یو نوی کناب – ۱۴۰۰ هه ش
د نړیوالو ټولنو د پیل، پرمختګ، ارزښت، دندو او بریاوو په هکله، په دې کتاب کې ډېرې خبرې شته، چې دلته یې نه راوړم؛ خو دومره ویلای شم چې نړیوالې ټولنې زموږ د عصر د نړیوال نظام، له خورا مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. ښکاره خبره ده چې د دې ټولنې پېژندګلوي له لوستونکو سره مرسته کوي چې د اوسني نړیوال نظام د کار په څرنګوالي، نیمګړتیاوو او بریالیتوبونو ډېر پوه شي.
داسې ویل کېږي چې په اوسنئ نړۍ کې، له 67000 ډېرې پوځي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، علمي، تخصصي، مذهبي، فرهنګي، ورزشي او … نړیوالې او سیمه ییزه لویی یا کمکی ټولنې شته، چې په ډېره لویه جغرافیه یا یوه کمکۍ سیمه کې فعاله دي او کار کوي.
له ما سره د داسې یو کتاب د لیکلو فکر 7 – 8 کاله مخکې پیدا شوی و او داسې یو نوم (نړیوالې ټولنې) مې په څو کتابونو کې، د لیکوال د هغه کتابونو په لست کې راوړی و، چې په راتلونکي کې به چمتو کېده او 100 – 150 مخه کار مې هم کړی و.
په کال 2020 کې په نړۍ او ګران افغانستان کې د کرونا ځانګړو شرایطو، زه دې ته اړ کړم چې په همدې کتاب کار پیل کړم. زه د کال 2020 د مارچ په پیل کې، د اروپا څخه کابل ته ستون شوم. هغه وخت په چین، اسپانیا او ایتالیا کې دا وبا لګیدلې او داسې ویره وه چې ټولې نړۍ ته به خپره شي. زه به داسې حال کې کابل ته ورسېدم چې له دوبی څخه مې ماسکونه او نور وقایوي مواد هم اخستي و. په کابل کې مو لا د سفر ستړیا نه وه وتلی چې بندیزونه ولګېدل، له 58 کلنو پورته دفترونو ته بند شول، له کورونو څخه کارونه پیل او خلکو ته وویل شول چې په کورونو پاته شي!
ما فکر کاوه چې د دې وبا، یوازیتوب او د ګران وطن په هکله د غمجنو او خونړیو خبرونو په شرایطو کې، داسې یو کار باید پیل کړم چې ما شپه او ورځ بوخت وساتي او دا (د نړیوالې ټولنې) د کتاب بشپړول و!
اخځونه مې غونډ کړل، انترنت مې درلود. بس کار مې پیل کړ. هره ورځ 6 – 8 ساعته پرله پسې کار. د کوره وتل نه و، میلمانه نه راتلل، ودونه بند وو او بل هېڅ داسې مصروفیت هم نه و چې زما د کار مخه ونیسي. هیله مې دا وه چې د افغانستان ځوان نسل ته به ان شاالله داسې یو کتاب تالیف شي، چې د یو شمېر نړیوالو ټولنو په پېژندګلوی کې مرسته ورسره وکړي.
پخوا به په پښتو ژبه کی یوازی کلاسیک ادبیات، فولکلوری مجموعی، شعرونه او دینی کتابونه یا کتابګوټی چاپیدل، او د علمی، فنی، مسلکی او هنری کتابونو ځای به تش وو؛ خو په تیرو شلو کلونو کی په دی برخه کی، یو لوی بدلون راغی او د علومو او فنونو او هنرونو په برخو کی، په سلګونو کتابونه خپاره شول، د کتابونو د چاپ دفترونه جوړ شول، مطبعی راغلی، ځوانان فعاله شول او یو لوی تحرک پیل شو چی ټول مثبت بدلونونه حسابیږی. هغه وخت چی ما د نړیوالو ټولنو کار پیل کړ، په اکسوس کتاب پلورنځی کی می دا کتابونه وموندل:
نړیوال سازمانونه د محترم محمد جعفر هاند ژباړه او لیکنه؛ نړیوال سازمانونه، د محترم محمد نظیم سمون ژباړه؛ نړیوال سنودونه- د ملګرو ملتونو منشور کمکی کتا، د محترم صفی الله ناصری ژباړه چی ما د خپل کتاب په لیکلو کی له دی دریو کتابونو څخه دیره استفاده کړی ده.
د ملګرو ملتونو کړنلاره( منشور) او د عدالت د نړیوال محکمی اساسنامه ما د ناصری له کتاب څخه اخیستی؛ خو ډیر په دقت می له اصلی منابعو سره پرتله کړی او له سمونونو وروسته می په دی کتاب کی راوړی. د بشری حقونو نړیواله اعلامیه او د بشری حقونو اسلامی اعلامیه هم له نوموړی کتاب څخه کټ نقل شوی دی.
د 2020 په دسمبر کې زه دوبی ته لاړم او دوه میاشتې هلته پاته شوم. هلته هم یوازیتوب و، د کرونا وېره او بندیزونه او له ګران وطن څخه د وینو او باروتو خبرونه. نو هلته مې هم ځان په همدې کتاب مصروف وساتو. د کال 2021 په مارچ کې هالند ته راغلم؛ خو د کتاب کار مې معطل نه کړ؛ ځکه د افغان ماشومانو د مرستی له پاره د جرمني دفتر استازی، محترم داکتر یحیی وردک زیری را کړی و چې دا کتاب به چاپ کړي.
داکتر یحیی وردک په تېرو پنځلسو کلونو کې، د افغانستان د پوهنتونونو ځوان کهول ته لوی خدمت کړی او تر اوسه یې په طب، فارمسي، ریاضیاتو، کیمیا، فزیک او نورو برخو کې، په پښتو او فارسي دري ژبو، په سلګونو ارزښتمن ژباړلي یا لیکلي، کتابونه له CD ګانو سره یو ځای، خپاره کړي او د افغانستان په پوهنتونونو ویشلی، چی ځوان نسل یی ولولی او ځانونه د یوویشتی بیړئ د غوښتنو او اړتیاوو سره سم عیار کاندی.
په هر صورت دا دی د کال 2021 په نیمایي کې، دا کتاب بشپړ شو. هسې خو نړیوالې ټولنې له شپیتو زره هم اوړي، چې د ټولو پېژندګلوي د (برتانیکا انسکلوپیدیا) په شان کتابونه غواړي؛ خو ما په دې کتاب کې ملګرو ملتونو د شپږګونو اساسي څانګو، دفاترو، اړونده ارګانونو او تخصصي بنسټونو او یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزه ټولنو اکتفا کړې ده. هیله ده چې په راتلونکي وخت کې به، ځوان افغان مولفین او ژباړونکي دا دنده په غاړه واخلي او د ډېرو هغه نړیوالو ټولنو پېژندګلوي په بشپړه کړي، چې په یو ډول له افغانستان سره اړیکې لري.
زه دا اوسنی کار هم پوره نه بولم. د کرونا او مسافرتونو ستونزو او له ګران وطنه لیریتوب، هرومرو خپل دروند اغېز لري. ما هیله درلوده چې په دې هره نړیواله ټولنه یا بنسټ لکه FAO، SAARC، ECO، UNESCO کې، د افغانستان په غړیتوب ډېرې خبرې ومومم؛ خو کله چې په کابل کې وم، د بهرنیو چارو وزارت اړونده دفتر مینه ونه ښوده او زما پرله پسې غوښتنو ته یې مثبت ځواب رانکړ!
که زه د خپل واک وای، په دی کتاب می دری میاشتی نور هم کار کاوه ، چی ښه بډایه شوی وای؛ خو د کتاب د خپروونکی محترم داکتر یحیی وردک، غوښتنو دا ارمان نیمګړی پریښود. داکتر صاحب ځکه بیړه کوله چی ما نه مخکی ځنډ بیښ شوی و او کتاب باید د پلان مطابق چاپ شوی وای.
په هر صورت دا دی دا کتاب، چې د کرونا، یوازیتوب او مسافرت په ورځو کې، د افغانستان ځوان کهول ته، د عمومي معلوماتو د بډاینې په درنه هیله لیکل شوی، ستاسو خدمت ته وړاندې کوم. هیله ده چې لوستل او که ممکنه وه علمي او مسلکي کره کتنه او حتی انتقاد به یې، د مولف د زړه هغه هیله لږ پوره کړي، چې د ګران افغانستان د هر اړخیز خدمت او ځوان نسل ته د فرهنګی کار له پاره یې په ځان پور ګڼي.
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې کله ما تیر کال، په کابل کې د دې کتاب د لیکلو کار پیل کړ، لاس لیکلي پاڼې به مې د کمپوز له پاره، ښاغلي سمیع الله مومند ته د یو دریور په لاس استولې چې په لوګر کې ایسار و. سمیع الله به کمپوز شوې پاڼې بیرته په برېښنا لیک رااستولی چې بیا وکتل شي او بډایه شي. داسې پاڼې به مې له دوبۍ او هالند څخه، په واتساپ ورته استولی او ده به بېرته په برېښنا لیک رالیږلی او ما به بیا – بیا کتلې او د نورو اخځونو په مرسته به مې بډایه کولی.
د ښاغلو سمیع الله مومند او محمد عبدالحق صمیمي کورونه دې ودان وي. صمیمي د دې کتاب د وروستي متن او پشتی ډیزاین جوړ کړی او کتاب یې چاپ ته چمتو کړی دی. صمیمی له پنځلسو کلونو دا خدمت کړی او زما د نژدی ټولو کتابونو د وروستی دیزاین کارونه یی سر ته رسولی دی. د ښاغلي داکتر یحیی وردک او د ماشومانو له پاره د جرمني د مرستو دفتر منندوی یم، چې د دې کتاب د چاپ لګښت یې په غاړه واخست او دا نیمګړی زیار یې، ستاسو تر لاسونو او کورونو پوری ورساوه.
له خپلی کورنئ څخه هم نړئ مننه کوم چی ما ته یی، په هالند کی دا شرایط برابر کړل چی په اونئ کی پنځه شپږ ورخی، د هارنم ښار، کورنبورخ کتابتون، ته لاړ شم او هلته په دی کتاب کار وکړم.
د داسې ورځې په هیله چې کتاب لوستل، په ګران وطن کې په یو (فرض) بدل شوی او په ښوونځیو، پوهنتونونو، مدارسو، ښارونو، ولسوالیو، کلیو او کورونو کې، کتابونه او کتابتونونه ولرو او دا کتابتونونه په تنکیو زلمیو، ځوانانو او بوډاګانو نارینه وو او ښځو لوستونکو ډک وي او خپلواک افغانستان د پرمختګ، ځان بسیاینې او نیکمرغیو په لور، ګړندی په مخ روان دی او په په ژمنو او مسلکي کادرونو ډک !
احسان الله ارينزی