د ادب ژبه ده ، خوشحال لري دیوان لري
دموشګاف سره بابا عبدالرحمان لري
توري سپرلی ، سپرلی د پاڼو په لاسؤ کي ناڅي
بوی د نرګس او د لونګو یې وږمو کي ناڅي
یون یې لطیف په سپینو کاڼو کي دنرمو اوبو
مسکا یې خیال د بړبوکیو د باران په اوږو
د درخو حسن د آدم د افسانو ژبه ده
په سور او تال کي د رباب د ږغیدو ژبه ده
ته واچینه ده راوتلې د سپوږمۍ د کوره
څپه، څپه یې په قدم کي د هوسۍ د کوره
دخيال په سیورو کي، لفظونه دکمال پراته دي
دلمر په غشو کي فصلونه د جلال پراته دي
لهجې یې شونډو ته شربت او نګهتونه راوړي
روح یې و تن ته پایکوبونه، اتڼونه راوړي
په غوږ لګیږې لکه سیند کي وي د شور سندرې
په ساړه ژمي کې وي بلي د تود اور سندرې
دکرښو قد یې د چنار د تن خویونه اخلي
قلم یې ژبه د انګورو دبڼونو اخلي
زما دمور ، زما د پلار او دجانان ژبه ده
شکر دی خدایه ؛ چي د ګران افغانستان ژ به ده
پروین فیض زاده ملال
۲۰۲۱/ ۵ / ۲ویلز، برتانیه