بيا جانان خپه ښکاريږی خدايه خير کی
سترګی ډکی ډکی کيږی خدايه خير کی
د دنيا وحښي پؤځونه دي راغلي
په زمريانو هملی کيږی خدايه خير کی
د سپين غر لمن کی کلي بمبارې شو
سره اوروه پری بليږی خدايه خير کی
سياستوال او ملايان مو بلاګان شو
د پردو ډول ته ګډيږی خدايه خير کی
ځانځانۍ ښامار چيچلې ټبرونه
خو وزير پکی ځليږی خدايه خير کی
د رنجو سره يی اوښکی يوځی راغلی
اننګو باندی څڅيږی خدايه خير کی
اباسينه د ماحول سمسورتيا غواړه
ستا جانان پی خوشاليږی خدايه خير کی