نن سهار وختي جمهوررئيس محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ته ورسید
کندهار والي حیات الله حیات د کندهار مشرانو، متنفذینو، ځوانانو، علماو او د ټولني یو شمیر نورو مشرانو په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کي د جمهور رئیس محمد اشرف غني، لومړي مرستیال امر الله صالح، ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او ورسره مل ټول لوړ پوړي دولتي پلاوي تود هر کلي وکړ او ماشومانو د ګلو ګیډیو په تقدیمولو سره رئیس جمهور ته ښه راغلاست ووایه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني به په دې یو ورځني سفر کي د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت د ارزوني په موخه د کندهار د نظامي شورا د مشرتابه سره د لیدني تر څنګ د قومي مشرانو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو، تجارانو او د ټولني د بېلابېلو اقشارو سره جلا جلا لیدني ولري او د هغوي غوښتني او وړاندیزونه به واوري.
ويل کيږي چي ولسمشر به په کندهار کي د سولي اړوند هم د سيمه ايزو قومي مشرانو سره وږغيږي خو د کندهار ډيری خلک په دې اند دي چيولسمشر دي د کندهار او شاوخوا سيمو د مخ پر زياتيدونکو ناامنيو رېښو ته پاملرنه وکړي او عوامل دي په نښه او حل و فصل کړي.
ولسمشر په داسيحال کي کندهار ته سفر کوي چي په تېرو دوو اوونيو کي د کندهار دوو جلا جلا پلاوو کابل ته سفر وکړ او په کندهار او شاوخوا کيد مخ پر زياتيدونکو نا امنيو او دلته د ځينو چارواکو د الون بدلون په اړه يې ورسره خبري وکړې خو ظاهرآ ښکاري چي ورغليو پلاوو او خبرو مثبت پايله نه ده لرلې او بالاخره ولسمشر مجبور سو چي پخپله کندهار ته سفر وکړي او حالات له نژدې وڅاري.