موږ د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۲۰، د لنډمهالي مشر په توګه د حامد کرزي تر لوړې دوې ورځې وړاندې بګرام هوایي اډه کې کوز شوو. درې تنه وو – دوه د فارسي څانګې او زه د پښتو.
شپه ډېره سړه وه او تر سهاره چا خوب ونه کړ؛ له لمر خاته لږ وروسته ګاډی راښکاره شو چې کابل ته مو ورسوي. پر تندي یې هماغه مشهور پکول وال عکس لګېدلی و ! پر لاره ددغو عکسونو شمېر لا زیاتېده او نژدې هره ستن او لوحه او ډبره یې نیولې وه. یو عجیب احساس را ولوېد.
د شمالي ټلوالې برګ دستمال والا هم هرې خواته د غرور پر نیلي سپاره مست ګرځېدل او خپل تور، سپین او شین رنګه بیرغونه یې رپول. ښار ویجاړ و ، د شپې تېرولو له پاره ځای نه موندل کېده. په پای کې د فارسي څانګې ملګري چې پکول والو ورته درناوی کاوه، کانتیننتال کې دوې کوټې وموندې.
سبا یې په کورنیو چارو وزارت کې د ښاغلي کرزي د لوړې مراسم و. ځان مو هلته ورساوه چې د لومړي ځل له پاره مخامخ له کابله ژوندۍ خپرونې ولرو. زما د غږ په اورېدو به سترګې رابرندې شوې، خو د هابل ملګري له برکته چا د ګواښلو نیت نه کاوه.
د دوی غوسه په دې وه چې ولې مې یو څو ورځې وړاندې له طالب مشر ملا عمر سره مرکه کړې او هغه ته مې د امریکا او د شمالي ټلوالې د ګواښلو وخت ورکړی دی. زما زړه بیا د هغوی ګوندي جنډو خوړلی و چې له هرې ونې او ستنې یې راځړولې وې.
له لوړې وروسته په ټکسي کې د ارګ تر ګلخانې ولاړو، تلاشي – ملاشي نه وه. ارګ هم په هماغو عکسونو او هماغو بیرغونو تر مورګو ډک و. ټاکل شوې وه، حامد کرزی د خپلې لومړۍ کاري ورځې او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړې مرکه راکړي. کله چې زما وار شو، نو له مرکې وړاندې مې وپوښت:
«کرزی صاحب له دې بیرغونو سره مو زړه نه تنګېږي؟» هغه شاوخوا خپلو باډیګاردانو ته چې په برګو درېشیو او دستمالونو سمبال وو، وکتل، بیا یې زه له لاسه ونیولم او د خونې ګوټ ته چې ساتونکي یې غږ وانه وري بوتلم او غلي یې غوږ کې راته وویل: “هرڅه سمېږي، چرت مه وهه!”
ریښتیا هم، د حامد کرزي په لومړیو اقداماتو کې یو دا و چې د هېواد تور، سور، زرغون تاریخي او ملي بیرغ یې له خپل محراب او منبر نښان سره پر ارګ هسک کړ او په دې سره د ګوندونو او ګوندیمارو د دېرشو کلو انډوخر چې د بیرغ پر سر یې جوړ کړی و او هر چا د خپلې ډلې هغه هسکاوه، پای ته ورساوه.
هغه ځوانان چې په جلاوطنۍ کې، له وطن او د وطن له تاریخ سره له تړاوه لرې لوی شوي، باید وپوهېږي چې ملتونه په خپلو ملي نښو او ګډو ارزښتونو راټولېږي چې بیرغ یې په سر کې راځي. ملي بیرغ تر ګوندي بیرغونو لوړ او د هر چا د سر سیوری او د سترګو تور دی.
تور یې سور یې هم زرغون🇦🇫💐
ډاکټر داود جنبش