کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا په زانګو كښي ويده ماشوم هم ترهګر و؟

آيا په زانګو كښي ويده ماشوم هم ترهګر و؟

زموږ د هېواد اوسنى روان حالت د يو لړ لويو ستونزو او كړاوونو سره مخ شوى دى، له يوي خوا جګړې، او له بلي خواهم د خلكواقتصادي ستونزي او د بي كچي لوږي او بي كارۍ ناورين دى، افغان ملت په داسي حساسو شرايطو كي راګير دى، چي د خپل خلاصون لپاره هېڅ لاره نه ويني. كه له طالبانو څخه وروسته خلك يو څه د پرمختګ لپاره لېوال و، هغه آرمانونه يي هم اوبو يووړل، پرمختګ نه بلكي په شاتګ وشو، په شاتګ ځكه ورته وايو، چي ددي دوري په لومړيو كي د هېواد په كچه اويا سلنه امنيت خوندي و، خو اوس د هېواد په كچه تر اويا ډېر امنيت خراب شوى دى. په يو هېواد كي يوازي مركز  مهم نه دى، چي امنيت و لري او خلك پكي ارام ژوند وكړي، د ټول هېواد وګړي يو شان حق لري، خو نن پر افغانانو داسي وخت راغلى، چي د لري واټن او سرحدي ولايتونه خو پر ځاى پرېږده، د هېواد په پلازمېنه كي هم آرامي نه ليدل كېږي، كه به دوه كاله مخكي يو يو ځاى له طالب سره جګړه پېښېده، خو اوس له هر افغان سره جګړه روانه ده، په دي وروستيو كي ټوله نړۍ په سترګو ورته ګوري، چي په سوونو بي ګناه هلكان، ښځې، بوډاګان او زموږ بي وزله هېوادوال په خپلو كورونو كي تر خاورو لاندي كېږي،


دې ډول بمباريو ته به هېڅ افغان او هېڅ نړيوال د سهوي بمباري ونه وايي، كه دوى هر څه ترورېزم بولي، خو موږ او ټول حقيقت اورÛ�دونكي او حقيقت ليدونكي به دي بي رحمه وژنو او بمباريو ته ترورېزم ووايي، چي نن يي په سترګو وينو، تر دي لوى ترورېزم او وېره اچونه به هېڅ نه وي، تر دي لوى وحشت او بربريت به هېڅ نه وي، د وږي د مياشتي د لومړۍ نېټي د هرات د شينډنډ بمباري، چي ونو او بوټو پري وژړل، د څه لپاره و، آيا دي ډول ظلم او وژنو ته به څوك د ترورېزم نوم ورنكړي؟ آيا دا په لوى لاس جګړي ته د افغانانو د هڅولو يوه پروسه نه شو بللى؟ څرګنده خبره ده، ځكه، چي په دي بمبار كي هېڅ يو نظامي كس نه دى مړ شوى ټول بي وزله افغانان په خپلو كورونو كي تر خاورو لاندي شول، دوه كلي په پوره ډول ړنګ شول، ددي دوو كليو په خټينو كورونو كي ټول بي وزله افغانا ن په شهادت ورسېدل، د بمبار شوي كلي په څنګ كي د پشت شهر کلي يو تن قومي مشر تورخان څرګنده كړه، چي په دي بمبار کي زيات شمېر ملکي کسان وژل شوي، دى وايي، کله چي بمبار وشو نو د نواباد دکلي له بمبار څخه پاتي اوسېدونکيو له دوى څخه د مړو او ټپيانو په را ويستلو كي د مرستي غوښتنه وکړه، قومي مشر وويل: (( کله چي موږ ورغلو تر مازيګر پوري مو په خپلو سترګو د ٩٤ کسانو  مړي وليدل او په ډله ييزه توګه موخاورو ته وسپارل.))


 د ده په ګډون د يادي شوي سيمي اوسېدونکي وايي، چي په دي سيمه کي د طالبانو کومه نښه هم نه وه او بمبار هم د ناسم راپور له مخي ترسره شوى دى.


 ولي ناسم راپور د نړۍ په سطحه ځواكونه، چي په هر ځاى كي په ناسمو راپورونو بمبار كړي، او د سم او ناسم راپور تر منځ توپير نشي كولاى نو بيا خو د دوى پوهه او بصيرت تر پوښتني لاندي راځي. ددي ډول ظالمانه بمبار په پايله كي له ړنګو كورونو څخه د را ايستل شوو مړو شمېر ۱۵۰ كسانو ته ورسېد، تر دي پېښي وړاندي د فرانسي يوولس كسه سرتېري، د كابل په سروبي ولسوالۍ كي له طالبانو سره په مخامخ جګړه كي وژل كېږي او په مړو يي ټوله لويديزه نړۍ اوښكي تويوي تر دې، چي كله د هغوى مړي فرانسي ته وړي د هغه هېواد لومړى وزير ورته ژاړي د فرانسي په زرګونو خلك ورته راټولېږي له هغي سره يو ځØ �ى د خپلو مړو پر حالت ژاړي، خو زموږ بي وزله اولس باندي په خپلو كورونو كي بمبار كېږي، په خپلو كورونو كي تر خاورو لاندي كېږي، هغوى د جګړي په ډګر كي نه و بلكي د خپل اولاد لپاره يي په دي ستونزمنو حالاتو كي يوه مړى ډوډۍ برابروي، وژل كېږي، او وروسته زموږ بي كفايته دفاع وزارت خبر وركوي، چي په شينډنډ كي ۳۰ كسه ترهګر طالبان ووژل شول،


د فرانسي لومړى وزير د لسو كسو په وژل كېدو باندي ژاړي، چي ټوله نړۍ يي دا حالت ګوري خو زموږ دروند او ښاغلي ولسمشر د شينډنډ په پېښه كې، چي ۱۵۰ بي وزله ملكي كسان په خپلو خټينو او بي وزله كورونو كي تر خاورو لاندي شول، نه يي يوه اوښكه Ø �ويي كړه او نه يي هم مجرمينو ته كوم ګوš وكړ، بلكي د پخوا په ډول يي پلاوى ورته وټاكه، سره ددې، چي ټولي نړۍ وليدل، چي وژل شوي كسان ټول ملكي او غير نظامي كسان دي، خو بيا هم دوى غواړي سيمي ته پلاوى ولېږي،او مالومه كړي، چي آيا وژل شوي كسان ملكي دي او كه نظامي؟  اوس دوه خبري دي كه پلاوى سم او دقيق مالومات راوړي نو د كونړ د والي په څېر به هر يو له دندي ګوښه كېږي او كه يي ناسم مالومات راوړل، په حق يي سترګي پټي كړې، هم به ونازول شي او هم به چارواكي نور د پېښي د سپيناوي په كيسه كي نه وي، په يوه اوونۍ كي د هېواد په كچه ۳۰۰ كسان په مظلومانه ډول تر خاورو لاندي كېږي، خو زموږ هغه چارواكي، چي همدي تر خاورو Ù �اندي مظلومو كسانو هغوى ته رايه وركړي هغوى يي په خپلو رايو د ولسمشرۍ او پارلمان تر ودانۍ پوري ورسول، خو نن ورځ ددي مظلومو په حال ژړېدل خو پر ځآى پرېږده، بلكي هېڅ يي په كيسه كي هم نه دي، آن تر دې، چي په شينډنډ كي تر بمبار وروسته د سيمي خلك په سوله ايز لاريون لاس پوري كوي، هغه ملي اردو چي ځانونه زموږ دفاعيان او ساتونكي بولي ورباندي ډزي كوي، چي په لاريون كي هم تر۱۰كسانو  ډېر د دوى د ډزو له امله مړه او ټپيان كېږي، نو اوس دا مظلوم ملت چاته وژاړي؟ د فرانسي مشران د لسو كسانو په وژلو له ټول ملت سره يو ځاى ژړېږي زموږ مشران د ۳۰۰ بي ګناه كسانو په وژلو يوازي پلا وى ټاكي.


د شينډنډ د نو اباد د کلي يوتن اوسېدونکى محمد لطيف، چي د شينډنډ په هوايي ډګر کي کار کوي وايي، په دي بمبار کي د ده د کورنۍ ١٦تنه وژل شوي دي، نوموړي وويل: (( زه په هغه شپه په هوايي ډګر کي وم کله، چي مي د چاودنو غږ واورېد له دوى څخه مي وغوښتل، چي کلي ته راشم  اجازه يي رانکړه، خو چي په سبا يي کلي ته راغلم نو ګورم، چي د کلي نقشه بدله شوي هري خواته دېوالونه او کورونه ړنګ  شوي.))


 نوموړي په ژړغوني غږ وويل: (( زه له  خپلي کورنۍ څخه يوازينى تن وم، چي په دي شپه له کور څخه د باندي وم، په دي بمبار کي زما د کورنۍ ټول غړي ووژل شول ماته زما له کورنۍ څخه نور څوک نه دي پاتې.)) دى وايي، چي د ده په کورنۍ کي ٩ ښځې، ٦ ماشومان او يو سپين ږيرى و، چي په دي بمبار کي وژل شوي.
اوس دي زموږ په چوكۍ مين چارواكي او د پارلمان يوولس سوه ډالره معاش خوړونكي وكيلان، چي اوس هم د معاش له لږوالي څخه كړېږي، او د ولسواكۍ نړيوال ټېكه داران پرېكړه وكړي چي آيا دا ټول ترهګر دي؟ آيا هغه په زانګو كي ويده ماشوم، چي تر خاورر لاندي شو ترهګر و؟ آيا هغه د لسو اولادونو پلار، چي ټوله ورځ د بل په كار كي خپله انرژي لګوي څو خپل اولاد ته ډوډۍ پيداكړي، ترهګر و؟


آيا هغه ماشوم او ماشومه چي خپل د دويم او لومړي ټولګي كتابونه يي په بمبار كي تر خاورو لاندي شول ترهګر و؟ آيا د كلي هغه بي وزله كاريګر چي د ډېر سخت كار له امله يي د لاسونو او پښو چاودي او ټناكي په قبر كي د اېښودو په وخت كي هم له ورايه ځلېدي ترهګر و؟


نه هېڅ كله هم نه دا ټولو ته مالومه ده، چي دوى بي وزله كليوال وګړي و، د سروبي د فرانسويانو تر مړيني وروسته، بهرني ځواكونو ددي په پلمه، چي طالبان د لغمان ولايت ته اوښتي، او د ګړوچ په سيمه كي مېشت دي، د ګړوچ د سيمي په بي وزله خلكو، چي ډېرى يي بزګر او مالداران و داسي وحشتناكه او بي رحمه بمباري وكړه، چي تر ۴۰ ډېر كسان او په سوونو حيوانات پكي مړه شول، دا بايد څرګنده شي، چي تر څو پوري به پر موږ بي پوښتني بمبار كېږي. نو په پاى كي موږ له دولتي چارواكو څخه په جدي ډول غوښتنه كوو، چي كه واك لري، نو نور دي په خپل مظÙ �وم ملت باندي د ظلم او ناروا مخه ونيسÙ نور دي له دي مظلوم او ځورېدلي ملت سره دوى هم وژاړي، نور دي نه پرېږدي، چي زموږ د ماشومانو د كتابونو بكسونه تر خاورو لاندي او دوى په ډله ايزه توګه په قبرونو كي واچول شي، نور دي چا ته اجازه نه وركوي چي په خپل سر بمبار او عمليات وكړي. او كه چېري د دوى خپله واك نه لري نو بيا دي په عزت سره خپله دنده پرېږدې، په دي سره خو به دومره ګټه تر لاسه كړي، چي نوم يي د ملي غدارانو په تاريخ كي ثبت نه شي.