عصمت الله زهیر
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
چالاک سياستمدار د زمان او مکان په رڼا کي خبره کوي د خلکو موډ ته په کتلو سره خپل موقف بيانوي۔۔۔
مولانا فضل الرحمان د پي.ټي.ايم. د قام پرست،انتهاپسند او دهشتګرد نومولو لپاره زمان،مکان او محل وقوع درو واړو انتخاب د مولانا په واک کي نه وو۔۔۔
اوس که په وزيرستان يا جنوبي پښتونخوا کي يوه نوې رياستي دهشتګردي رامنځ ته کيږي مسوليت به يې د مولانا په غاړه وي او که رياست د يوه نوي پلان سوي لوبي د مخه د پي.ټي.ايم.غړي د ”ګستاخ رسول“په تور تورن کړي او د ”تحريک لبيک“ماډل پرست جنونيان ورپسې را پورته کړي نو د دا ګناه کبيره پړی به هم د مولانا په غاړه کي وی۔۔۔
منم مولانا به خپلو الفاظو ته اوس يو نوی کميس ور واغوندي(ورور عطاالرحمان يې ور واغوستی هم) چي د مولانا د خبري ناسم مفهوم واخستل سو خو پښتون ولس دا وار په ډېره ايمانداري مولانا رد کړو څنګه چي سټبلشمنټ رد کړو۔
پي.ټي.ايم.د رياستي جبر او رياستي ملايت د خونخوارۍ او وحشت په نتيجه کي را جوړ سو او په ټول وطن خور سو۔۔۔
ځکه استخباراتي شبکو رياستي جبر او رياستي ملايت په ټول وطن او لروبر کي د يوې ګټوري جنګي ايډيالوژۍ په توګه کارولی دی او پي.ټي.ايم.خلکو ته د رياستي جبر او رياستي ملايت د اړيکو او خونخورۍ د بربنډولو په خلاف د ږغ پورته کولو جرات او د سوليز مزاحمت شعور ورکړو۔۔۔۔
پي.ټي.يم.د حق اومظلوميت يوه داسي دردونکې چيغه ده چي درديدلی پښتون يې صداقت او ضرورت احساسوي هم يې تر شاه دريږي۔۔۔
يو منظم تحريک د فاشسټ رياست د استبداد په مقابل کي د مبارزې ډولونه بدلولی سي خو هدف د لاسه نه ورکوي او نه د ملګرو په تاوان ځان قرباني کولی سي۔۔۔
په روانو حالاتو کي د پي.ټي.ايم.منظم کېدل او تحريک په انقلابي لارو ليکو اچولو او د تحريک د غړو د ځان او د ملګرو دفاعي تدبيرونه هم په خپلو منځونو کي مربوطي تنظيمي اړيکي درلودل اړتيا جدي نيول نور لازم دي۔۔۔۔
پي.ټي.ايم.کي په تنظيمي توګه ښاخ تراشي او ذهنيت سازي په کار ده او ذهنيت سازي په سياسي تربيت سره راځي ۔۔۔
پي.ټي.ايم.به مطالعاتي مرکزونه يا سټډي سرکل را پيلوي په کلي،بانډو کي،واړه واړه کتابتونونه خو د ملګرو په مرسته جوړېدلی سي۔۔۔
پي.ټي.ايم. يو سوليز مزاحمتي تحريک دی هم د شعوري مبارزې سمبول دی او شعور په کتاب سره راځي