په تېرو څو ورځو کي، بهرني مطبوعاتو او اخبارونو د افغانستان د وضعي په باب يو لړ مهم راپورونه خپاره کړي دي. البته، د خبرونو په سر کي، د هرات د شينډڼد ولسوالۍ غمجن قتل عام وو. د اکانوميسټ مجلي د امريکايي قواوو همدا قاتلانه بمباري ” قصابي” بللي ده. مجله ليکي: ” که چيري متحده ايالات په افغانستان کي ناکامه سي چي ښايي ناکامه هم سي، متحده ايالات به په افغانستان کي دماشومانو د قاتل په نامه يادېږي.” د ملگرو ملتونو يوه هيات هم ويلي چي د عزيز اباد د ملکي او بي گناه خلکو د قتل عام په اړه “قانع کونکي شواهد” لري. په تېرو اوو کالو کي، ښايي همدا د متحده ايالاتو تر ټولو ستره قاتلانه او مرگانۍ بمباري وي. (اکانوميسټ : اگسټ ٢٨، ٢٠٠٨ )
د اگسټ پر ٢١، د شپي په تېارو کي، امريکايي مخصوصو عسکروچي ويل کېږي د يوي قومي او سمتي بدۍ پر بنسټ، د عزيز اباد کلى خپلو هوايي قوي ته ور په نښه کى، او هغوى پخپلو ړاندو او بي امانه بمباريو کي ٦٠ کوچينيان، او قريب ٣٠ ښځي، نارينه، او بسته کلى سټ کى. د کال ٢٠٠١ د اشغال څخه را وروسته، امريکايي قوي په افغانستان کي پر بمباريو تکيه کړي ده. د يوي خوا، د طالبانو او نورو افراطيانو حملي مخ پر زياتېدو دي، د بلي خوا، امريکا بمباريو ته زور ورکړى دى.
د امريکايي قوي ددي پاليسۍ لمړى علت دا دى چي امريکا په افغانستان کي کم عسکر لري، او غواړي چي د عسکرو د لږوالي تلافي په بمباريو وکړي. سږ کال، د ناټو په بمباريو کي ٥٠ فيصده زياتوالى راغلى دى، او د سږ کال په جنگونو کي په زرهاوو تنه وژل سوي دي. دوهم، دا چي امريکا د افغانانو د ژوند، مال، او امنيت پروا نلري. دريم، دا چي ورو- ورو امريکا د شورويانو په شان په يوي مغروري او ظالمي اشغالگري قوي بدلېږي. څلرم، د کزري حکومت پدي تېرو اوو کالو کي پدي ارتباط هيڅ د پام وړ اقدام ندى کړى.
د شينډند د قصابۍ په ارتباط، د افغانستان د پوځ دوه قومندانان برطرفه سول چي ويل کېږي همدغو دوو افسرانو امريکايانو ته غلط استخبارات ورکړي وه. د اکانوميسټ د مجلي د رپوټ په اساس، يو تاجيک عالي رتبه افسر دى چي د اسماعيل خان سره نږدي اړيکي لري. په کال ٢٠٠٤ کي، په همدي سيمه کي د اسماعيل خان او مخالفانو تر مينځ اخ و ډب پېښ سوى وو. داسي ښکاري چي دا لمړى ځل ندى چي د امريکا پوځي طاقت او امکانات د قومي او سمتي بديو لپاره استعالېږي.
ددغو ټولو شواهدو او اسنادو سره سره، د امريکا د دفاع وزارت دريځ تر اوسه پوري دا دى چي پدي حملي کي ٢٥ افراطيان او پنځه ملکي کسان وژل سوي دي. د امريکا دپوځ لوى درستيز په يوه مطبوعاتي کانفرانس کي وويل: ما د ملگرو ملتونو او افغاني حکومت ادعاگاني اورېدلي دي، خو موږ باور لرو چي دا حادثه نده پېښه سوې. سرټمبه گي او سپين سترگي خو همدي ته وايي. داسي برېښي چي امريکايي قواوو د ودونو، جنازو، او ملکي غونډو په نښه کولو باندي عادت نيولى دى. تېره مياشت، د هسکي مېني په غمجنه حادثه کي ٤٧ تنه ووژل سول. د پنتگان چارواکو ته پکار ده چي خپل ځان سبمال کړي، خپلي بي مهاره او تباه کونکي بمباري کنټرول کي، او يوي سياسي او هر اړخيز حل ته غاړه کښېږدي. ځکه په بمباريو جنگ نه گټل کېږي. امريکا، ناټو، او کرزي په افغانستان کي د سولي او ثبات د راوستلو په هلو ځلو کي سخت تر شا راغلي دي.
امريکايي قوي يوازي د جون په مياشت کي ٣١٧٠٠٠ پاونډه بمونه د افغانستان پر مختلفو سيمو باندي اورولي دي. په عراق کي، امريکايي قوه عموما ٢٥٠ پاونډه بمونه اچوي، خو په افغانستان کي ٢٠٠٠ پاونډه بمونه اچوي. د عزيز اباد ورانۍ او تباهۍ په باب د ملگرو ملتونو په رپوټ کي راغلى دى چي په کلي کي د بمباريو تخريب څرگند ښکارېده. اته کورونه کاملا سټ سوي وه. او زياتره نور کورونه سخت تاواني سوي وه. روسي دسي شنبي په ورځ په ملگرو ملتونو کي، د يوه پرېکړه ليک مسوده وېشله . پدي پرېکړه ليک کي راغلي دي چي د ملکي کسانو مرگ ژوبله بين المللي ټولنه سخته اندېښمنه کړي ده ځکه دا لمړى ځل ندى چي په افغانستان ملکي او بي گناه خلک په نښه کېږي. ( واشنگټن پوسټ :اگسټ ٢٧، ٢٠٠٨)
د حيرانيتا خبره داده چي فقط د ١٩٨٠ په کلونو کي، امريکا په ملگروملتونو کي د شوروي پر خلاف همدا شان پرېکړه ليکونه وېشل. مگر اوس، امريکا پخپله په هغه ځاى کي راگيره ده چيري چي روسان شل کاله پخوا راايسار سوي وه. داسي برېښي چي تاريخ يو ځل بيا تکرارېدل غواړي.
بلخوا، د امريکا همدا اشتباهات د طالبانو لپاره کورت او غوړي دي. که چيري همدا پاليسي دوام پيدا کي، زه يقين لرم چي په افغانستان کي به امريکايان پخپله ځانونه ناکامه کي. په افغانستان کي، جنگ له کنټرول څخه وتلى دى. سياسي پروسه په ټپه ولاړه ده، او د کرزي اداره په ناسور بدله سوي ده. د افغانستان په شمالي ولايتونو کي، د امريکا په ملاتړ د شمال ډانگيانو د ښځو او ماشومانو په بي عزته کولو کي مهارتونه تر لاسه کړي دي. هلته، د امريکا په ملاتړ د شمال ايتلاف جنگي جنايتکاران د ماشومو نجونو پر عزت او ناموس تېرى کوي. هلته، په امريکايي ډالرو مست ډانگيان پښتانه خپلو کليو او کورونو ته له ورتگ څخه را گرځوي، او هر گړى يي په مرگ او بي عزتۍ تهديدوي. البته، په جنوب او شرق کي، د طالبانو، القاعدې، محلي مليشاوو، ناټو، او امريکايي قواوو په نه تمامېدونکو جنگونو کي سيمه ايز خلک سټ سول.
امريکايي عسکرو له ډېره وخته راهيسي په افغانستان کي د روسي جنرالانو تجربه سوي او ناکامه ستراتيژي غوره کړي ده. د يوي خوا، د جنگ د را ايسارولو لپاره بمبارويو ته مخه کړي ده. بلخوا، په يوي قومي او جنگ ځپلي جامعي کي_ لکه افغانستان_ د قومي چوغليو، بديو، او لمسونو په اساس بمبارۍ کول، عموما قاتل عامونه ږېږوي. يو قتل عام پخپل وار مقاومت او مخالفت ږېږوي. يو مقاومت جنگ، مرگ ژوبله ، او وراني ږېږوي. همدا شريره لړۍ، د ولسونو او خلکو تر مينځ نه پخلاکېدونکي لانجي ايجادوي. موږ همدي درک ته وروسته له يوي بدي او اوږدي تجربي څخه رسېدلي يو. د روسانو د تجاوز د تاريخي تجربو په اساس ويلاى سو چي هر هغه بهرنى طاقت چي په افغانستان کي بدي او نامعقولي پاليسۍ پلي کړي دي، هغه طاقت بالاخره ناکامه سوى دى.
همدارنگه،په همدي تېرو څو ورځو کي، طالبانو د خارجي قواوو پرخلاف دوي منظمي، مرگانۍ، او پېچلي نظامي حملي وکړې. د اگسټ د ١٨ په حملي کي، لږترلږه لسو ځانمرگي سرتېرو چي په لسهاوو نورو جنگياليو يي ملاتړ کاوه د خوست په ولايت کي په يوي امريکايي پوځي اډي باندي بريد ښخ کى. دي جنگ ټوله شپه دوام لاره . امريکايي هوايي قوي بمبارۍ کولې، او دواړو خواوو يو د بل پر خلاف باړونه چلول. ياغيانو غوښتل چي دننه اډي ته ننوځي، او يو ځل بيا د کونړ ولايت پېښه تکراه کي. مگر د اډي شا و خوا افغاني عسکرو يي مخه ونيوله. پدي حمله کي، دري امريکايي او شپږ افغاني عسکر ټپي سوي وه. ( نيويارک ټايمز: اگست ٢٠، ٢٠٠٨)
بله حمله، د اگست د مياشتي پر ١٩ باندي په سروبي کي وسوه. څه دپاسه ١٠٠ ياغيانو کابل ته څېرمه په فرانسوي عسکرو يرغل وکى. پدي حملي کي، لس فرانسوى عسکر وژل سوي، او شل نور ټپي سوي دي. د فرانسي جمهورريس وويل: ” د ټروريزم پر خلاف په مجادله کي، فرانسويانو کاري گوزار وخوړ. فرانسه به د ديموکراسۍ او د ټروريزم پرضد جنگ ته دوام وکي.” د محلي چارواکو په وينا، پدي سيمه کي طالبان او د حکمتيار ډله فعاله ده.
ددغو دوو حملو سياسي تحليل دا ښيي چي پر امريکايي پوځي اډي او فرانسويانو باندي د طالبانو منظم او مرگاني بريدونه د ا فغانستان په روان جنگ کي د طالبانو په ستراتيژۍ او تاکتيک کي نوي بدلون ښيي. پخوا، طالبانو په انتحاري حملو، بريد او تېښته، د سرونو په غوڅولو، او د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوله. مگر اوس د جبهيي حملو بندوبست کوي. د طالبانو په ستراتيژۍ کي دا نوى بدلون د هغوى د قوت او زور نښه ده. په بل عبارت، طالبان دونه قوي سوي دى چي کولاى سي په سلهاوو جنگيالي منظم کړى او د يوه معين هدف لپاره يي وکاروي. منظمي او دقيقي حربي نقشي جوړي کړي او بيا يي په ډېر دقت او مهارت عملي کي. د طالبانو په ستراتيژۍ کي همدا نوى ستراتيژيک بدلون به نه يوازي موجوده تاوتريخوالى لا ډېر کړي، بلکي د افغانستان شرايط به نور هم پېچلي او خونړي کړي.
دغه راز، د طالبانو همدا ستراتيژيکي بدلون داښيي چي عامه افغانانو د طالبانو سره خواخوږي پيدا کړېده، يا حد اقل د حکومت او خارجي قواوو سره همکاري نه کوي. په عامه افکارو کي د همدي بدلون يو ا صلي عامل د امريکايي قوي بي امانه او مرگانۍ بمبارۍ دي چي پدي وروستيو ورځو کي يي بېشماره بي گناه او ملکي کسان وژلي دي. د شينډنډ، کونړ، هسکه مېنه، ده راوت، او کندهار، هملند، کلات، او روزگان ډېري سيمي زياتره ورځي د پرله پسي بمباريو سره مخامخ دي.
دا و روستي نظامي او سياسي انکشافات نه يوازى د تامل وړ دى، بلکي په افغانستان کي امريکايي عسکرو ته د خطر زنگ هم دى. ځکه عموما په افغانستان کي په جنگ او پوځي لارو چارو باندي مشکل ندى حل سوى. هيله ده چي دامريکا د جمهوري رياست تر انتخاباتو را وروسته، سپني مانۍ ته سياسي عقل، منطق، او کفايت بېرته راستون سي. د افغانستان شرايطو ته توجه وسي، او د دوامداري مرگ ژوبلي مخه ونيول سي. ځکه د افغانستان وضعه ورځ په ورځ خطرناکه کېږي. پر کابل باندي د طالبانو دمحاصري کړۍ ورو- ورو ټېنگېږي. پراخي سميي، ولسوالۍ، او کلي د طالبانو او القاعدي تر ولکي لاندي کېږي. همدي کاميابيو طالبانو او القاعدي ته ددي فرصت برابر کړى دى چي په ارام خاطر په همدغو سيمو کي د نويو عملياتو بندو بست وکي.
پوره اوه کاله ضايع سوي دي. که چيري د امريکا راتلونکي اداره د افغانستان د وضعي چاره ونکړي، يقينا امريکا په افغانستان کي ماتېږي. سمدستي به په افغانستان کورنى جنگ پيل سي. بالاخره به يو ځل بيا طالبان، القاعده، او اى ايس اى افغانستان ونيسي. او بيا به القاعده په سيمه او جهان کي دنويو ټروريسټئ حملو بندو بست کوي. والسلام.