حیا، عفت، ناموس، پرده یا بل هر څه یې چې بولئ، د یوه و ګړي (ښځینه یا نرینه) هغه شخصیتي حریم دی، چې پولې (حدود) یې د دودیزو – فرهنګي ارزښتونو له مخې ټاکل کیږي. د دې حریم ساتنه او درناوی دواړه ټولنیز قراردادونه دي. شخصیتي حریم پخپله وګړی، په دویم ګام کې کورنۍ او په درېیم ګام کې ټولنه ټاکي. واکمنۍ ( دولت – حکومت) د قانون ساتنې او قانون پلې کوونکې موسسې په توګه یوازې د دغه حریم د خوندي والي لپاره مدني – حقوقي چاپېریال رامنځته کوي.
زه په ۱۳۶۰ مه لمریزه لسیزه کې د کابل ښار د یوې تر ټولو موډېرنې سیمي په ښوونځي کې زدکړیال وم. هغه مهال یوازې دوه تجربوي لیسې داسې وې، چې نجونو او هلکانو په کې تر پایه په ګډو ټولګیو کې زدکړې کولې، چې یوه یې زموږ تجربوي لیسه وه. د کیڼ اړخو واکمني وه، او لیسې ته د ښار د خورا لوکسو سیمو نجونې و هلکان راتلل. خو هماغه مهال هېڅ یوه نجلۍ له ټیکري پرته لیسې ته نه شوه راتللی. سینګار او رنګینو جامو ته اجازه نه وه. زموږ د دیني علومو ښوونکې وه ـ لوی خدای دې یې وبښي ـ ښايي قدرمن زوی به یې زما دغه کرښې لولي. دیني علوم یې تر ډېرو اوسمهالیو استخباراتي تش په نامه علماوو ښه زده ول. په نصیحت، وعظ او پیداکوژیکو مهارتونو یې خپل ټول زدکوونکي داسې روزل، چې د حیا او عفت غوره بېلګې وې. کورنیو پر لیسې او لیسې پر کورنیو باور درلوده. نجونو په ټولګي کې ځانونه هماغومره خوندي ګڼل، لکه په خپل کور کې او هلکانو د خپلو ټولګیوالو عزت ته هغومره درناوی کاوه، لکه د خپلو کورنیو.
د ټولنپوهنې یو اصل باید هېر نه کړو. هغه څه چې موږ یې اخلاق بولو، مخامخ په رواني امنیت پورې اړه لري. اخلاق او رواني امنیت یو د بل حدود ټاکي. هرڅومره چې موږ د نورو د شخصیتي حریم پولو ته درناوی وکړو، هماغومره مو د ټولنیز رواني امنیت په ټینګښت کې مرسته کړې ده.
نجونې او مېرمنې په هغه ټولنه کې خوندي دي، چې نرینه یې د خپلو سترګو، لاسونو او بدن د اخلاقو ساتنه کړلای شي.
په هغه لویدیځ کې، چې موږ یې د بې بندوبارۍ زانګو بولو، که چا له تصادف پرته کومې ښځې یا نجلۍ ته داسې وکتل، چې هغې ته د ناامنۍ احساس پیدا شي، نو دغه ښځينه حق لري پولیسو ته شکایت وکړي.
چې رالنډه یې کړم، افغانان د هرې بلې انساني ټولنې په شان ښه پوهیږي، چې خپل شخصیتي حریم څنګه وساتي، په دې پلمو یې له زدکړو او نورو انساني حقونو محرومول حماقت، جهل او له ټولنیزو، پیداکوژیکو، ټولن ـ ارواپوهنیزو ارونو او فرهنګي ارزښتونو څخه بې خبري ده.
د نجونو له زدکړو سره روان چلند استخباراتي – سیاسي دی. دې ته دې دودیز – فرهنګي یا ناموسي رنګ نه ورکول کیږي.
خلک باید پوه شي، چې د دوی مکتبۍ لوڼې د زمزم د چینو په شان رڼې او پاکې دي، خیرن استخبارات او سیاسي دسیسه ګر يې ځکه له زده کړو محروموي، چې له پوهېدو يې ویریږي او خپل کاواکه استبدادي واک و ځواک د ټولنې په ویښتیا، روښانتیا او بدلون کې له لاسه وتلی بولي.