ددغه بريد دبيړنيو پلټنو امر دکورنيو چارو وزير وکړ او وداسلام اباد دپوليسو دمشر ښاغلي کهوسه تر مشري لانتدي يې دپلټنو لپاره يو پلاوى سيمي ته واستاوه . لومړنۍ پلټنې ښيي چې دلومړي وزير ښاغلي ګيلاني پر موټر درې ګولۍ لګيدلي دي خو ګيلاني په موټر کي نه وو او هغه لا له لاهوره نه وو راستون شوى . پيښه په داسي حال کي وشوه چې دلومړي وزير کاروان داسلام اباد هوايي ډګر ته وروان وو.