تنظيمي اړيکو پرته د ملي ګټو او وطني مسووليتونو په نامه هيڅ شی نه پېژني . د بې کفايتۍ، بې مسووليتۍ او قدرت غوښتني مثالونه کله کله  په نورو هيوادونو کي  هم تر سترګو کيږي؛ خو د کابل د اوسنۍ لاس پوڅي ادارې  زمامدارانو په دې ټولو ناروغييو کي له هر چا لمبر ګټلئ دئ .  
 


نو ځکه ناڅاپي نه ده، چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي د بهرنييو پوځونو او دهغو د تالی څټي  ادارې پر خلاف د خلګو چغي تر اسمانه پورته سوي دي؛ او د اعتراض دا څپې ورځ په ورځ پسي پراخيږي . د افغانستان ګوډاګی دولت  يوازي د بهرنييو عسکرو د وژنکو وسلو او  بې شماره پيسو په زور خپل عمر ته دوام ورکوي . د امريکا په مشرۍ نړيوالي ټولني هم له خپل مستقيم مسووليت سره سره زموږ د مظلومو خلګو د دې زړه لړزونکي وضعي او کړکېچن حالت په اړه غوږونه کاڼه اچولي دي . د افغانستان ټول  هيوادپال او ربړېدلئ ولس د پردو لښکرو د وحشيانه بمبارييو او د هغوی د تپل سوي  ادارې له بې عدالتييو، حق تلفيیو او بې کفاتييو پزي ته رسېدلي دي . زموږ ستم ځپلي خلګ نور له دې بې کفايته او بې مسووليته حکومت څخه په بشپړه توګه نامېنده سوي دي  . 
 


يادو سوو ټکوته په ژوري پاملرني سره، زموږ په وران او غم ځپلي هيواد ( افغانستان ) کي د يوه پياوړي ملي حکومت جوړول، د وخت تر ټولو مهمه او عاجله غوښتنه ده .  بايد نور پرېنږدو، چي د دغي تپل سوي جګړې  اور د افغاني  ټولني ټول تاداو او بنسټ  و نړوي؛ زموږ د وياړلي او تاريخي هيواد مځکنۍ بشپړتيا، سياسي استقلال او ملي واکمني د نابودۍ له خطر سره مخامخ سي؛ او په پای کي زموږ د زړور پلرونو او نيکونو دا ستر ميراث د پردو په لاس کېښوزي . له دې امله،  په هيواد کي  د يوه غښتلي ملي او ولسي حکومت سمدستي جوړول،  د اوسنييو غملړلو سياسي او امنيتي حالاتو د عادي کېدو او په هيواد کي د ټولو وروڼو قومونو او سياسي ځواکونو تر منځ د ملي يووالي    يوازنۍ لاره ده .   
 


دا چي ملي حکومت بايد څنګه جوړ سي؟ څه بڼه ولري ؟ څه چاري پر مخ بوزي ؟ او څنګه د ټولو افغانانو ملاتړ تر لاسه کړي ؟  له څه ځينو جزيياتو سره په راتلونکي بحث کي څېړو . 
 
 


په افغانستان کي د يوه منلي ملي حکومت د جوړېدو او پايښت لاره 


د هيواد په بېلابېلو برخو کي زموږ  د بې ګونا وطنوالو د بې رحمانه وژنو  زياتېدونکی بهير،  په هيواد کي د ناامنۍ، لوږي، کاختۍ ( قحطۍ ) بې کورۍ، بېکارۍ، ناروغييو او لسګونو نورو اساسي ستونزو په وړاندي د بهرنييو پوځونو او د هغوی د لاس پوڅي ادارې بې وسي او بې مسووليتي، ټول په کلکه د دې غوښتنه کوي، چي ژر تر ژره بايد په هيواد کي د يوه ملي او ولسي حکومت په جوړېدو لاس پوري سي  .  په افغانستان او حتا ټوله سيمه کي د سولي او ثبات ټينګښت او زموږ په ورانه مېنه کي تر دېرش کلني تحميلي جګړې وروسته، د يوې نېکمرغه افغاني ټولني جوړول بېله ملي او ولسي حکومته ناممکن کار دئ .   
 


څرګنده ده، چي د ګاونډييو هيوادونو په ګډون د نړۍ ټول  استعماري دولتونه، هيڅکله په افغانستان کي د يوه ريښتني ملي او ولسي حکومت له جوړېدو سره مينه نه لري . هر بهرنۍ ځواک په ټينګه کوښښ کوي، چي  زموږ په وران او پاشلي هيواد کي د يوه خپلواک، ناپييلي او غښتلي ملي دولت پر ځای، خپله مزدوره او لاس پوڅې اداره ځای پر ځای کړي؛ او له دې لاري خپل ستراتېژيک پلانونه پرمخ بوزي . 
 


نن سبا د جمهوري رياست د انتخاباتو په نامه په افغانستان کي بيا د سياسي ځغاستو پاستو لړۍ پيل سوې ده . يرغلګر  پوځونه ، د سيمي لاس وهونکي هیوادونه او بېلابېلي جنګي ډلي په اسانۍ حاضر نه دي، چي زموږ په خاوره کي له خپلو تورو او کرغېړنو نخشو لاس واخلي؛ او زموږ کړېدلو خلګو ته د خپل سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي نظام  د جوړولو واک ور کړي .  
 


روسي يرغلګرو هم په لومړي سر کي د افغانستان پرېښوولو ته زړه نه ښه کاوه؛ خو کله چي يې د سره لښکر د زرګونو سرتېرو او افسرانو جنازې او د خپل  لوی هيواد د سياسي او اقتصادي نظام د را پرزېدو  خطر د سر په سترګو وليد، نو  يې د ژنيو د تړون په لاسليک کولو سره د اوړو پزه کښېښوده؛ او زموږ له حماسه جوړونکي هيواد څخه يې د خپل شرمېدلي لښکر ايستل و منل . له افغانستان څخه يې د خپلو ناکامو پوځونو تر  وتلو وروسته هم، په کابل کي د خپل ګوډاګي حکومت له پوځي او اقتصادي ملاتړه لاس وا نخيست؛ خو د روسانو هيڅ راز  سياسي، پوځي  او اقتصادي مرستو         و نکړای سوه، د کابل تپل سوې اداره له  حتمي ماتي وژغوري  .  دا ځکه چي خلګو په هيڅ ډول د غاصبو روسانو تپل سوي ادارې ته  غاړه نه ايښوده؛ دا اداره نه زموږ د خلګو په خوښه منځ ته راغلې وه؛ او نه يې هم زموږ له وياړلو دودونو سره سم، د دې وران هيواد د جوړولو او يو موټي کولو  وړتيا لرله . په کابل کي د روسانو مزدوره اداره،  په افغانستان کي د وينو تويولو او په سيمه کي د جګړو او بې ثباتييو  د دوام  يو مهم عامل ؤ .  
 


په افغانستان کي د بهرنيانو له خوا اوسنۍ تپل سوې بې واکه او بې کفايته اداره هم کټ مټ همدغه ځانګړتيا لري . دا اداره  نه يوازي په هيواد او سيمه کي د مسألو له حل سره کومک نه کوي؛ بلکي د هري ورځي په تېرېدو سره زموږ  په رټېدلي هيواد او ټوله سيمه کي د وينو تويولو او بربادييو بهير لا پسي ګړندی کوي؛ هره ورځ نوي تراژيدۍ او نوي مصيبتونه را منځ ته کوي . زموږ په ورانه مېنه او ټوله سيمه کي دا انساني ناتارونه د ډېر چټک او فوري  حل  غوښتنه کوي .  
 


بايد په ډېرو روښانه او څرګندو ټکو سره و وايو، چي د دې چاودونکو حالاتو د حل  يوازنۍ معقوله او منطقي لاره دا ده، چي په افغانستان کي ښکېل ټول بهرني دولتونه، په تېره بيا د امريکا متحده ايالات او انګلستان،  په کابل کي دا لاس پوڅې، بې کفايته او بې مسووليته اداره ژر تر ژره له واکه ليري کړي؛ د ملي شورا او ولایتي شوراوو په نامه ټول تش په نامه انتخابي اورګانونه منحل کړي؛ او د چارو واګي بېله جنګ جګړې داسي ملي جرګه ګۍ يا کمېسيون ته وسپاري، چي غړي يې د پردو د جاسوسي سازمانو پر ځای يوازي او يوازي د افغانستان ملي ګټو ته وفادار وي؛ ملي نوم او نښان ولري ؛  په روانه دېرش کلنه جګړه کي يې د هيڅ لوري ملاتړ نه وي کړی؛ د سياسي پوهي او تجربې خاوندان وي؛ او په يوه کلام کي له هره اړخه د دې غم لړلي هيواد ټولو خلګو ته د منلو وړ وي .  
 


دا مؤقته ملي جرګه ګۍ دي ډېر ژر د افغانستان د ريښتينو استازو يوه  اضطراري لويه جرګه را               و غواړي، چي د افغاني ټولني د کړکېچن سياسي، امنيتي او اقتصادي حالاتو په اړه تاريخي پرېکړي وکي .  
 


کله چي په لويه جرګه کي د هيواد د ريښتينو بچيانو  د را غونډېدو خبره کيږي، مقصد دا دئ چي هيڅوک بايد د پيسو، وسلو، بهرني نفوذ او نورو  ناروا وسيلو په مرسته  داسي جرګې ته لار پيدا نه کي .  لويه جرګه بايد د دې وياړلي خاوري د نورو لرغونو جرګو په شان د ګردو افغانانو د قربانۍ او سرښندني يوه  تاريخي غونډه وي؛ او يوازي هغه کسان  وربلل سوي وي، چي د ځاني، ګوندي ، ژبني مذهبي، قومي او سمتي ګټو په  قربانولو سره د يوه ستر ملي رسالت د ادأ  کولو واک او جرأت ولري . د لاس پوڅو رژیمونو  مشران او فعالان،  د  ورانکارو تنظيمونو مشران او فعالان، جنګي قومندانان، سياسي دلالان، د ترياکو سوداګر او رنګارنګ فرصت طلبان بايد هيڅکله دغه راز ملي او ولسي غونډو ته لاره پيدا نه کي .  
 


دا لويه جرګه بايد د تېرو رژيمونو د ځینو غولوونکو جرګو په څېر، يوې بلي تپل سوي ادارې يا تپل سوي پرېکړي ته د مشروعيت  ورکولو په خاطر نه وي را بلل سوې . بر عکس بايد دا لويه جرګه په افغانستان کي د تېرو دېرشو کلو ټولو ناخوالو ته د حل معقوله او منطقي لاره ومومي . د افغانستان  په وياړلي تاريخ کي د داسي پرتمينو لويو جرګو شمېر لږ نه دئ، چي زموږ  د زړور ملت  سرلوړو استازو په يوه لنډه، ساده او کوچنۍ غونډه کي  ډېري ستري ملي پرېکړي کړي دي .  
 


لويه جرګه دي نه د قوم، ژبي، دين، مذهب، سيمي او داسي نورو ځانګړتياوو؛ بلکي يوازي او يوازي د پاکۍ، نېکنامۍ، ريښتينولۍ، پوهي اولوړو ملي ګټو ته د وفادارۍ  پر بنسټ ، د افغان ملت له غوره استازو څخه ځيني استازي د يوه مؤقت ملي حکومت د رييس او غړو او ځيني نور د يوې مؤقتي ملي شورا د غړيتوب له پاره وټاکي، چي په ريښتينولۍ، نېکنامۍ، هيوادپالنه ، پوهه او تجربه کي تر نوره غوره وي  . 
 


لکه څنګه چي له  نامه يې ښکاري، مؤقت ملي حکومت به د هيواد  ټولي اجراييي چاري پر مخ بيايي؛ او مؤقته ملي شورابه لنډ مهاله ملي حکومت ته د هيواد د کورني او بهرني سياست په بېلابېلو برخو کي د ګټورو مشورو د وړاندي کولو تر څنګ  د اسلامي لارښوونو، نافذو ملي قوانينو ، وياړلو افغاني دودونو ، بین المللي  تړونونو او کنوانسيونونو په رڼا کي، د هغه ورځنۍ چاري  په غوَر او دقت  سره  څاري .  
 


مؤقت ملي حکومت بايد په خپله کړنلاره کي، دغو مهمو ټکو ته د لومړيتوب ځای ور کړ ي :  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد تر هر څه مخکي په هيواد کي د دېرش کلني جګړې او نااراميیو د سمدستي مخنيوي په خاطر، د اسلامي او افغاني دودونو له مخي د جګړې له ټولو هغو اړخونو سره د يو اړخيز اوربند اعلان وکړي، چي اوس له بهرنيیو لښکرو او د هغو له تپل سوي ادارې  سره په جګړو او نښتو بوخت دي . له دې سره جوخت بايد داوسنۍ ادارې له ټولو مخالفينو سره بې قيد و شرطه،  ښکاره، مخلصانه اوګټوري خبري وسي .   
 


– مؤقت ملي حکومت بايد د افغانستان  سترو ملي ګټو ته په پام سره، په هيواد کي د سولي او امنيت د ټينګښت له پاره د مخالفينو روا او معقولي غوښتني ژر تر ژره پر ځای کړي . دا کار د خلګو او دولت تر منځ د متقابل باور د زياتولو تر ټولو مهم او اساسي  شرط دئ . مؤقت ملي حکومت بايد له خپلو مخالفينو سره په جوړه او روغه کي، يوازي د افغانستان  لوړو ګټو ته په ټينګه پام وکي . 
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د هيواد د سياسي او امنيتي شرايطو  تر هر اړخيزي او ژوري څېړني وروسته، د ټولو بهرنييو لښکرو د وتلو شرايط  او مېکانيزم  اعلان کړي . بهرني پوځونه بايد په افغانستان کي د خپلي استوګني پر مهال د دې هيواد د مځکنۍ بشپړتيا ، سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او  د مؤقت ملي حکومت د پرېکړو ننګه او ملاتړ وکړي .  
 


تاريخ په وارو وارو ښوولې ده، چي افغانانو تل د خپلو مېړنيیو پلرونو او نيکونو په شان، په وينو تويولو او سرښندني سره خپله  وياړلې خاوره ساتلې ده ا وتل به يې وساتي؛ اما دا ستر ه ملي او وطني وجيبه يوازي هغه وخت ممکنه  ده، چي ټول  افغانان په يوه اواز او يوه وجود د يوه سمبال، پياوړي او هوښيار ملي وسله وال پوځ  تر شا د هيواد د فاع په مورچل کي ودرېږي . 
 


  ټولو ته مالومه ده، چي د افغانستان د اردو ، هوايي پوځ ، پوليسو او دولتي امنيت د جنګي تجهيزاتو او تخنيکي وسايلو زياته برخه په کابل او ولايتو کي د تنظيمي جګړو پر مهال لوټ او تالا سوه؛ او څه برخه يې د طالبانو د واکمنۍ  د نسکورېدو په بهير کي د امريکايي الوتکو د بمبارييو په وجه ورانه سوه . له دې امله هغه بهرني دولتونه ، چي په افغانستان کي د يوه ملي حکومت د جوړولو او په سيمه او نړۍ کي د سولي او امنيت د ټينګښت له پاره د مبارزې ادعا کوي، بايد تر هر څه مخکي زموږ ملي وسله وال پوځ ته د عصري وسلو او تخنيکي تجهيزاتو په ورکولو سره، پر دې هيواد سربېره د ټولي سیمي د سولي او امنيت په تأمين کي ارزښتناکه برخه واخلي .  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د امريکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو د وتلو د د قيقي زماني مودې له ټاکلو سره جوخت،  ټولو  هغو بهرنيیو وګړو ته هم د افغانستان پرېښوولو پرېکړه او نېټه اعلان کړي، چي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زموږ هيواد ته د « جهاد » په نامه راغلي دي . دا پردي کسان بايد د نورو نابللو پردو په څېر زموږ په کور او کلي کي د جګړو او دوښمنييو اور ته لمن و نه وهي؛ او پرېږدي چي په تپل سوو جګړو کي کړېدلي افغانان له خپلو تاريخي دودونو سره سم،  په سوله او امن کي ژوند وکي .  
 


د دې تر څنګ بايد مؤقت ملي حکومت د نړۍ له لويو قدرتونو څخه وغواړي، چي د افغانستان  د ګاونډيیو هيوادو پوځي پرمختګونو او زموږ په سيمه کي نورو خطرناکو سياسي او امنيتي حالاتو ته په پام سره، ديوه بين المللي کنفرانس په ترڅ کي د افغانستان مځکنۍ بشپړتيا ،سياسي خپلواکي او ملي واکمني په رسمي توګه تضمين کړي .  
 


په  دې توګه مؤقت ملي حکومت له يوې خوا د ائتلافي لښکرو او د هغو د افغاني انډيوالانو د بمبارولو، نيولو او ځورولو او له بلي خوا د طالبانو، القاعدې  او نورو وسله والو مخالفينو د ځان وژنکو بمونو او راز  راز  نورو ورانکارو عملونو په مخنيوي لوړ انساني او ملي رسالت پر غاړه لري . دا کار د يوې ملي او ولسي کړنلاري په غوره کولو سره ګران نه دئ .  مؤقت ملي حکومت بايد په خبرو او عمل کي وښيي، چي کولای سي له هر چا سره په روغه جوړه کي ژوند وکي؛ د هر چا روا ګټي وساتي؛ او له هر چا څخه د خپلو روا ګټو د خونديتوب غوښتنه وکي . . .  
 


زموږ ډېر هيوادوال،  په کابل کي د نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته، خونړييو تنظيمي جګړو ته په اشارې سره ،اندېښنه څرګندوي چي له افغانستان څخه به د ناټو د قواوو  تر وتلو وروسته يو پلا بيا د بېلابېلو سياسي او پوځي ډلو ټپلو تر منځ د اقتدار ورانوونکي جنګونه پيل سي؛ يو ځل بيا به کلي په کلي، کوڅه په کوڅه د وينو والې و بهيږي؛ او يو وار بيا به  تنظميي زورګيران او نوري پلورل سوي جنګي ډلي زموږ په ځان، شرف او مال لوبي وکي . له دې کبله په هيواد کي د بهرنييو پوځونو حضور پر ځای او ګټور کار ګڼي . په داسي حال کي، چي د پوځي او سياسي  برلاسي له پاره به د تنظيمي ايله جاريانو او نورو فرصت طلبانو تر منځ د احتمالي جګړو او نښتو بېره تر ډېره وخته له کړېدلو افغانانو سره ملګرې وي؛ خو زموږ په خپلواک هيواد کي د پردو لښکرو اوږد مهاله حضور هم په هيڅ ډول د منلو وړ نه دئ .  افغانانو هيڅکله خپله خاوره او ناموس په پردو نه دئ ساتلئ .  
 


حقيقت  دا دئ، چي ټول نابللي پردي زموږ د وژني  او بربادۍ اصلي عاملين دي . د کمونيزم،  اخوانيزم او  غربي ډيموکراسۍ صادر سوو ايډيالوژييو زموږ په خلګو کي د دوښمنييو او بې باورييو توخمونه وپاشل؛ همدغو مغرضو پردو په خپلو صادر سوو ايډيالوژييو او ناولو ستراتېژيکو نخشو سره زموږ ارام او سوکاله هيواد، د جګړو او ناارامييو په خطرناک مرکز واړاوه ؛ زموږ خپلواک او وياړلي هيوادوال په خپل پلرني هيواد کي  پردي  پوځونه نسي زغملای . په افغانستان کي  د ملي او ولسي فکر خاوندان د دغو دلايلو په وړاندي کولو سره، د ائتلافي پوځونو د ژر تر ژره و تلو غوښتنه کوي : 
 


– لومړی دا چي د ازادۍ، ډيموکراسۍ، بشرپالني او اقتصادي کومک په نامه راغلي بهرني پوځونه ، هر ورځ  په خپلو ړندو او وحشيانه بمباريیو سره، د هيواد په بېلابېلو برخو کي زموږ بې ګونا ماشومان، ښځي او سپين ږيري په وينو او خاور لړي؛ کورونه او کلي يې ورانوي؛ پر پت او عزت يې تېری کوي؛ په ديني عقايدو او دودونو يې ملنډي وهي؛ بې قانوني شواهدو او اسنادو يې  د طالب او القاعدې په نامه له کور او کهوله جلا کوي؛  په  تورو او غير انساني محبسونو کي يې په بېلابېلو ډولونو ځوروي . . . 
 


– دوهم دا چي پردو لښکرو په څه کم اوه کاله کي د جګړې، ناامنييو او دوښمنييو په له منځه وړولو کي هيڅ بری تر لاسه نه کړ .  هغوی نه يوازي په افغانستان کي د ګاونډيیو هيوادونو او نورو جنګي ډلو ټپلو د ورانکاريیو او لاس وهنو مخه و نه نيوله؛ بلکي د خپل پوځي حضور له امله يې د هري ورځي په تېرېدو سره په  افغانستان او ټوله سيمه کي د جنګ، نښتو او بې ثباتيیو لمن لا پسي پراخه کړه .  
 


د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعي په وړاندي د بهرنييو پوځونو دا ډول بې پروايي ،                    بې مسووليتي او بې وسي د ټولو ويښو افغانانو دا ګومان په يقين اړوي، چي په افغانستان کي مېشت بهرني پوځونه، نه زموږ په هيواد کي د سولي او ارامۍ؛ بلکي يوازي د خپلو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره پراته دي .  په بله وينا هغوی د افغانستان په کورنييو چارو کي د ګاونډييو هيوادونو او نورو تروريستي ډلو د مخنيوي پر ځای، په خپله د جنګ، ناامنۍ او بې ثباتۍ اور ته لمن وهي؛ او په دې توګه  په سيمه کي د خپل همېشني شته والي د پر ځای ښوولو له پاره جعلي او مصنوعي پلمي وړاندي کوي .   
 


کوچني ماشومان هم اوس په دې حقيقت ښه پوهيږي، چي د بهرنيیو پوځونو په ړندو بمبارييو سره، هیڅکله زموږ په جګړه ځپلي هيواد کي سوله او امنيت نسي راتلای . زموږ د بې ګونا ولس د وينو هر څاڅکی، د بې مسووليته  پردو په وړاندي د ښورښ او مقاومت پياوړي څپې پاروي . په افغانستان او ټوله سيمه کي د سولي او امنيت ټينګښت، يوې پراخي او څو اړخيزي ستراتېژۍ ته اړتيا لري، چي له بده مرغه يې په تېرو څه کم اوو کلو کي هيڅ څرک و نه ليدل سو . عجبه دا ده، چي اوسني بهرني ځواکونه  ولي د روسي يرغلګرو په وړاندي د افغانانو د ملي او ولسي مقاومت نه هېردونکي تجربې نه ور په يادوي .  د نړۍ ټول خلګ په دې پوهېږي، چي روسي مهاجمانو په خپل ټول پوځي او اقتصادي طاقت سره و نه کړای سول، د افغانانو د خپلواکۍ او هيوادپالني غورځنګ له منځه يوسي . همدې استدلال  ته په پام سره دا نتيجه اخيستله کيږي، چي بهرني پوځونه دلته د سولي او ثبات له پاره کار نه کوي . . . 
 


–  دريم دا چي پر مغرضو ګاونډيو سربېره، د سيمي ټولو  هيوادونو په افغانستان کي د ائتلافي پوځونو د حضور په پلمه، خپل  ورانکار فعاليتونه نور هم پياوړي کړي دي؛ او په خپل ټول ځواک سره هلي ځلي کوي، چي په افغانستان او سيمه کي د خپلو ستراتېژيکو ګټو د تحقق په مقصد، د ناټو پوځونو د دايمي استقرار مخنيوی وکي . د همدې دليل له مخي، افغانستان او سيمه يو ځل  بيا د بېلابېلو دولتونو د ناروا سياليیو په خطرناک بستر اوښتي دي .  
 


– څلرم دا چي دغو پردو لښکرو له خپلو طمطراقو ادعاوو او پلانونو سره سره، زموږ په وران او وينو ککړ هيواد کي، د بې وسلې کولو بهير بشپړ نه کړ .  هر څوک پوهېږي، چي د ايله جاري کسانو په لاسو کي غيرقانوني وسلې، زموږ د هيواد تر ټولو لويه او اساسي بدمرغي ده؛ خو سره له هغه هم نړيوالو ځواکونو د خپلو ستراتېژيکو نخشو له مخي د افغانانو دې روا او انساني غوښتني ته جدي پام وا نړواه .   
 


د افغانستان خلګ څنګه د ناټو ټلوالي  پر پوځي کړنلارو او پلانونو باور وکړي، چي افغانستان د وسله والو ډلو ټپلو د بشپړي بې وسلي کولو پر ځای يې هغوی په خپله توده غېږ کي نيولي دي؛ په خپله وسلې او پيسې ورکوي؛ او حتا د هيواد په شمال کي د هغو په مرسته ځانونه ساتي . 
 


که بهرنيیو لښکرو زموږ په هيواد کي ورانکاري ډلي ټپلي په بشپړه توګه بې وسلې کړي وای، په راتلونکي کي به د هيڅ راز جګړې او نا ارامۍ بېره نه وای . په دې توګه نتيجه اخيستله کيږي، چي بهرنيیو پوځونو په لوی لاس د جګړه مارو ډلو ټپلو له بشپړ بې وسلې کولو ډډه کړې ده؛ هغوی  قصداً زموږ په هيواد او سيمه کي بې ثباتۍ او بې باورۍ ته لمن وهي، تر څو اوبه تل خړي وي؛ او د لا زياتو ماهيانو د نيولو له پاره  د پلمو هيڅ کمی نه وي . 
 


– پينځم داچي بهرنييو پوځونو  زموږ د هيواد ملي واکمني له جدي خطر سره مخامخ کړې ده . د افغانستان حکومت څنګه د خپلواکۍ ادعا کولای سي، په داسي حال کي چي بهرني پوځونه يې په خاوره کي ځانته محبسونه ، توقيف خانې او د ځوروني بېلابېل مرکزونه لري .  د يرغلګرو پوځونو عسکر د افغانستان په ګوټ ګوټ، په تېره بيا پښتني سيمو کي خلګ د طالب او القاعدې په نامه نيسي؛ تر يو عالَم جسمي او مانوي ( معنوي ) ځورونو وروسته يې  بې محاکمې  د نامالومي مودې له پاره د بګرام په محبس کي اچوي؛ او يا يې په تړلو لاسونو او تړلو پښو تر هغه ځايه بيايي، چي د ټول بشري تمدن پر تندي د شرم او ننګ لکه ده  . دا ځای د وحشت ټاپو يا د « ګونتنامو » محبس دئ، چي  د نړۍ ټول ازاد او سوله دوست خلګ کرکه ځني کوي . 
 


امريکايي  او انګرېزي مقامات زياتره په افغانستان کي د  خپلو لښکرو د اوږد مهالي استوګني خبري کوي .  په کابل کي د انګليستان سفير د يوې  مرکې په ترڅ کي څرګنده کړه، چي په افغانستان کي به د د ه هيواد پوځونه د دېرشو کالو له پاره پراته وي . دا بې مسووليته خبري په ډاګه  ثابتوي، چي بهرنييو پوځونو ته  د افغانستان  ملي واکمني او د افغانانو پرېکړي  د يوې تنګې ارزښت نه لري .  که بهرني پوځونه زموږ خاوري ته پر خپلسر راننوزي؛ پر خپلسر وزي؛ او د خپلي استوګني په ترڅ کي يوازي خپله خوښه پالي، دلته نو د افغانستان خلګو او دولت ته د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ په نامه څه پاتيږي ؟ دې ډول پوچو خبرو او عملونو، د ټولو خپلواکو او هیوادپالو افغانانو ملي غرور ته سخت زيان رسولئ دئ .


 


–  شپږم دا چي همدې بهرنييو پوځونو د خپلو وسلو او پيسو په زور، زموږ پر ځورېدلي ملت داسي خونخور مزدوران واکمن کړي دي، چي بې وژلو، ورانيیو او لوټولو بل کار نه لري . افغانانو به هغه وخت د بهرنييو پوځونو احسان مانه، چي په افغانستان کي د اوسنييو جنګي ډلو، لوټمارو  او جنایتکارو پر ځای د يوې ملي او ولسي ادارې په جوړولو کي مرسته کړې وای .  
 


–  اووم دا چي دې يرغلګرو لښکرو، د خپل پوځي او سياسي حضور په څو کلنه دوره کي د افغانستان او سيمي خلګو ته څه په زړه پوري کار نه دئ کړی . د عامو خلګو ژوند د جګړې، ناامنيیو، زورزياتييو، لوټمارييو، اداري فساد، اقتصادي ستونزو او داسي نورو ټولنيزو ناروغيیو له کبله  ورځ په ورځ د دوږخ بڼه اخلي . 
 


–  اتم داچي ائتلافي پوځونود خپل پوځي او نظامي موجوديت په څه کم اووه کلنه موده کي د افغانستان، سيمي او نړۍ د يوې لويي ستونزي په توګه، د ترياکو د توليد او سوداګرۍ په له منځه وړلو يا لږولو کي هيڅ بری تر لاسه نه کړ . د طالبانو په واکمنۍ کي د ترياکو توليد او سوداګري د نابودۍ په حال کي وه؛ خو اوس د شپږ دېرشو هيوادو له توپ او ټانک، الوتکواو توغندييو، عسکرو او  استخباراتو سره سره هر څه سر اخيستی دئ ! 
 


حقيقت دا دئ، چي د ترياکو په توليد او سوداګرۍ کي د افغانستان او سيمي پر مافيايي ډلو سربېره، ائتلافي قواوي هم خورا لوی لاس لري .  د افغانستان  ترياک د جنګ او ناامنييو، پيسو او ګټو وټو ډېره لويه سرچينه ده؛ نو ځکه يې د نابودۍ او لږولو  پر ځای ډېرښت او پراختيا ته کار سوی دئ . د ترياکو توليد او سوداګرۍ که کورنۍ او بهرنۍ مافيا ته لويي ګټي رسولي دي؛ خو زموږ هيواد او سيمه يې له سخت کړکېچ سره مخامخ کړې ده . د همدې ترياکو او نورو مافيايي فعاليتونو په سبب، زموږ په هيواد کي د هستمن اونېستمن تر منځ واټن ورځ په ورځ پراخيږي . بېوزلي خلګ د شپې په تېر پوري اريان دي؛ خو د ترياکو سوداګر د پاچاهانو او اميرانو په شان ژوند کوي .  د ترياکو توليد او سوداګرۍ  نه يوازي  په افغانستان او سيمه کي د ميليونو ځوانانو ژوند تباه کړی دئ؛ بلکي په لسګونو نورو جرمونو او ناروا عملونو ته يې هم لاره پرانيستې ده .  
 


د همدې دلايلو له مخي ګورو، چي يوازي د افغانستان  لاس پوڅي واکمنان  د رنګارنګ خنډونو او پلمو په  را منځ ته کولو سره تلاښ کوي، د بهرنيیو لښکرو د جنګي ماشين او مالي مرستو په زور زموږ پر ځورېدلو خلګو حکومت وکړي . هغوی ته له خپلو ځاني، ګروهي او ګوندي ګټو پرته زموږ د بې ګونا خلګو ويني او قربانۍ، لوږي او دربدرۍ، بې پتۍ او هر دم شهيدۍ هيڅ ارزښت نه لري، نو ځکه  په بې شرمۍ سره  غواړي د تاريخي مزدورانو-  شاه شجاع او ببرک کارمل په شان د اسارت او مريیتوب تر بيرغ لاندي ژوند وکړي . که له حقيقت او انصاف څخه سترګي پټي نسي، نو حامد کرزی او د هغه ډله ټپله په بې ايمانۍ، بې زړه توب، بې مسووليتۍ او بې کفايتۍ کي  تر شاه شجاع او ببرک کارمل هم اوښتي ده .  
 


د افغانستان غيرتمن او خپلواک ملت نور د دې ځورونکو شرايطو دوام نسي زغملای؛ زموږ وياړلې او تاريخې مېنه له ستر او بې ساري کړکېچ سره مخامخ ده . له دې غمړلي بحران څخه د جګړه ځپلي افغانستان ژغورنه، يوازي  يو ملي او ولسي فکر غواړي او بس . 
 


نيژدې اوه کاله تېرېږي، چي د نړۍ د ستر پوځي –  سياسي بلاک د شپږ دېرشو هيوادو عسکر  له خپلو پرمختللو وسلو او درستو سره  پاخه ناست دي؛ مګر امنيتي حالات دونه خړپړ دي، چي د کابل په دېرش کيلومترۍ کي پراخ جبهي جنګونه کيږي . د دې خبري مانا دا ده، چي بهرنييو پوځونو نه يوازي د امنيت په چارو کي زموږ خلګو ته هيڅ ګټه نه ده رسولې ؛ بلکي په خپل حضور سره يې زموږ دخلګو ژوند لا تريخ کړی دئ . 
 


په دې ډول ، د بهرنييو پوځونو وتل، کولای سي  په افغانستان  او سيمه کي د سولي او امنيت  له ټينګېدو سره مرسته وکړي؛ خو  دا کار د سترګو په رپ کي نسي کېدای . همدې بهرنيیو پوځونو په  خپل راتګ سره  زموږ په هيواد کي د جګړو او نښتو پر اور پېلوزی واچوه؛  په پوهي يا ناپوهۍ سره يې راز راز سياسي، نژادي، قومي او ژبنييو شخړو ته لمن ووهله، نو ځکه بايد د يوه ملي او ولسي حکومت تر جوړېدو او بري  پوري د مظلومو افغانانو د روا داعيې ملاتړ وکي . له بله پلوه د بهرنييو پوځونو وتل يوازي هغه وخت ممکن دي، چي په افغانستان  کي له ځينو نورو شرايطو سره يو ځای يو پياوړي ملي پوځ پر پښو ولاړ وي .  
 


دا چي ولي په تېرو څه دپاسه شپږو کلو کي د افغانستان د ملي پوځ جوړولو ته جدي پام و نه سو، ډېره اززښتناکه پوښتنه ده .  هر څوک ګوري، چي د تروريزم له منګلو څخه د افغانانو د خلاصولو په نامه راغلي هيوادونه، موږ ته د يوه ريښتني ملي پوځ پر ځای، يوازي خپل پوځونه او خپل مورچلونه پياوړي کوي . د دې خبري مفهوم دا دئ، چي بهرنييان دلته نه د سولي او امنيت په خاطر؛ بلکي د خپلو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره مېشت دي . . . 
 


سربېره پر دې، په افغانستان کي د يوه ملي وسله وال پوځ د جوړېدو په اړه تر اوسه پوري ، د کابل د بې کفايته  واکدارانو په مغزو کي، پخوانۍ تنظيمي ايډيالوژي ريښې لري . دا ګوډاګۍ اداره غواړي،  د هيواد وسله وال پوځ  له هغو کسانو جوړ کړي، چي د افغانستان د لوړو ملي ګټو پر ځای د کابل تپل سوو واکمنانو او د هغوی بهرنييو بادارانو ته وفادار وي . په بله ژبه، دوی ته هيواد پالنه، ايمانداري، پاکي، مسلکي پوهه، تجربه او داسي نور  معيارونه د يوه خس ارزښت نه لري . له همدې امله دا ناڅاپي نه ده، چي د خپلو تنظيمي ګټو د ساتني په خاطر يې ، د پخواني روس پلوه رژيم ځيني بدنامي او کرغېړني څېرې هم له ځانو سره ملګري کړي دي؛ خو په ډېري خواشينۍ سره هغوی د افغانستان د سياسي تاريخ  عبرتناکي  پېښي له ياده باسي . زموږ د هيواد خونړۍ تاريخ شاهد دئ، چي د ظاهر، داوود،تره کي او نجيب  حکومتونه ټول په حقيقت کي د هغو افسرانو له خوا                          را و پرزېدل، چي هيچا يې د غدارۍ او ښورښ تصور هم نه سوای کولای .  
 


هغه وسله وال پوځ، چي د ملا شمزۍ يې تنظيمي ايله جاريان، په تېره بيا شمالي ټلواله او د پخواني روس تپلي رژيم خاين جنرالان  وي، هيڅکله د ملت د منلو او درناوي  وړ نه دئ . داوسنۍ بې واکه ادارې ډول ډول وسله وال مخالفين څه چي هيڅ خپلواک او هيوادپال افغان هم  د هغه تش په نامه وسله وال پوځ ملاتړ نه کوي، چي پر تنظيمې، ستمي او خاينانه تشکيلاتو ولاړ دئ .  د داسي ګروهي، تنظيمي او سياسي وسله وال پوځ  ملي ضد کړنلاري هيڅکله  په دې جګړه ځپلي  هيواد کي د سولي او امنيت له ټينګېدو سره مرسته نه کوي . داسي وسله وال پوځ هيڅکله په ټولنه کي د يوې ناپييلي او خپلواکي مسلکي ادارې په توګه عمل نسي کولای . 
 


تر هغه وخته، چي وسله وال پوځ د تنظيمي او ګروهي ګټو د خوندي کولو پر ځای زموږ د وياړلي خاوري، ملي واکمنۍ  او د دې هيواد د ملي نواميسو د دفاع په مقصد، د ټولو افغانانو له ريښتينو بچو جوړ نسي په هيواد کي د سولي، ارامۍ ، قانونيت او عدالت هيله له لويه سره ناممکنه خبره ده . خلګ د هيواد د وسله وال پوځ په مشرتابه کي،  د تنظيمي جګړه مارانو او نورو وطن پلورونکو جنرالانو کرکجني څېرې نه سي زغملای . د هغه وسله وال پوځ د لرلو ګټه څه ده، چي زموږ بې ګونا خوندي، وروڼه او ماشومان هره ورځ د پردو لښکرو د ړندو بمباريیو له امله  په وينو کي لمبېږي؛ خو دوی په هيڅ خبر نه وي ؟  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد نړيواله ټولنه په دې قانع کړي، چي په افغانستان کي يوازي يو پياوړی ملي او ولسي دولت کولای سي د سولي او امنيت، فرهنګي او اقتصادي  پر مختګ په چارو کي له نړيوالي ټولني سره همېشنۍ ملګرتوب وکړي .  په ارام او سوکاله افغانستان کي نه يوازي د افغانانو، بلکي د ټولي نړۍ ګټي نغښتي دي .  
 


د همدې د لايلو له مخي بايد د نړۍ ټول هيوادونه، په تېره بيا په افغانستان کي د ناټو ائتلاف غړي هيوادونه دې  ته و هڅول سي، چي  زموږ له ملي وسله وال پوځ سره د وسلو، تخنيکي تجهيزاتو او نورو اړتياوو په پوره کولو کي پراخي او بې غرضه مرستي وکي؛ او په دې توګه نه يوازي د افغانستان د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او  ملي واکمنۍ په ساتنه کي ستر ونډه واخلي؛ بلکي په سيمه او نړۍکي هم د بېلابېلو سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي مسألوله سوله يیز حل سره کومک وکړي .  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د يوې ملي کړنلاري په طرحه کولو سره د افغانستان ټولو سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي سازمانونو او تر هر څه مخکي د دې هيواد ټولو ويښو او  زړورو خلګو ته بلنه ورکي، چي ټول په کلک هوډ او پياوړي ايمان د دې هيواد د ملي ارزښتنو د د فاع په مورچل کي و دريږي . د افغانستان اتل او حماسه جوړونکي خلګ بايد د خپلو زړورو پلرونو او نيکونو په دود نور د خپلي خاوري او ملي نواميسو دفاع په خپله وکي؛ خو دا ملي او وطني پور يوازي هغه مهال ادا کېدای سي، چي زموږ ملي مشران د لوی قايد – ميرويس خان او ستر ټولواک- احمدشاه بابا په څېر د قربانۍ په لومړۍ ليکه کي ودرېږي؛ خپل ځان، پت او مال تر وطن او خلګو جار کړي . په داسي شرايطو کي نو د نړۍ د هر يرغلګر په وړاندي د دې وياړلي هيواد د سياسي پولو، سیاسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتنه  هيڅ سختي او ستونزه نه لري . 
 


بايد د افغانستان ټول سياسي ګوندونه او وسله والي ډلي دې  روښانه حقيقت ته غاړه کښېږدي، چي هيڅوک يا هيڅ ډله په يوازيتوب سره، د دې هيواد د ادارې وس نه لري . د هيواد د تېرو دېرشو کلو خونړي  تاريخ  دغه ټول واقعيتونه  په ډاګه څرګند کړه . په ځانځانۍ او  سر زورۍ  کي هيڅ بری نسته . د توپک او برچې په زور د مسألو هوارول،  نور د دې وران او کنډواله هيواد د بشپړي تباهۍ په مانا دئ  . که څوک د اسلام  يا ډيموکراسۍ په نامه د جګړه ځپلي افغانستان او بېوزلو افغانانو پر حال               زړه سوی لري، نو بايد په هيواد کي يوه  ريښتني ملي حکومت ته د کار او فعاليت وخت ورکړي .  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد زموږ د وران  هيواد د بيا جوړولو، خپلو پلرنييو سيمو ته د مهاجرينو د بيرته ستنېدو او ځای پر ځای کېدو، په هيواد کي د ملي ادارو د جوړولو او خلګو  ته د اساسي اړتياوو د برابرولو په مقصد د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو، بين المللي سازمانونو او خيريه ټولنو څخه د بې سارو مرستو د تر لاسه کولو له پاره پراخ کوښښونه پيل کړي . تر لاسه سوي مالي مرستي بايد نه په تجملي موټرونو، ښکلو دفترونو، بې ځايه سفرونواو بې ځايه غونډو، بلکي د عامو خلګو د اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي ژوند د ښه کولو په لار کي ولګوي . په دې اړه بله  مهمه  خبره دا ده، چي بهرنۍ مرستي او بسپني بايد په هيڅ ډول زموږ ملي ګټو او ناپييلي دريځ ته زيان و نه رسوي .  پله بله وينا، افغانان  لوږه او بېوزلي زغملای سي؛ خو د پردو تر لکۍ لاندي ژوند نسي منلای .  
 


زموږ هيوادوال شاهدان دي، چي د کابل بې کفايته ادارې سره له پراخو مالي زېرمو،  د دې وران هيواد د جوړېدو له پاره د نوو ظرفيتونو او امکاناتو په رامنځ ته کولو کي هيڅ وړتيا و نه ښووله . له څه د پاسه شپږو کلو راهيسي په خبرونو کي له ګاونډييو هيوادونو څخه د برېښنا د رانيولو پروژه پورته او کښته کيږي؛ خو هيچا تر اوسه دا برېښنا و نه لېدله .  حکومتي واکداران  خلګوته د « بزک بزک نمر که جو لغمان ميرسه » متل وايي . په داسي حال کي چي دا پروژه د افغانستان  جغرافيايي حالت او د هغې د تمويل  پريمانه لګښتونو ته په پام سره له اقتصادي پلوه هيڅ ګټه نه لري؛ ځکه افغانستان د يوه غرني هيواد په توګه  د اوبو پراخي او سرشاري زېرمي  لري؛ او  په هره دره کي يې د برېښنا د توليد پراخ امکانات سته، چي د برېښنا تر څنګ د ميليونو جريبو  شاړو مځکو په خړوبولو کي هم مرسته کولای سي  .  
 


د همدې اصل له مخي بايد افغانستان تل د برېښنا د رانيولو پر ځای د هغې د خرڅولو په اړه فکر وکړي . که نه نو دا پريمانه او ارزښتناکه طبيعي زېرمې به مو په ناپوهۍ او ناسمو پرېکړو سره، له لاسه ور کړې وي .  د هیواد اوسنييو بې کفايته زمامدارانو د برېښنا نوي بندونه او توليدي مرکزونه څه چي ان د پخوانييو بندونو او توليدي پروژو بيا جوړولو او ظرفيت پراخولو ته هم لازمه توجه نه ده کړې .  
 


له بله پلوه، د افغانستان جغرافيايي او جوي حالاتو ته  په ژوري کتني سره، زموږ په هيواد کي د برېښنا د توليد نوري سرچينې هم لږ نه دي؛ د مثال په توګه دولت کولای سي د بهرنيیو شرکتونو په مالي او تخنيکي  مرسته د لمر له انرژۍ څخه د برېښنا په توليد کي پراخه ګټه واخلي . د لمر پر انرژۍ سربېره، زموږ د هيواد په زياترو سيمو کي د باد له انرژۍ څخه هم په ډېري اسانۍ د برېښنا په توليد کي کار اخيستل کېدای سي . د برېښنا د توليد دا دواړه ډولونه د پاکوالي او چاپېر ساتني له اړخه هم خورا په زړه پوري دي . 
 


د برېښنا د توليد دا لاري د اوبو د بندونو پر خلاف، د ډېري پانګي اچوني او لوی  تعميراتي کار غوښتنه هم نه کوي . دا پروژې د هيواد په هره سيمه کي د خلګو له اړتيا سره سم په لويه او کوچنۍ ګچه جوړېدای سي . خلګ او دولت کولای سي د کورونو، دوکانونو، تجاري او توليدي مؤسسو اوحتا  ښارونو د روښانولو له پاره له هغو څخه ګټه واخلي .  د دغه راز  پرژو د جوړولو،                            کار اخيستني، ترميمولو او سوداګرۍ په  ټول بهير کي زموږ د هيواد بېوزلو خلګو  ته ډول ډول ګټي رسيږي؛ دولت  له تخنيکي او اقتصادي پلوه پر خپلو پښو درېږي؛ او د نورو هيوادونو له سياسي او اقتصادي اغېزې خوندي پاتيږي .  په ډېري خواشينۍ سره پر دې ټولو خبرو سربېره د افغانستان         بې درده واکمنان يوازي د خپلو ځاني، ګروهي او تنظیمي ګټو د تر لاسه کولو له پاره شپې او ورځي سبا کوي؛ تر خپلو ملي ګټو او ملي غرور د پردو شرکتونو او پردو هيوادونو  په خوشاله کولو کي ډېره ګټه ويني .


 


په هيواد کي يوازي د سولي او امنيت، يا  برېښنا د نسته والي مسأله نه ده، چي ټول خلګ يې پارولي دي .  د کابل د بې مسووليته او بې کفايته ادارې د ناکاميیو فهرست ډېر اوږد دئ؛ د مثال په توګه زموږ ترټېدلي مهاجرين په ډېرو ناوړو شرايطو او حالاتو کي له پردو هيوادونو څخه شړل کيږي؛ مګر د کابل حکومتي ادارو  خپلو سيمو ته د هغو د پتمن ستنولو او ځای پر ځای کولو په کار کي تر اوسه هيڅ معقوله تګلاره نه ده موندلې؛ د ښوونځييو فارغان  د هيواد په پوهنتونونو کي د ګډون له پاره مظاهرې کوي، خو حکومتي مسوولين د پخوانيیو ظرفيتونو او امکاناتو د پراخولو په خاطر  هيڅ اقدام نه کوي ؛ خلګ د خوراکي موادو، تيلو او نورو ضروري شيانو د ګرانۍ او کاختۍ په وجه چيغي او ناري وهي، خو د اړونده ادارو په سر کي تيار خوره واکداران  يوازي د خپلو سراښو ځاني ګټو د زياتولو له پاره منډي وهي ؛ دې ربړېدلي ملت ته د خدمت په  لار کي يې نه چا قاطعيت او صداقت وليد، نه نوښت  او تدبير.   
 


د افغانستان د اوسنۍ ادارې د څه کم اوو کلوکاري ريکارډ دا حقيقت په ‌ډاګه کړ، چي د نړۍ د  مرسته کوونکو هيوادونو د تر لاسه سوو پيسو يوه برخه د حکومتي دستګاه د بې کفايتۍ، اختلاس، ناوړه استفادې، او نورو غير قانوني عملونو په وجه له منځه تللې ده . ځيني پيسې د ډېرو ضروري او ګټورو پروژو پر ځای په داسي برخو کي لګول سوي دي، چي خلګو ته يې ډېر لږ خير رسيږي؛ د پيسو نوره برخه  زموږ په وران او جګړه ځپلي  هيواد کي سره له يوه عالَم اړتياوو او ستونزو، د لازمو ظرفيتونو او شرايطو د  نسته والي له کبله بېکاره او بې ګټي پرته ده . زموږ د خلګو له مشهور متل سره سم چي وايي : « آب در کوزه و ما ګرد جهان می ګرديم . »  په دولتي خزانه کي پيسې لرو، خو سره له هغه هم په هيواد کي لکونه ځوانان وزګار ګرزي؛ پيسې لرو، مګر د هيواد په ښارو کي برېښنا نسته؛  پيسې سته، خو د سون موادو د ګرانۍ يا کاختۍ په سبب توليدي مؤسسې په ټپه ولاړي دي؛ او خلګ له يخنيو مري ؛ د پیسو ستونزه نسته، مګر په ښوونځييو او پوهنتونوکي د زده کړي لازم وسايل او امکانات نه تر سترګو کيږي . تر دې ټولو عجبه لا داچي بيا هم د خيراتي پيسو کمي نسته، مګر زموږ کړېدلي هيوادوال هره ورځ د بد امنييو، جبري مهاجرتونو او طبيعي اپتونو له امله د ژوند له نعمته بې برخي کيږي؛ له لوږي او ناروغیيیو سا ورکوي؛ او يا له راز راز نورو مشکلاتو سره مخامخ دي .  
 


د هيواد تپل سوي بې کفايته ادارې په خپلو ناوړه اقتصادي سياستونو سره زموږ د هيواد اقتصادي نظام دونه په پاکستان او ايران پوري تړلئ دئ، چي په هغو هيوادونو کي هر ډول سياسي او اقتصادي ګډوډي يا له دغو هيوادونو سره په بېلابېلو اړيکو کي هر کوچنی تاو تريخوالی، هره ورځ زموږ د بېوزلو خلګو ژوند له ستر و اقتصادي کړکېچونو سره مخامخ کوي . که د اوسنۍ ناکاره ادارې مسوولينو د افغانستان د خلګو د اړتياوو د پوره کولو له پاره  له بېلابېلو لارو چارو کار اخيستلای او پر خپل وخت يې اقدام کولای، بيا نو په کراچي او لاهور کي د خلګو مظاهرو زموږ د اوړو او غوړو پر نرخو څه اغېزه نسوای ښندلای؛ خو لکه څنګه چي ګورو د کابل نالايقو واکمنانو په پوهي يا              نا پوهۍ سره زموږ د سرلوړو خلګو د ژوندانه ټول مقدرات، د مغرضو او غاصبو پردو رحم او کرم ته پريښي دي . 
 


په هيواد کي د توپک او برچې واکمنۍ او په دولتي دستګاه کي ښکاره چور او چپاو، دکورنۍ او بهرنۍ پانګي اچوني بهير په جدي توګه ټکنی کړی دئ . د لمر په څېر روښانه ده، چي د ټول هيواد اقتصادي څرخ اوس د « ازاد بازار » په نامه د د يوې داسي خطرناکي مافيا له خوا اداره کيږي، چي په هغو کي جنګي قومندانان، کورني او بهرني دلالان، له دولتي دستګاه سره تړلي سودخور سوداګر او ډول ډول نور لاښ خوران شامل دي . دې خونخوري مافيا د زنځي په شان د افغانستان پر سياسي، پوځي او اقتصادي ژوند منګولي لګولي دي؛ او په بشپړ يووالي سره د خلګو ويني زبېښي؛ د دې بې څښتنه دولت مځکي، توليدي او انتفاعي مؤسسې د خاورو په بيه رانيسي؛ په ډېرو ښو شرايطو د دولت د بېلابېلو تعميراتي اوخدماتي پروژو د ټېکې قراردادونه تر لاسه کوي؛ او د اړتيا وړ توکو په بازار کي د خپلي خوښي نرخونه ټاکي .  
 


بايد له ياده و نه باسو، چي  دلوېديزی نړۍ د ازاد بازار اقتصادي سيسټم هيڅکله د ټولني د اقتصادي چور او چپاو او د  هيواد په اوسنييو کړکېچنو اقتصادي  حالاتو کي د دولت د بې پروايۍ او بې مسوولیتۍ په مانا نه دئ .  د دې پر خلاف بايد، ازاد بازار د هيواد په اقتصادي نظام کي  د ګټورو  سيالييو  پر بنسټ د بيو په ټيټولو،  خلګو ته د  ښو توليدي او  تجارتي خدمتونو په وړاندي کولو او په پای کي د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي ارزښتناکه برخه اخيستې وای ؛ خو په خواشينۍ سره د روا او منصفانه سوداګرۍ د څارني  له پاره د هيڅ ډول څارونکي ميکانيزم د نسته والي له کبله، ازاد بازار عملاً د مافيايي ډلو له خوا زموږ د کړېدلو خلګو د لوټولو په يوه رسمي لاره اوښتی دئ  . په بله وينا، هر زورور د خپل توپک يا برچې د زور په تناسب زموږ د بېوزلي ولس په شکوَنه او لوټولو اخته دئ .  
 


د دولتي مامورينو د بېلابېلو ډلو په تنخاوو کي د مځکي او اسمان توپير سته؛  د کښتو کارکوونکو د درستي مياشتي تنخا يوازي د اوړو او غوړو د رانيولو له پاره بس نه ده، حال دا چي د پردو له خوا ځيني نازل سوي تيار خوره، په ټمبلۍ او بېکارګۍ کي د امريکا او اروپا د لويو شرکتونو د مديرانو په اندازه تنخاوي اخلي؛ د هيواد په ځينو سيمو کي د خلګو اولادونه له لوږي مړه سوه؛ همدا اوس ځيني بې وسه هيوادوال د غلو دانو د کاختۍ او ګرانۍ له کبله په سبوسو شپې او ورځي تېر وي؛  د داسي کسانو خبرونه مو هم واورېده، چي د ژوندي پاته کېدو په خاطر يې  څو ورځي د پټييو په وښو ګوزاره کوله . د داسي بدمرغييو فهرست خورا اوږد دئ، چي د کابل بې کفايتي ادارې د نړۍ له پراخو مالي کومکونو سره سره تر اوسه پوري  د هغو په وړاندي هيڅ اغېزمن کار نه دئ کړی . خواشينوونکې لا دا چي دا دردناکه وضعه په داسي حال کي روانه ده، چي د نړۍ څو دېرش هيوادونه په خپل سياسي او پوځي حضور سره  د افغانانو ټول مصيبتونه د سر په سترګو ګوري .  
 


زموږ پر خوارو او رنځېدلو هيوادوالو سربېره، په افغانستان کي د ټولو  ښکېلو بهرنییو هيوادو سياسي او پوځي استازي هم ګوري، چي د کابل بې درده او بې حسه اداره، د نړيوالي ټولني مالي مرستي چيري او په څه ډول لګوي . هغوی  خلګو ته د ضروري اسانتياوو او خدمتونو د برابرولو         پر ځای، د خپلو تنظيمي انډيوالانو د خوشالۍ له پاره، په ميليونونو افغانۍ پر هغو پوچو جشنونو او لمانځونو خرڅوي، چي  زموږ  بېوزلو هيوادوالو ته يې هيڅ ګټه نه رسيږي .  
 


که حق  ته غاړه کښېږدو، هيڅوک له  دې حقيقته انکار نسي کولای، چي دا ډول جشنونه او لمانځني له لويه سره زموږ د ځورېدلو خلګو پر ټپونو د مالګي پاشل دي . د افغانانو مشهور متل دئ، چي وايي : « هم غل هم غمَوَر . » زموږ د مجاهد ولس د سپېڅلي جهاد ټېکه دارانو په خپلو بې رحمانه جګړو سره له يوې خوا زموږ ژوند او هستي واخيسته؛ او له بلي خوا په بې شرمۍ سره زموږ د وژني، تباهۍ او بې پتۍ جنشنونه لمانځي . که د افغانستان د  تاج  و تخت  دا ليوني مدعيان يو پلا د هیواد په ګوټ ګوټ، په تېره بيا کابل ښارکي د اقتدار د جګړو وحشتناکو کنډوالو ته وګوري، نو به د دې ترخو واقعيتونوله منلو هيڅکله نټه و نه کړي، چي په خپلو انساني ضد جنايتونو سره يې  د دې هيواد څونه بې ګونا انسانان په خاور او وينو لړلي دي ؟ څونه يې ګوډان او شلان کړي دي؟ څونه يې د هيواد په دننه او بهر کي بېوزلۍ، هردم شهيدۍ او  بې پتۍ ته اړ کړي دي ؟ د څونه هيوادوالو د درست ژوند او خوارييو توښه يې په څو واره چور او تالا کړې ده ؟ څونه هيوادوال يې له سوله ييز ژوند، کار، کور، روغتيا،  ښووني او روزني او داسي نورو  اساسي حقوقو څخه بې برخي کړي دي ؟ 
 


هر  حقپال افغان د دغو مزدورو واکمنانو تورو عملنامو او د هيواد ويجاړ اقتصادي حالت  ته په پام سره دا خبره مني، چي د جشنونو، په تېره بيا دغه راز پوچ او بې مانا جشن لمانځه په هيڅ ډول د عقل او منطق کار نه دئ . زموږ د کونډو رنډو په نامه تر لاسه سوي مرستي ، هر ځای په داسي بې غورَۍ او بې مسووليتۍ لګول کيږي . 
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د افغانستان په ګوټ ګوټ کي  د غير قانوني وسلو د ټولولو مسألې ته زموږ د جګړه ځپلي هيواد د تر ټولو لوی  او جدي مشکل په توګه پام وکي .  شک نسته، چي د توپک او برچې تر بېرونکي سيوري لاندي هيڅکله امنيت، قانونيت او عدالت نه تأمينيږي . تر هغه مهاله چي سوله او امنيت نه وي، د قانون واکمني ناممکنه ده؛ او تر هغه وخته چي په ټول هيواد کي  د قانون حاکميت تأمين نسي، د ژوند په هره برخه کي د عدالت ،  متقابل باوراو پرمختګ هيله هم بېځايه ده . په دې خاطر بايد دافغانستان راتلونکی ملي او ولسي حکومت، په ټول  هيواد کي د واقعي بې وسلې کولو کړنلاره په ډېر دقت او جديت سره پر مخ بوزي .   
 


د بې وسلې کولو په بهير کي بايد د خلګو پر  مرسته او همکارۍ ډېر حساب وسي .  خلګ بايد د يوه معقول تبليغي پروګرام له لاري  د بې وسلې کولو په حقانيت و پوهيږي . دولتي مقامات بايد د بې وسلې کولو په بهير کي د زورو او کمزوري مفاهيم له منځه يوسي .  له ټولو وسله والو ډولو سره يو شان چلند وکي . 
 


په هيواد کي داسي وسله وال  کسان هم سته که په ريشتيا سره پوه سي چي ځان، ناموس او مال يې   بې وسلې هم په بشپړه توګه خوندي دئ، شک نسته، چي بې مقاومته به خپلي وسلې او درستې د هيواد ملي حکومت ته و سپاري . له دې امله بايد د هيواد په ګوټ ګوټ کي د سولي او امنيت رامنځ ته کولو ته اساسي کار وسي؛ د خلګو په منځ کي بايد متقابل باور، دوستي او ورورولي وده وکي . د دولت او ملت تر منځ د بې باوريیو او واټنونو له منځه وړل، د سولي او امن په لار کي تر ټولو لومړی ګام دئ . دولت بايد ټولو جنګ ځپلو افغانونو ته د  ډول ډول مرستو په وړاندي کولو سره د هغوی باور او همکاري تر لاسه کړي . د وسلو او درستو ساتل، په حقيقت کي د انساني ګټو د دفاع يوه بې خونده او ناوړه بڼه ده .  که چيري دولت د خلګو روا حقوق او ازادۍ په خپله تضمين کړي، بيا نو دليل نه لېدل کيږي، چي عام خلګ  دولت ته د وسلو له سپارلو  نټه وکي .  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد له ګاونډييو هيوادونو، سيمه ييزو او نورو دولتونو سره د يوه خپلواک، ناپييلي او فعال بهرني سياست د اصولو په رڼا کي اړيکي وساتي .  هر افغان  دولت بايد په خپل بهرني  سياست  او بهرنييو اړيکو کي يوازي او يوازي د افغانستان لوړو ګټو ته پام وکړي . بايد هيڅکله په خپل بهرني سياست کي د ناپييلتوب له زرينو اصولو سرغړونه و نه کړي . د ناپييلتوب اصول حُکم کوي، چي موږ بايد هيڅکله خپله خاوره د نورو هيوادونو د روا او قانوني ګټو پر خلاف استعمال  نه کړو؛ په پوهي يا ناپوهۍ سره چا ته اجازه ور نه کوو، چي زموږ له قلمرو څخه د نړۍ د نورو دولتونو او ولسونو بېلابېلو ګټو ته زيان ورسوي . همدغه راز، له نورو دولتونو په ټينګه و غواړو، چي زموږ په کورنييو چارو کي له هر ډول لاس وهني ډډه وکي . 
 


لکه څنګه چي پوهېږو په دوو اړخيزو، څو اړخيزو او نړيوالو اړيکو کي تل  پېښو او بدلونونو  ته د متقابل عمل  د اصولو په رڼا کي جواب ويل کيږي .  په دې اساس، که له نورو هيوادونو څخه په کلکه غواړو، چي په خپلو جغرافيايي پولو کي  بايد زموږ  د خلګو او هيواد پر ضد د هر ډول  ناوړه عمل مخه ونيسي،  نو د متقابل عمل د اصل  له غوښتني سره سم بايد موږ هم په خپلو جغرافيايي حدودو کي په ريښتنې او فعاله توګه، د هغو عملونو  جدي مخنيوی وکوو، چي د نورو هيوادونو ملي ګټو ته زيان رسوي .  
 


په تېرو دېرشو کلونو کي بېلابېلو ملي ضد حکومتونو او ډلو ټپلو د خپلو ګروهي او تنظيمي اړيکو پر بنسټ تل هڅه کړې ده، چي زموږ د هيواد بهرنی سياست،  د دې خاوري د ملي ګټو پر ځای د پردو دولتونو او د هغو د استخباراتي سازمانونود کرغېړنو ګټو تابع کړي .  د نړۍ له بېلابېلو دولتونواو سازمانونو  سره په متقابلو اړيکو کي همدې ناسمو سياستونو زموږ هيواد د راز راز  صادر سوو ايډيالوژييو او رنګارنګو ستراتېژيکو نخشو په يوه خطرناک مرکز واړوه .  پر ګاونډييو هيوادونو سربېره ، د سيمي او نړۍ ټول  استعمارګر دولتونه، تروريستي ډلي ټپلي د پيسو، وسلو او ډول ډول تبليغاتي وسيلو په مرسته زيار باسي، چي  د کابل تخت  ته د خپلو وفادارو ګوډاګيانو په رسولو سره خپلي  افغاني ضد نخشې عملي کړي . له دې امله بايد مؤقت ملي حکومت، د واقعاً مثبت او فعال ناپييلي سیاست په خپلولو سره،  هيواد د پرديیو ايډيالوژيیو او د سيمي او نړۍ د خطرناکو         سياسي –  پوځي لوبو له کرغېړن جال څخه و ژغوري .  په بله وينا، د خپلو ملي ګټو او نړيوالو اصولو په رڼا کي له هر بهرني دولت يا سازمان سره  ګټوري متقابلي اړيکي ولري .  
 


– مؤقت ملي حکومت بايد په هيواد کي د لوږي، وزګارتيا، بې کورۍ او بېلابېلو اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي مشکلاتو د له منځه وړلو په موخه پراخ او جدي ګامونه واخلي . د اشخاصو،  ډلو ټپلو، ګوندونو او بهرنييو شرکتونو د خوشالولو په خاطر بايد نور د دې وران هيواد پر اقتصادي ژوند د کورنۍ او بهرنۍ مافيا واکمني د تل له پاره ختمه سي؛ افغانستان د يوه مصرفي هيواد پر ځای په يوه اغېزمن توليدي او صادرونکي واوړي ؛خلګو ته د ګټور کار او اقتصادي فعاليتونو شرايط برابر سي ؛ د ملي اقتصاد په بېلابېلو برخو کي بايد د هيواد د سترو توليدي مؤسسو بيا جوړولو او فعاليت ته اساسي پام وسي . 
 


تر هغه مهاله، چي د ټولني  فعال او مؤلد  ځواک ته د ګټور  کار او فعاليت شرايط برابر نسي، په هيواد کي د سولي او ريښتني پرمختګ هيله د اوبو پر مخ کرښي دي . د تېرو شپږو کلو اقتصادي بدلونونو په ډاګه ښوولې ده، چي د افغانستان بې کفايتي ادارې له پرېمانه بهرنييو مرستو سره سره، خلګو ته د کار او نورو اقتصادي اسانتياوو  په برابرولو کي خپل  قانوني مسووليتونه اومکلفيتونه نه دي پر ځای کړي؛ او دا کار په خپله د جګړې  له پراخوالي او سختوالي سره مرسته کوي .  
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد په هيواد کي د ترياکو د توليد او سوداګرۍ مخنيوي ته په ډېر جديت و ګوري . په افغانستان کي دکوکنارو کرني، د ځينو کورنييو او بهرنييو مافيايي دلالانو له غير انساني ګټو پرته زموږ کورني اقتصاد، د خلګو  جسمي او روحي روغتيا او په نړيواله ټولنه کي، د افغانستان وياړلي نامه ته لوی زيان رسولئ دئ . د ډېري خواشينۍ ځای دئ، چي د ترياکو توليد او سوداګري اوس زموږ د ملي توليداتو تر ټولو لويه برخه ده؛ زموږ وياړلئ  تاريخي هيواد – افغانستان د ښکلو کانونو، خونده ورو مېو، ښو غالييو او راز راز لاسي صنايعو پر ځای د ترياکو د توليد، اداري فساد او خونړیيو نښتو  پر بنسټ د نړۍ د ټولو هيوادو په سر کي ولاړ دئ .  
 


لکه څنګه چي ګورو، په تېرو څه دپاسه شپږو کلو کي د ناټوله شپېتو زرو عسکرو سره سره د ترياکو توليداو سوداګري څو څو ځلي زياته سوې ده . دا خبره د دې حقيقت روښانه ثبوت دئ، چي هم بهرني پوځونه او هم  په افغانستان کي د هغو لاس پوڅي سياسي او پوځي واکمنان د ترياکو په توليد او تجارت کي لوی لاس لري . نو ځکه ناڅاپي نه ده، چي کورنۍ او بهرنۍ مافيا په ګډه هڅه کوي، چي د خپلو ناروا ګټو د زياتولو او سياسي نفوذ د پراخولو له پاره زموږ په هيواد کي د جګړې او ناارامييو لمن لا پسي غټه او ارته کړي؛ جګړې او بې ثباتۍ د دغه راز تورو ګټو وټو خوار ښه موقع ده؛ اما د دې انساني ضد طرحي دواړه اړخونه ياني د ناارامييو زياتوالی او د ترياکو پرېماني دواړه زموږ د عامو خلګو پر اقتصادي، اجتماعي او کلتوري ژوند ډېري ناوړه اغېزې کوي .  
 


تر هغه مهاله، چي زموږ د هيواد په ګوټ ګوټ کي د کوکنارو پر ځای غنم، جوار، وريجي او ډېر نورو ګټور بوټي و نه کرل سي، د افغانستان خلګ به تل تر تله د ګېډي مړولو له پاره نورو هيوادو ته لاسونه نيسي . له يوې خوا ټول پردي هيوادونه، په تېره بيا مغرض ګاونډيان هيڅکله د خدای پر پارله چا سره مرسته نه کوي؛ او له بلي خوا په دغو هيوادو کي هره ناوړه سياسي اوطبيعي پېښه په مستقيمه توګه زموږ د خوراکي او نورو ضروري موادو بيي اغېزمنوي، نو ځکه په خپل هیواد کي د خپلو اړتياوو په تېره بيا خوراکي موادو پوره کول، تر ټولو لوی او مهم کار ګڼل کيږي . 
 


په هماغه ډول چي په پردو هيوادو او سازمانو پوري سياسي تړښت، خپلواکو افغانانو ته د منلو وړ نه دئ، په پردو دولتونو پوري د افغانستان اقتصادي تړ ښت هم، زموږ له مرييتوب او مړيني پرته بل څه نه دئ . موږ تر هغه وخته د خپل سياسي استقلال خوند نسو اخيستلای، چي له اقتصادي او پوځي اړخه پر خپلو پښو و نه درېږو. بې اقتصادي خپلواکۍ د ملتونو سياسي استقلال، هيڅکله ريښتنې او همېشنۍ بڼه نه لري . 
 


په دې هيواد کي د نه د اوبو او حاصلخېزو مځکو کمی سته او نه مو هم زيارکښ  بزګران  او مالداران په هيڅ راز کار او زيارکي د نړۍ تر بزګرانو او مالدارو وروسته پاته دي . زموږ د خلګو يوازنۍ ستونزه دا ده، چي په دې هيواد کي سوله، امنيت او  يوه زړه سوانده ملي اداره نسته .  
 


بې شکه، چي زموږ په هيواد کي د ترياکو پراخ توليدد نورو هيوادو خلګو ته د بېلابېلو ستونزو پر را منځ ته کولو سربېره د افغاني ټولني اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي جوړښت له سترو خطرونو سره مخامخ کړی دئ؛ خو د جنګ او نا ارامييو دا ناوړه پيداوار، نه په وچو خبرو او مذهبي فتواوو او نه هم د حکومتي ځواکونو او پردو لښکرو په نمايشي زور زياتي سره له منځه ځي . 
 


په افغانستان کي د کوکنارو کرنه ژوري او پراخي ريښې لري . بايد د هغو د اساسي علتونو او عواملو  په ليري کولو کي معقول اقدامات وسي . دې لوړ هدف ته د رسېدو په خاطر بايد تر هر څه مخکي د هغي بې رحمه کورنۍ او بهرنۍ مافيا لاسونه لنډ سي، چي د خپلو پليتو هدفونو د تحقق په مقصد زموږ بېوزلي بزګران د کوکناروکر لو ته هڅوي؛ د جګړو او نااراميیو لمبې تازه کوي؛ زموږ ټولنه په زهرو لړي؛ رنګارنګ جرُمونو او جنايتونو ته لاره هواروي؛ زموږ اقتصادي نظام  په پردو هيوادو تړي؛ د ټولنيز عدالت ريښې  کاږي او په نړيواله ټولنه کي د افغانستان وياړلي نوم ته ستر زيان رسوي .  
 


ټولو ته مالومه ده، چي په تېرو دېرش کلنو جګړو کي د هيواد د نورو برخو تر څنګ دکرني، مالدارۍ او اوبو لګولو چارو ته لوی زيان ورسېد؛ وچکالييو او ناوړه طبيعي حالاتو دا ستونزي نوري هم پسي زياتي کړې . مځکي د ګټورو بوټو او ونو د کرني او روزني له پاره کافي اوبو، اصلاح سوو توخمونو، د کرني ډول ډول ماشين الاتو، د بېلابېلو نباتي او حيواني اپتونو ضد درملو، د غلو دانو او نورو پيداوارو د ساتني په مقصد راز راز زېرمتونونو، سړو خونو، ترانسپورټي اسانتياوو، بازار موندني، اسانه او اوږد مهاله پورونو او داسي نورو کومکونو ته اړتيا لري . له دې امله بايد زموږ له بېوزلو بزګرانو سره  په دې ټولو چارو کي بې ساري مرستي وسي . ډېر بزګران  يوازي د ځان او کورنۍ ژوندي پاته کېدو له پاره د کوکنارو کرني ته دوام ورکوي .  
 


که مؤقت ملي حکومت و نه کړای سي په سملاسي توګه د بزګرانو هر اړخيزي اړتياوي له منځه يوسي، نو په ټول هیواد کي د کوکنارو د کر کېلي معقول مخنيوی ددې غوښتنه کوي، چي  ځينو بزګرانو او کروندګرو  ته د ملي اقتصاد په نورو برخو کي ګټور کار  او روزګار ورکړل سي . 
 


تر هغه وخته چي په هيواد کي سوله او امنيت ټينګ نه وي؛ او د بزګرانو ريښتني اړتياوي پر خپل ځای پاته وي، د کوکنارو ختمول او د کرني په برخه کي دګټورو بدلونونو راوستل، له لويه سره              نا ممکنه خبره ده . مؤقت ملي حکومت او نړيواله ټولنه بايد د يوې پراخي جهاني ستونزي په توګه، په افغانستان کي د ترياکو د توليد او سوداګرۍ مسألې ته منطقي او عملي کړنلاره ولري . تشي خبري هيڅ درد نه دوا کوي . د دې پر ځای، چي  سرغړونکي بزګران په ګولييو و ويشتل سي؛ او يا له  بې پتۍ او زور زياتي سره مخامخ سي، باید د هغوی عيني او واقعي غوښتنو ته په سړه سينه جواب و ويل سي .    
 


–   مؤقت ملي حکومت بايد د سوله ييزو او ارامو شرايطو په را منځ ته کولو سره د هيواد تودې غېږي ته د ميليونو مهاجرو افغانانو د پتمن او رضاکارانه راستنېدو عملي لاره پرانيزي . له هغوی سره نه يوازي د راتګ په بهير کي مرستي وکي؛ بلکي په خپلو پلرنييو سيمو کي يې د بيا مېشت کېدو، کار، زده کړي او نورو ګټورو سياسي، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي فعاليتونو په برخه کي مرسته او کومک وکي .  
 


د افغانستان اوسنۍ ادارې له ميليارډو  ډالرو بهرنييو مرستو سره سره، تر څه کم اوو کالو وروسته هم د دې کفايت و نه موند، چي د نړۍ په بېلابېلو برخو کي ميليونونه پردېس افغانان د خپل پلرني هيواد تودې غېږي ته ور و بولي . د  دې پر خلاف هغه مهاجرين،چي له خپل پلرني ټاټوبي سره د ناپايه ميني په خاطر وطن ته ستانه سوه؛ او ځينو يې په هيواد کي د پرمختګ او سوکالۍ په هيله  خپلي پانګي هم له ځانو سره يووړې ډېر ژر د جګړې بد امنۍ، شخصي محبسونو، ځورونو، تښتوونو، اداري فساد، چور او چپاو او نورو ناوړو حالاتو په وجه بيرته تېښتي ته اړ سوه . 
 


د افغانستان د بې کفايته او بې غورَه ادارې  بېلابېلو مقاماتو خپلو سيمو ته زموږ د مهاجرو هيوادوالو د لېږلو، بسيا کولو، کارموندني، مکتب او پوهنتون، روغتيايي خدمتونو او نورو ضروري مسألو په هوراولو کي د قناعت وړ کار نه دئ کړی . زموږ رنځېدلي مهاجر وروڼه او خوندي په پردو ملکونو کي تر يوه عالَم ربړونو او خواريیو وروسته اوس په خپل هيواد کي هم دردناکي شپي او ورځي تېروي .


 


– مؤقت ملي حکومت بايد په هيواد کي د سولي او امنيت تر تأمين وروسته د افغانستان د نوي اساسي قانون مسوده جوړه کړي؛ يا دا چي اوسنی اساسي قانون تر لازمو تعديلاتو وروسته د تصويت له پاره لويي جرګې ته وړاندي کړي . نوی اساسي قانون بايد په داسي بڼه تسويد سوی وي، چي هر هيوادپال افغان يې د يوې ملي وثيقي په توګه و مني؛ او د هر حُکم په تطبيق کي يې د زړه له کومي کوښښ وکي . هغه اساسي قانون، چي د بهرنيیو دولتونو او د دې هيواد د جنګي او سياسي ډلو د ناروا فشارونو پر بنسټ جوړ سوی وي، نه هيڅکله خلګو ته د منلو وړ دئ؛ او نه هم د سولي، امنيت، ملي يووالي او پرمختګ په چارو کي څه مرسته کولای سي . له دې امله بايد د افغانستان  نوی اساسي قانون يوازي د هيواد د لوړو ملي ګټو ډېر غوره  ترجمان وي . 
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د نوي تصويب سوي اساسي قانون د احکامو په رڼا کي د واقعاً ازادو او منصفانه انتخاباتو شرايط برابر کړي؛ چي په دې توګه د يوه باوري ملي شورا او په پای کي د يوه مشروع او قانوني حکومت جوړولو ته لاره هواره سي . کله چي د ازادو او منصفانه انتخاباتو خبره کيږي مقصد دا دئ، چي دانتخاباتو ټول بهير بايد په بشپړه توګه د بېلابېلو زور واکو او مافيايی ډلو ټپلو د توپک او برچې، چټلو پيسو او نورو ناروا وسيلو له اغېزې خوندي وي . 
 


د انتخاباتو د تيارۍ او انسجام ملي اداره بايد په دې برخه کي د ټولو  نافذو قوانينو په بشپړ تطبيق سره، د انتخاباتو سموالی او شفافيت تضمين کړي . د انتخاباتو د تياري او انسجام چاري بايد يوازي زموږ د ټولني نېکنامو، بې پرې، باصلاحيته او زړورو ملي کسانو ته وسپارلي سي؛ چي هر څه په مړانه، قاطعيت او پوره جرأت سره اجرأ کي؛ ځکه په کورنييو او بهرنييو پوځي، سياسي او استخباراتي ډلو پوري تړلي عناصر هيڅکله نسي کولای د انتخاباتو د سموالي او شفافيت په اړه د خلګو باور تر لاسه کړي . 
 


که تر امريکایي يرغل وروسته، په افغانستان کي ازادو، بې پرې  او شفافو انتخاباتو ته ريښتني شرايط برابر سوي وای، اوس به په هيواد کي د سولي او امنيت، ترقي او پرمختګ حال داسي نه وای . په افغانستان کي ټول ښکېل بهرني دولتونه بايد په دې خبره ښه سر خلاص کي، که په غولوونکو او ناروا انتخاباتو سره د خلګو ملاتړ او باور تر لاسه کېدای سوای، نو به د پاکستان مزدور پوځي حُکمران – جنرال پروېز مشرف تر اوسه د واک پر ګدۍ ناست وای؛ خو ټولي نړۍ وليده، چي هيڅ ډول ټګۍ برګۍ د هغه سياسي ژوند و نه ژغوره . 
 


د همدې استدلال له مخي، د ريښتينو انتخاباتو مفهوم دا دئ، چي خلګ د خپلو استازو په انتخاب کي بشپړه ازادي ولري؛ او هيڅوک د زور، پيسو او نورو ناروا وسيلو په مرسته د دوی د انتخاب ازادۍ ته زيان ونه رسوي . 
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د هيواد په اداره کي د هيوادپالو، سرښندونکو، پوهو او مجربو کسانو په ګومارلو سره، د ټولو وروڼو قومونو او قبيلو  ټينګ باور تر لاسه کړي .  دا حتمي نه ده، چي په دولتي دستګاه کي  د بېلابېلو قومونو او قبيلو برخه اخيستنه  د يوه حسابي او هندسي فرمول له مخي تنظيم سي .  ډېر ځله ليدل سوي دي، چي حسابي او هندسي فرومولونه له ځينو کلېشه يې څېرو او سياسي دلالانو پرته، عامو خلګو ته هيڅ ګټه نه رسوي . مهمه دا ده، چي په دولتي اداره کي شامل کسان په ريشتيا او ايماندارۍ سره د افغانستان د لوړو ګټو ساتونکي وي .  
 


د افغانستان خلګ نور دې خبري ته ارزښت نه ورکوي، چي دولتي او حکومتي مشران په کوم قوم يا کومي قبيلې پوري تړلي دي؛ بلکي هغوی ته تر هر  څه دا مسأله مهمه ده، چي دولتي مشران د دوی د مادي او مانوي سوکالۍ له پاره څه کوي؟ ټول افغانان اوس په دې حقيقت ښه  پوهېږي، چي يوازي  د هيواد ريښتني ملي مشران د خلګو د اوږدو دردونو د درمان له پاره مبارزه کوي، نه هغه دروغجني څېرې، چي د قومي اړيکو، ژبي او مذهب په نامه ډول ډول سوداګرۍ کوي؛ د مثال په توګه پښتانه،  هيڅکله هغه پلورل سوی پښتون  د خپل مشر او استازي په توګه نه مني، چي د دوی د سوکالۍ پر ځای د خپلو سراښو ځاني، ګروهي او ګوندي ګټو په لټه کي وي . . . 
 


–  مؤقت ملي حکومت بايد د چاپ او خپرونو په ټولو مؤسسو کي د هيواد لوړو ملي ګټو ته په پام سره، د افغانستان د ټولو  خلګو د سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي سازمانونو د پراخي برخي اخيستني شرايط برابر کړي  . ملي مطبوعات او خپروونکي مؤسسې بايد د هيواد د ملي خپلواکۍ، مځنکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي د ساتني  او ټينګښت په لاره کي  نه ستړی کېدونکی کار وکړي . په بله ژبه، ملي مطبوعات او بېلابېلي خپروونکي ادارې بايد هيڅکله  په ټولنه کي د نژادي، قومي، ژبني او سمتي دوښمنييو توخم و نه کري . د دې پر خلاف بايد په ټول ځواک سره کوښښ وکي، چي د افغانستان  د وروڼو قومونو، نژادي او مذهبي ډلو  تر منځ د ملي وحدت مزي لا ټينګ او پیاوړي کړي . مؤقت ملي حکومت  هم بايد په خپل وار سره د خلګو د ژوندانه په ټولو برخو کي، د ملي مطبوعاتو او خپرونکو ادارو، معقولو  طرحو ته په ځير پام وکي .   
 


په پوره باور سره، د مؤقت ملي حکومت دندې او مسووليتونه دلته نه ختميږي . د افغانستان د ټولو خلګو په خوښه را منځ ته سوې ملي اداره بايد په هيواد کي د همېشنۍ سولي  او ملي يووالي د ټينګېښت  په مقصد له هري ممکني لاري کار واخلي . 
 


نړيواله ټولنه  په تېره بيا په افغانستان کي مېشت بهرني پوځونه بايد د دې خبري په حقانيت ځانونه پوه کړي، چي د جګړه مارو او مزدورو تنظيمونو د پوځي، سياسي او اقتصادي واکمنۍ تر وحشتناک سيوري لاندي هيڅکله زموږ جګړه ځپلي هيواد ته سوله او امنيت نسي راتلای . د د غو ډلو ټپلو نامتجانس جوړښت، د هغوی توري او کرغېړني کارنامې او د هيواد د کورني او بهرني سياست د پېچلو مسألو په وړاندي د هغوی بشپړه بې وسي، ټول د دې ادعاڅرګند ثبوتونه دي .  
 


د دې وران او پاشلي هيواد د سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي بدمرغييو لږول او له منځه وړل  يوازي او يوازي د يوه غښتلي ملي دولت په جوړېدو سره ممکن دي . ملي حکومت  په واقعيت کي د حکومت کولو هغه منځنۍ لاره ده، چي کولای سي د ټولو افغانانو د سياسي، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي ارزښتونو په  لمانځلو او خوندي کولو سره، هيواد د ښی او کېڼ افراطيت له ناوړه اغېزو څخه و ساتي؛ د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ په کلکه ساتنه وکي؛ د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو تر منځ د ورورۍ او دوستۍ اړيکي ټينګي کړي؛ او په پای کي زموږ وياړلئ ټاټوبی (افغانستان)  د يوه جګړه ځپلي او وروسته پاته  هيواد پر ځای دنړۍ د سوکاله اوپرمختللو  ملکونو په کتار کي و دروي .  
 


د دې تاريخي خاوري د  مسلمانو،  خپلواکو او سرښندونکو خلګو ملي روح ته  په يوه سرسري کتني سره دا له ورايه ښکاري، چي د افغانستان  ټول  خلګ له يوې خوا غواړي خپله ازادي،  اسلامي هويت  او تاريخي دودونه وساتي؛ او له بلي خوا د نړۍ د نورو پرمختللو هيوادونو په څېر  د ساينس او ټيکنالوژۍ له ښېګڼو ګټه واخلي .  له همدې امله يوازي  يو ريښتينی ملي او ولسي  حکومت  کولای سي، زموږ د پتمنو خلګو دې لوړ او ستر ارمان ته د عمل جامه ور وا غوندي، نه په ښی او کيڼ افراطيت پوري تړلي ډلي ټپلي، چي غواړي په زور او جبر سره خپل  تنګ او محدود فکر پر ټولو افغانانو و تپي . 
 


د داسي قانوني او عادلانه نظام په جوړولو سره به نه يوازي زموږ په نا ارامه هيواد کي سراسري سوله او امنيت ټينګ سي؛ بلکي د سيمي او نړۍ د خونړييو شخړو په له منځه وړلو او لږولوکي به هم ارزښتناک پرمختګونه را منځ ته سي . زموږ  جنګ ځپلئ هيواد به نه يوازي د وژنو، ورانکارييو، تریاکو، وسله والو نښتو، اداري فساد او لسګونو نورو بدمرغييو له وحشتناکو منګلو و ژغورل سي؛ بلکي يو ځل بيا به په خپلو خونده ورو لندو او وچو مېوو، ښکلو غالييو، ډول ډول                    لاسي صنايعو، نفيسو تاريخي اثارو او بې ساري مېلمه پالني سره په نړيواله ټولنه کي خپل  پخوانی شهرت را ژوندی کړي؛ د پوهانو، سوداګرو، هونرمندانو او لوبغاړو ډلي به يې د نړۍ ګوټ ګوټ  ته د سولي او ورورۍ پيغامونه ورسوي .  
 


له همدې امله به زموږ  هيوادپال خلګ هيڅکله د هغه مؤقت ملي حکومت له ملاتړه پر شا نسي، چي د افغانستان د ټولو وګړو ريښتينی خدمتګار وي؛ د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د ساتني په مورچل کي ولاړ وي؛ په عمل کي ثابته کړي، چي نه د هيواد په هيڅ  بدنامي جنګي او سياسي ډلي پوري تړلئ دئ؛ او نه هم د افغانستان د لوړو ملي ګټو، ملي دودونو او وياړونو په اړه، د نړۍ له هيڅ ځواک سره ناروا معاملې ته تيار دئ . 
 


د نړۍ ټول دولتونه، حکومتونه، بين المللي سازمانونه او اتحاديې هم بايد د بې غرضه مرستو په وړاندي کولو سره، په افغانستان کي د داسي ملي او ولسي جوړښت ننګه او ملاتړ وکړي .  
 


د داسي ملي او ولسي دولت بری له يوې خوا زموږ د غيرتمنو او هيوادپالو خلګو په ملګرتيا او له بلي خوا د نړيوالي ټولني په بې درېغه پوځي، سياسي، فرهنګي او اقتصادي مرستو پوري اړه لري . د افغانستان ګرده خلګ او نړيواله ټولنه بايد مؤقت ملي حکومت ته د هيواد په ټولو برخو کي دخپلي کړنلاري د عملي کولو فرصت ور کړي؛ او په برياليتوب کي يې له د زړه له کومي فعاله برخه واخلي . 
 


په افغانستان کي مېشت بهرني پوځونه هره ورځ  د خپلو جنګي لګښتونو د پوره کولو له پاره په ميليونو ډالرونه لګوي؛ خو دغو ملاماتوونکو لګښتونو تر اوسه هيڅ مثبته نتيجه نه را منځ ته کړې؛ د جنګ او ناامنييو لمن  ورځ په ورځ خپريږي؛ د بهرنيیو لښکرو په ړندو بمبارييو کي  نه يوازي زموږ د اسکېرلو هيوادوالو بې ګونا ويني توييږي؛ کورونه او کلي يې ورانييږي؛ بلکي د دوی خپل ځوانان هم  دهغه  بې مفهومي او نا کامه جګړې په اورونو او لوګيیو کي وريتيږي، چي هيڅکله منطقي جواز   او ولسي ملاتړ نه لري .  
 


طبيعي ده، چي د سترو انساني تلفاتو او پراخو اقتصادي تاوانونو دا بېروونکی حالت تر  ډېره دوام نسي موندلای . انسان وژني، اپتونه او ناروغۍ، جبري مهاجرتونه، ګرانۍ او کاختۍ او راز راز نوري انساني تراژيدۍ به ډېر ژر  په جنګ او نښتو کي ټول ښکېل هيوادونه پر ګونډو کړي . له دې کبله بايد د امريکا متحده ايالتونه، اروپايي ټولنه او د نړۍ ټول سوله دوست هيوادونه سمدستي د زور او پوځي حل پر ځای د مسألې سياسي حل ته پام واړوي . که روان جنګ او تصادماتو ته  د بېلو سوو  پيسو څلرمه برخه، په افغانستان کي يوه زړه سواند او کار پوه ملي حکومت ته ورکړل سي، نه به نور زموږ په هيواد کي د جنګ او ناارامييوله اوره د انسانانو ژوند او هستي له منځه ځي؛ نه به  جګړې او بې ثباتۍ په افغانستان، سيمه او نړۍ کي د انسانانو د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو ناوړه اغېزې کوي؛ او نه به زموږ مظلوم خلګ د خپلو بې ګوناهيوادوالو د وژلو، ځورولو، بندي کولو او اقتصادي تاوانونو په وجه،  له افغان مېشتو بهرنييو هيوادو څخه کرکه او ناراضايتي کوي .   
 


افغانان مړني، حقپال او احسانمند خلګ دي . هيڅکله د چا نېکي، مرسته او انډيوالي نه هېروي .  نړيوال بايد د مزدورو اشخاصو، ډلو او ګوندونو پر ځای د افغانستان له  زړور او سرلوړي ملت سره مرستي وکړي . د افغانستان او سيمي د مسألو د حل يوازنۍ معقوله او منطقي  لار يواز ي همدا ده . د دې لاري په مقابل کي د افراطيت، جګړې  او ورانۍ  لاره ده، چي هيڅوک يې په دوام کي خير نه ويني .


په پای کي يو ځل بيا د دې خبري يادونه ضروري ګڼل کيږي، که د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځي ائتلاف، د سيمي هيوادونه ، په تېره بيا زموږ شاوخوا ګاونډيان او د نړۍ له بېلابېلو هيوادو څخه راغلي « جهادي » ډلي، د افغانستان د مسلمان، خپلواک او پر وطن مين ملت د روا غوښتنو پر خلاف د خپلو ستراتېژيکو هدفونو د تحقق له پاره روانو خونړييو جګړو، ورانکارييو، دوښمنييو او بې باورييو ته دوام ورکي، بيا نو بايد ټول په دې روښانه حقيقت ښه سر خلاص کړي، چي زموږ د سوځلي کور لمبې به هرو مرو د دوی تر خوندي ماڼيیو او پټو ځايونو هم ور ورسيږي ؛ د کړېدلو افغانانو درد او فرياد به د فرعوني زور واکانو او شريرو جګړه مارو د تکبر کاسه هم چپه کړي؛ د ستراتېژيکو تصادماتو او وسله والو سياليیو لمن به ډېر ژر زموږ له سيمي څخه د نړۍ لور لور ته و غزيږي؛ او د دې وحشتناکي جګړې لمبې به په پای کي پر ښکېلو هيوادو سربېره، د ټولي نړۍ بشري تمدن  د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ کي .  
 


دغو سترو خطرونو ته په پاملرني سره نتيجه اخيستله کيږي، چي د کابل له تخت څخه د دغه يا هغه ګواډګي ليري کول؛ او د هغه پر ځای د دې يا هغه نوکر کښېنول، زموږ د ټولني هيڅ درد نه دوا کوي . هيڅوک بايد د دې خبري په کره والي کي شک او ترديد و نه لري، چي د دې هيواد د دېرش کلن ناورين علمي او منطقي حل د اشخاصو د ګوښه کولو، ټاکلو او اړولو پر ځای ډېرو پراخو او ژورو بدلونونو ته اړتيا لري .  
 


نړيواله ټولنه بايد د دې خبري په حقانيت ځان پوه کړي، چي په دې ورانه او سوځېدلې مېنه کي هيڅکله د څو اجيرو جنايتکارو په ملاتړ د وينو تويولو، تباهۍ، بد امنۍ او زياتېدونکي ولسي مخالفت مخه نه نيول کيږي . نړيواله ټولنه، په تېره بيا د سپیني ماڼۍ راتلونکي واکمنان بايد نور د جګړې او ورانۍ د دوام پر ځای د سولي، امنيت، يووالي، متقابل باور، بشري پرمختګ او اقتصادي ترقۍ لاره غوره کړي؛ او زموږ په وران هيواد  ( افغانستان ) کي د کرکجنو مزدورانو پر ځای، د يوه ريښتيني ملي حکومت په جوړېدو کي فعاله مرسته وکي .  د دغه راز ملي حکومت په جوړېدو کي نه يوازي د افغانانو؛ بلکي ټولي نړۍ ګټي نغښتي دي