ناټو د اروپا ختیځ ته خپلي لښکري ډیروي او پوځي وړتیاوي غښتلي کوي، امریکې دلته دخپلو پوځیانو شمېر سل زره ته نژدې کړی دی.
د هالنډ په ګډون نورو هیوادونو هم خپلي درنې وسلې او لښکر د شرقي اروپا مهیمو نقطو ته رسولي او لا نور هم چمتووالی کوي.
د امریکې ولسمشر بایډن پرون په بلجیم کي د ناټو په سرمشریزه غونډه کي د ګډون پر مهال وویل”روسیه به د خپلي تمي خلاف ډیر متفاوت څه ترلاسه کړي”، نوموړی نن پولنډ ته ځي چي په سیمه کي د ناټو څخه دباندي هیوادونو د استازو او له اوکراین څخه را اوړیدلو کډوالو سره وګوري، په اصل کي ددې سفر مقصد د احتمالي پوځي نښتي دپاره د همږغۍ او قوت رامنځته کول بلل کیږي.
پر اوکراین برید ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده خو اروپا چي په ځینو برخو کي تر څلوېښت سلنه سونګ توکي او خوراکي توکي له روسیې او اوکراین څخه واردوي د بیو د لوړوالي او قحطۍ له ستونزي سره مخامخیدونکې ده.
په تېره یوه میاشت کي د یو لیټر غوړیو بیه له ۱،۵ یورو څخه ۳ یورو ته ورسیده او د یو لیټر پطرولو بیه تر ۲،۵۵ پوري جګه سوه.
پر افغانستان غوندي هیوادونو ددې جګړې اغېز دادی چي که واکمن حکومت او ولس یې لاس په لاس او په همږغي کار ونکړي د نړیوالي پاملرني له کرښي په وتلو سره یوار بیا د خپلو ظالمو ګاونډیو منګولو ته لویدلای سي، خدای مکړه.
ومن الله التوفیق
په درناوي
عبدالله احسان