هغه اړین ټکي چې زۀ یې د یو افغان په توګه باید ووایم:
کچېرې د طالبانو ډله غواړي، د یو پر ځان بسیه افغانستان لپاره کار وکړي باید په نظر کې یې ونیسي.
۱: وړاندې له دې چې کابینه او حکومت اعلان کړي د پنجشیر مسله باید یوۀ لوري ته کړي،
هغه بې سودان چې پنجشیر کې د دوی د جنګي قومندان احمد شاه مسعود له رسوخ او نوم امتیازات اخلي، داسې باید وځپل شي چې تر ابدۀ بیا هلته څوک د “مقاومت “نوم وانخلي.
وروسته له ځپلو باید هلته “تصفیه او تلاشي ” ترسره شي او لونا او نورو معتبرو توغنديو او وسلو پلټنه د وشي، د وسلو ډیپوګان چې د روس د وختونو هلته جوړ دي هغه دې کابل ته راوړل شي.
او هلته د بازارک سره خوا کې د فرانسې د جاسوسۍ مرکز چې ظاهراً یو فرانسوۍ شفاخانه بلل کیږي ، باید وپلټل شي.
که چېرې څو ورځې نور هم د پنجشیر مقاومت دوام وکړي نو په شمال کې به ورته نور پاڅونونه راپورته شي چې بیا به یې کابو کول د طالبانو له عهدې او وس بهر کار وي.
او خدای مه کړه د افغانستان تجزیې ته به لار هواره کړي.
۲: قومي ټیکه دارانو ته باید دوی په خپل ټول شموله حکومت کې ځای ورنه کړي،
ټولشموله حکومت باید داسې نه وي، چې د بدخشان ټول امتیازات فوزیه کوفي ته ورکړي، د کندهار ټول امتیازات د کرزي کورنۍ ته ورکړي، د ننګرهار ټول امتیازات خېټو فضل هادي مسلمیار ته ورکړي، د بلخ ټول امتیازات کباړي عطاء محمد نور ته ورکړي،
د هرات ټول امتیازات تورن اسمعاعیل خان ته ورکړي، د خوست ټول امتیازات او بستونه کمال ناصر اصولي ته ورکړي.
ټولشموله حکومت باید داسې وي چې د هر قوم د هر قشر او هر ولایت څخه اهل، مسلکي او په کار پوه خلک وګمارل شي.
یرغل ځدراڼ