نن طلوعیان د خپلي ويبپاڼي په سرمقاله کي لیکي چي:
“واکنش رییس ستاد ارتش به سخنان دبیر شورای امنیت ملی ……،”
د دې جملې د لوستلو سره مي فکر وکړ چي غلط شوی یې، پر کومه ایرانۍ ویپاڼه لګیدلئ یې، خو ژر متوجه سوم چي نه دا د «طلوع) ویبپاڼه ده چي د افغانستان په نامه تبلیغات کوي. ظاهراً یوه رسنۍ یا مطبوعاتي وسیله ده خو په حقیقت کی د ایران د «صدور انقلاب» یوه اجیره دستگاه ده، چي یو مهم سفارش یې افغانستان ته د ایراني ژبي او دودونو انتقالول دي.
دا خو د ایران ستراتیژیک اهداف دي چی د خپلو بهرنی اجیرانو په وسیله یې تطبیقوي.په اوسنی شرایطو کی مو هيڅ په وس ندي ورسره پوره.ایران اوس په کابل کی حتا اجیر نظامی واحدونه لري.
و اما دا زموږ تش په نامه اداره ولي داسی مړژواندې لاس تر زني ورته ناسته ده؟ موږ خو هم جمهوری ریاست لرو، هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت (وزارت اطلاعات فرنگ) او نوری ملی ادارې لرو. بیا ژر دا په فکر کی راوگرزي چي زموږ اداري «مشران» هلته د کانکریټي حصارونو تر شا ګنکس او ګیچ دي، شاوخوا چارچاپیر دښمن پر راګرځیدلئ، هیواد د جنګ په حالت کي دئ، دوی حیران دي چي څه وکړي،ـــــ خو کله چی مي د مثال په توګه دې یوې سټایل شوي ږيري او چارخانه پطلون والا ته پام شي، وایم نه د دې بیګانه کلتوری تجاوز لار دوی ورته جوړه کړیده. د دې کانکريټي حصارونو تر شا ټوله راغونډ شوي مفت خواره په دې جرم او جنایت کي شامل دي.
خبره ډیره اوږده خو په دې څو خندورو مثالونه به یې رالنډه کړو:
۱- دوې عربې کلیمې دې یوه په ایران کي معمول بله د سوو کلنو راهیسي په افغانستان کی معمول وه. مگر اوس به هغه خپله عربي کلیمه چي هم په اصطلاحي ډول او هم لغوي ډول تر ایرانۍ دقیقه او معنا لرونکې ده، پریږدو او پر ځای به يې په ایران کی معموله اما غلطه کلیمه استعمالوو. د مثال په توګه:
– د ملي شورا (شورای ملي) پر ځای به مجلس وایو او لیکو. په داسي حال کی چي هر مجلس او بانډار شورا نه ده او نه یې شورا بللای شو. شورا یوه جرګه ده او هر مجلس جرګه نسو بللای.
– د انکشاف پر ځای به توسعه وایو ، انکشافي بودجې یا بودجه انکشافي پر ځای به(بودجه توسعوي) وایو. په داسی حال کی چی انکشاف د پرمختګ او غوړیدو په معنا او توسعه د پراختیا معنا لري.
– د گدام پر ځاي به «انبار» وایو، په داسی حال کی چی موږ دواړه اصطلاحات لرو، د غنمو گدام، په پټي کي د کود انبار.
۲- د نظامي ساحې په اصطلاحاتو کی ګډوډي راوستل سخته جفا ده. اوس به یو افسر یوې ډلګۍ یا ټولۍ ته د «دریش» قومانده ورکوي، تر څو چي «ایست» یې نه وي ویلي، ډلګۍ به لا د مارش په حالت کی وي.
په هر صورت زه نه ژبپوه یم او نه سیاستوال. خو دغه بې غورۍ مي ډیر زهیروي.
زما د یوه قدرمن دوست، د حربي پوهنتون پخواني استاد سترجنرال ګلزرک زدران خبره ده چي:
دا یو آه دئ نه یوازي ستا«زدراڼه»!
دئ د ټولو خو لیکل یې پر تا پور دی
ډاکټر عبدالباري