کور / شعر / موقع

موقع

چي ستره لار د پر مختګ د کاروانو نه ويني
لوی جنبشونه شور او زوږ د زمانو نه  ويني


هغه قومونه دي ړانده يا په غلطه روان
چي ګرد او دوړي څوک د مخکي قافلو نه ويني


د بل د لاس په اشارو چي قوم پري پري شي
له لوګو پرته به  بل څه په اسمانو  نه ويني


قوم دي د خپلي ناروغۍ علاج  پخپله وکړي
پخپل کاله کي دي نوکر ځان د پردو  نه ويني


څوک چي طلب د ځلاند لمر کړي لار دي يوه کړي خپله
نو به ګلونه د سپرلو په ژړيدو  نه ويني


د چا چي خوښي وي د سرو شونډو پيالي د ميو
بي ميخاني نه رندان لار بله د تلو  نه ويني


د لوی افغان قسمته پاڅه وخت د خوب پوره دی
دښمن دي خوب د يو کيدو بي ورک کيدو  نه ويني


ته د ختيځ لويديځ بلا لر نه تر بر وخوړې
ته بي خبر څه طريقه د پاڅيدو  نه ويني


که درنه دا موقع خطا شوه وار دي ونه کړلو
نو خدمتګاره! پښتو لاړه بيا پښتو  نه ويني