د نشه يي موادو دوه سوه قضيې چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د حمل له مياشتې څخه رانيولې بيا د قوس تر میاشتې پورې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي، ډېره برخه د ښيښې يا ميتافيتامين (methamphetamine) په قاچاقو پورې اړه لري.
له نشه يي موادو سره د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل: په دې وروستيو وختونو کې د نورو نشه يي موادو په پرتله د ښيښې قاچاق ډېر شوی دی، آن دا چې په هغو ولايتونو کې هم پولیسو ښيښه نيولې چې پخوا هلته د نشه يي موادو قاچاق بيخي نه و.
” له بده مرغه چې د ښیښې قاچاق د ډېرېدو په حال کې دی، د دې ډول نشه يي موادو قاچاق څو ولايتونو ته غځېدلی دی، مرکزي ولايتونه لکه باميان او دايکنډي، دغه ډول په جنوبي ولايتونو کې هم ډېر شوی دی، لکه خوست، پکتيا او پکتيکا ولایت کې، آن دا چې کونړ ولايت، داسې يو ولايت چې موږ هلته له څو کالو راهيسې د نشه يي موادو د قاچاقو قضيې نه درلودې، خو سږکال د ښیښې يوه قضیه له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلې ده”
ښیښه لومړی په ۲۰۰۸ ميلادی کال کې په هلمند ولايت کې د پولیسو له خوا ونيول شوه، خو تر دې وروسته کال په کال د ښيښې قاچاق او قاچاق کوونکو نيول پسې ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو يو راپور چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې خپور شو ښيي، د دې تر څنګ چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته ښيښه قاچاق کېږي، طالبانو هم د افغانستان په فراه او بادغيس ولايتونو کې د ښيښې جوړولو کارخانې جوړې کړي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين هارون الرشيد شيرزاد د زرګونو نباتي نشه يي معتادينو تر څنګ د کېمياوي نشه يي موادو رواج کېدل، په تېره بیا د ښيښې نشه د اندېښنې وړ بولي، دی وايي له دې واقعيت څخه داسي ښکاري چې افغانستان به په راتلونکي کې د کېمياوي نشه يي موادو بازار وي:
” دا د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو نوښتونه دي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي، افغانان په دې موادو معتادوي او د افغانستان يوه برخه اوس هم د دې نشه يي موادو په بازار اوښتې ده. زما وېره دا ده لکه څنګه چې موږ اوس د تارياکو او هېرويينو له ستونزې سره لاس او ګرېوان يو، امکان لري چې لس کاله وروسته د ښیښې د قاچاقو او استعمال ستونزه هم ولرو.”
هغه کېمياوي مواد چې د ښیښې په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږي له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي، خو په دې وروستيو وختونو کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي په فراه او بادغيس ولايتونو کې د ومان (ephedrine) په نوم يو ډول بوټی هم د ښیښې په جوړولو کې کاروي.
———————–
راپور: مرسلین ارسلا، ازادي راډیو، کابل.