د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګریس څخه په یوه لیک کې غوښتي، چې د افغانستان شتمني او پولي ذخیرې ازادې کړي. په لیک کې د شتمنیو کنګلول غیرې منطقي کار بلل شوی، ځکه د شتمنۍ کنګلول او اقتصادي بندیزونه روغتیا، معارف او د افغانستان نور ملکي خدمتونه زیانمنوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره ښې پایلې نه لري. همدارنګه په یاد لیک کې یادونه شوې، چې د ا.ا په راتګ سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او اوس د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او ښو اړیکو او همکاریو ته لاره هواره ده. اوس د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ښه زمینه مساعده ده. په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالات هم په زراعت، صنعت او د افغانستان په معدنیاتو کې پانګونه کولای شي.
بشپړ لیک په پښتو، دري او انګریزي ژبو دې بڼه لیږل سوی دی:
د افغانستان اسلامي امارت
د بهرنیو چارو وزارت
نېټه: د ۱۴۰۰ل کال د لړم ۲۶ مه
د امریکا متحده ایالاتو د کانګریس ښاغلیو غړو ته!
ښې چارې،
د افغانستان د نوي حکومت په استازیتوب خپلې ښې هیلې وړاندې کوم او غواړم د دوه اړخیزو مناسباتو په اړه څو خبرې ستاسې سره شریکې کړم.
سږ کال د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو سل کاله پوره کیږي. په لومړي ځل د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۲۱م کال کې، د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان خپلواک دولت په رسمیت وپېژانده او په ۱۹۳۵م کال کې د دواړو دولتونو ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې پیل شوې. د نړۍ د نورو دولتونو په څېر، زموږ او ستاسو په اړیکو کې هم لوړې ژورې راغلې دي.
له شک پرته، د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر له اوومې وروسته شل کلنې جګړې د امریکا او افغان ملت پر اړیکو سیوری غوړولی و خو له نېکه مرغه، د دغې اوږدې جګړې پای د یوې دوې اړخیزې موافقتنامې په پایله کې تضمین او حل ته ورسیدو. د دوحې په موافقتنامه کې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو وړاندوینه شوې ده. موږ فکر کوو چې د دوحې موافقتنامې پوره تطبیق او ژمنتیا کولای شي د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ د مثبتو اړیکو نوی فصل پرانیزي چې دا د دواړو هیوادونو په ګټه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه هم روانه وه؛ خو له ۲۰۱۱م کال راهیسې موږ په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو له دریو ادارو سره ګڼ پړاوونه خبرې وکړي.
لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د افغانستان اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې د مشر له غیرمسئولانه تېښتې وروسته د خلکو اوپه تیره بیا د کابل ښاریانو د غوښتنې په اساس او د قدرت له خلاء او ګډوډۍ څخه د مخنیوي په خاطر کابل ته داخل شو، په دې ډول یې د یوه خپلواک دولت په حیث د افغانستان د چارو واکي په لاس کې واخیستي او د هېواد د وګړو د هوساینې لپاره یې کار پیل کړ. د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک او مسئول دولت په توګه د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لیواله دی.
افغانستان له څه باندې څلوېښت کلنې جګړې وروسته د یوه واحد، مسئول او له فساد څخه پاک حکومت څښتن شوی دی. د ښې حکومتولۍ، امنیت او شفافیت په اړه عملي قدمونه اخستل شوي دي. د قدرت جزیرې له منځه تللي، د فساد، اختلاس، غصب او نورو حق تلفیو عوامل خنثی شوي. په هیواد کې سرتاسري امنیت خوندي دی، سیمي او نړۍ ته د افغانستان له خاوري هیڅ ډول تهدید نشته او د مثبتې همکارۍ زمینه مساعده شوې ده. اوس د افغانستان د ودانۍ او انکشاف لپاره ټول فرصتونه مهیا شوي دي. په راتلونکې کې دافغانستان په صنعت، زراعت او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالات هم پانګونه کولای شي.
د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري زموږ د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز لګیدلی دی. دا زموږ د توقع او د دوحې موافقتنامې خلاف دی. د افغانستان خلک حق لري، چې له لسیزو جګړو وروسته د ځاني امنیت څښتن شوي دي، مالي امنیت یې هم خوندي وي. اوس زموږ د خلکو اساسي مسئله مالي خوندیتوب دی او د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت له خوا زموږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي.
په داسې حال کې چې، د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د دوحې موافقتنامې له لاسلیک وروسته موږ نور یو د بل پرخلاف په جګړه کې هم ښکېل نه و او اوس هم د یوه او بل پوځي مخالفین نه یو، زموږ په شتمنيو بندیزونه به څه منطق ولري. موږ فکر کوو چې دواړه لوري یو ښه فرصت لري چې په راتلونکي کې مثبتې اړیکې ولري او د ماضي له تېرو ترخو جریاناتو څخه درس واخلي. په داسې حال کې چې موږ د مثبتو اړیکو لپاره ښه فرصت لرو، بیا هم د بندیزونو او فشارونو له اپشن څخه استفاده زموږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نه شي کولای.
موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا په اندیښنو پوهیږو او د اعتمادسازۍ لپاره دواړو طرفونو ته په کار ده چي مثبت قدمونه واخلي.
موږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي چې عام ولس تري ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسیږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي.
بله دا چې همدا اوس په افغانستان کې د ژمي سوړ موسم را روان دی، په داسې حال کې چې هیواد مو د کرونا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر ځپلی دی، د امریکا لخوا بندیزونو له تجارت او کاروبار نه علاوه د بشري مرستو حالت هم اغیزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستندویه ټولنو اټکلونه ښيي چې که دا حالت دوام کوي، د افغانستان ولس به راتلونکی ژمی له ستونزو سره مخامخ شي. دا چې له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، د روغتیایي اسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور وفات کیدل او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو اولیه اسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلای او د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت او ولس حیثیت ته هم زیان اړوي ځکه چې دا یوازې بشري موضوع ده. موږ هیله کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو دکانګریس غړي به په دې اړه ژور فکر وکړي. د امریکایي چارواکو له بندیزونو او یو اړخیز او غیر منصفانه چلند څخه زموږ ولس ته پیښې ستونزې به په عادلانه نظر وڅيړي او له دې بشري موضوع سره به سرسري چلند نه کوي.
د خپلو څرګندونو په پای کې غواړم د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه وغواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسئولانه ګام پورته کړي ترڅو زموږ د راتلونکو اړیکو دروازې خلاصې شي او د افغانستان د مرکزي بانک ذخایر خلاص او زموږ له حسابونو څخه بندیزونه لرې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستو سره د امریکا د متحده ایالاتو کانګریس درنو استازیو ته د خپلې لوړې پاملرنې ډاډ ورکوي.
په درنښت
مولوي امیرخان متقي
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير
۱۴۴۳/۴/۱۲ھ ق
۱۴۰۰/۸/۲۶ھ ش- 2021/11/17م