په غندنه ونمانځل شو
د زمري په نهمه نېټه د انټرکانټیننټال هوټل ته بلل شوی وم، بلنلیک مې ولید، ډېر راته په زړه پوری ښکاره شو او هڅه مې وکړه چې نور ټول کارونه به پرېږدم او په دې غونډه کې به برخه اخلم او هماغه شان مې وکړل دغې غونډې ته ولاړم.
دغه غونډه چې د عبدالله حیدر وردګ د یوه شهکار لپاره جوړه شوې وه، د نوموړي د نوې اختراع په اړه پکې علمي بحث روان وؤ. د بحث په لړ کې ما لاندې ټکي په خپله کتابچه کې یادښت کړل.
عبدالله حیدر وردګ د افغانستان اصیل اوسېدونکی د کابل د حقوقو د پوهنځي د بشپړولو وروسته له نن څخه دیرش کاله وړاندې اسټرالیا ته ستون شوی وؤ. نوموړي هلته د کیمیا څانګې ځینې کورسونه لوستي وؤ او په خپله یوه آزموینه کې په ناببره توګه پوه شو چې نشایسته او ګلګوز لرونکي توکي برسېره پر دې چې خپله اور بلونکي دي، کولای شي اور په ډېرې چټکتیا مړ هم کړي.
د دغه نظر د اخیستلو په وخت نوموړی هم خپله هک او پک وؤ نو ځکه یې غوښتل چې په خپل دغه نظر څېړنه وکړي. نوموړي شپږ کاله وړاندې خپله څېړنه پیل کړه او د دغو شپږو کالونو په لړ کې هغه د نیشکر او لبلبو له شیرې څخه هماغه نشایسته او ګلګوز لرونکي مواد را ټول او د کیمیاوي تجاربو په لړ کې یې د هغې څخه د اور وژنې یوه ډېره قوي او ارزانه ماده اختراع کړه. د دغې مادې په ترکیب کې چې سل سلنه طبیعي مواد دي د نیشکرشیره او اوبه ګډې دي، د اور وژنې د ډبې د فشار لپاره په هغې کې د خمیره (خمیرمایه) څخه کار اخیستل شوی دی.
دغه ماده په ډېرو نندارو کې په اسټرالیا او امریکا کې خلکو ته ښودل شوې ده، خو وردګ صاحب چې د هېواد مینه یې په زړه کې وه غوښتل یې د دې مادې افتخار دردېدلي افغان ولس ته راشي نو ځکه هغه د همدې علمي کنفرانس په لړ کې هغه ګډونوالو ته ښکاره کړه او د انټرکانټیننټال هوټل د حوض تر څېرمه یې اور بل کړ، چې وروسته له څو شیبو هغه وتوانېدو په شل ثانیو کې هغه اور مړ کړي.
ده زیاته کړه چې دغه اور نږدې ۵۰۰ درجې وؤ او نږدې په شلو ثانیو کې مړ شو چې موږ خپله هغه ولید وروسته له دوؤ دقیقو موږ و توانېدو د اور پاتې شوني په لاس کې واخلو یعنې هغه یې ډېر ساړه کړي وؤ. ده زیاته کړه چې د دغې اور د مړ کولو لپاره یې ۲۵ امریکایي سنټه لګښت کړی دی او ده دا هم وویل چې کولای شي د یو ټن نیشکرو څخه څلور ټنه دغه ماده جوړه کړي، چې ډېره ارزانه او اور وژنې لپاره اړینه ده.
د نندارې وروسته ګډونوال بېرته سالون ته ولاړل او د پوښتنو او ځوابونو وار راورسېد، د غونډې د پیل څخه تر دې دمه زه یوه ټکي ته متوجه وم چې ځینې برخه وال د غونډې د نظم د خرابولو لپاره هڅه کوي، هماغه شان شوه. یوه پښتون عالم چې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړی وؤ پرته له کومې مقدمې د پوښتنو په پیل کې په غونډه نیوکې پیل کړې او د غونډې په رئیسه هیئت او په خپله ډاکټر عبدالله حیدر وردګ یې مخامخ لفظي ګذارونه وکړل.
د نیکه مرغه د نوموړي دغه کار ډېر ځنډ ونکړ، د یوه خوا د برخه والو احساسات د دغه کار په وړاندې را وپارېدل او له بلې خوا د هوټل امنیتي ځواکونو هغه له غونډې بهر کړ. غونډه بېرته خپل نورمال حالت ته راغله او وروسته له څو پوښتنو پای ته ورسېده.
د دې حالت په کتو سره زه ډېر خواشینی شوم او ومې ویل چې دا څنګه خلک دي، چا چې ورته په لغت وهنې، سوک وهنې او یا په ورزشي جنګ کې ویاړ راوړی هغه یې څومره ولمانځو، اما چا چې ورته د پوهې، لیاقت، علم ویاړ راوړی هغه د یوه عالم له خوا داسې وغندل شو.
بیا هم په دې سوچ شوم چې دا د خلکو ستونزه نه ده، دا د پښتنو بیده توب دی، هلته صحي چې زموږ د هېواد ویاړ نیکپا دی، هغه موږ منو او د هغې په هڅونه موږ هیڅ اعتراض نه لرو، خو کله چې یو ورزشکار دومره هڅول کېږي په کار ده چې زموږ دغه نومیالی عالم د هغې لس چنده نازول شوی وی نه دا چې هغه وغندل شي. د ځان سره مې وویل که زه د دغه عالم پر ځای وی نو هیڅکله به هم د دغه هېواد مخ و نګورم او هیڅکله به هم د دغه هېواد لپاره کار ونکړم. که چېرته دا کار داسې یوه کس کړی وی چې هغه بې سواده وی نو موږ به ویل چې څه پروا لري، کله چې زموږ یو عالم دا کار کوي نو زموږ لپاره ډېر د خجالت او خواشنیتوب ځای دی.
دا هم باید ووایم چې په غونډې کې د نندارو او سمې پوښتنو وروسته لومړی یو خارجي میلمه چک چکې کولې او د هغې وروسته زموږ بیده افغانانو راوېښېدل.
زه د کیمیا د څانګې کوم متخصص نه یم او دا هم نه منم چې دغه اختراع به سل په سله سمه وي، خو هر څه چې وي یو کار دی او حیدر وردګ د هېواد سره د مینې له کبله دلته راغلی وؤ. که چا دهغې ادعا رد کولای نو هغه باید علمي استدلال کړی وی نه دا چې د یوه عالم له خوا ځپل شوی وی.
په تېرو څو کلنو کې ښکاره شوه چې موږ له هنرمندانو (سندرغاړو)، ورزشکارانو او نورو څخه تر کومه حده لمانځنه وکړه خو کله چې پوهې او علم ته راغلو یوازې ټول چپ پاتې شو او هیڅ مو هم ونکړ. دا لومړی ځل نه دی چې موږ د خپلو پوهانو سره داسې کوؤ، اسرار احمد کریمزی هم د دې هېواد بچی وؤ هغه باید په ډېره لوړه کچه نازول شوی وی خو هغه ته هم ټول بېده وؤ. دغه اختراع باید په یوه لوی جشن کې لمانځل شوې وی خو د بده مرغه په دغه غونډه کې ټول ټال ۱۰۰ هېوادوال نه ول او دولتي چارواکي خو راته پکې بیخي ښکاره نشول.
دا چې حکومت د مور او میرې چلند کوي، دا د حکومت پالیسي ده. تاسې ګورئ په ورزشي ساحه کې زموږ تکړه کریکټر رحمت ولي څنګه په بې رحمۍ سره ووژل شو. زموږ او ستاسو تش په نوم پښتون ولسمشر خو وروسته له پنځو ورځو په دې نه پوهېږي چې هغه چا وژلی دی. هغه لا هم شکمن دی چې دا کار به د ناټو او حکومتي چارواکو پرته کوم بل دریم ګړي کړی وي.
په ډېرې ناهیلۍ راغلم چې په انټرنیټ کې پرې څه ولیکم خو هلته مې د تخار موضوع ولیده، هغه راته نوره هم اړینه ښکاره شوه، خو زه نه پوهېږم چې ولې ولې او ولې د پښتنو سره داسې کېږي. په دو هیله چې راتلونکی ولسمشر ریښتینی ملي ولسمشر وي.
په درنښت