په ناټو کي د روسيې نماينده ويلي دي چي د هغه هيواد د ګرجستان د وروستي بحران په سر دراپورته شوي لانجې په خاطر، ښائي چي د افغانستان په هکله هغه هيواد او د پوځي ائيتلاف تر مينځ همکاري و ځنډيږي .
د روسيې د ریانوسيټی خبري آژانس خبر ورکړی دئ چي تېره شپه “ډیمټری روګوزین” د بروکسل د ناټو د مرکز په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي : «د افغانستان په هکله راتلونکې همکاري په بحراني قفقاز کي د ائتلاف په چال چلند پوري اړه لري »
نوموړي زياته کړېده چي د ناټو سره موږ نه دخبرو څخه راضي يو او نه يې هم د کړو څخه .
روګوزين دې خبري ته لږ شاني صراحت ورکړی، او ويلي يې دي چي : تر اوسه پوري مسکو په دې خاطر پرېکړه کړې وه چي په افغانستان کي د ناټو د عملياتوڅخه ملاتړ وکړي، چي په دې هيواد کي يې د سیاسي او پوځي وضعيت په هکله اندېښنه درلودله .
تردې مخکي مسکوو ناټو ته د روسيې د خاورې نه و افغانستان ته د نه وژونکو توکو د انتقال په هکله موافقه کړېوه .
د روسيې صدراعظم “ولادیمیر پوټین” په دې ورستيو کي ويلي وه چي په توره بحيره کي د ناټو د جنګي کښتيو د موجوديت ځواب به په سړه سينه ورکړي .
څېړونکي په دې نظر دي چي ښائي روسيې به داسي پتيلې وي چي ناټو ته دداسي په سړه سينه ځواب ورکولو دپاره به ئې افغانستان يو مناسب ځای ټاکلی وي .
که داسي وي نو جوته کيږي چي افغانستان به تر دې زیات د لويو قدرتو او سيمه ایزو ځواکو د زور آزمائيوي په مرکزي سيمه باندي را واړوي