دا لومړی ځل نه دی چي په بهرنيو هيوادونو کي مېشت افغانان د افغانستان د سفارتونو او کونسلګريو له ديپلوماټانو او کارکوونکو شکايتونه کوي ، د ۲۰۰۱ راهيسي کله چي په افغانستان کي د شمالي ټلوالي د بخت ستوری وخوت د بهرنيو چارو وزارت او د بهرنيو هيوادونو کي د افغانستان سياسي نمايندګۍ د شمالي ټلوالي نژدې کسانو لاسونو ته ورغلې ، که څه هم په دې اړه د لراوبر ويبپاڼي تر څنګ يو شمېر نورو ډله ايزو رسنيو وخت ناوخت د افغانانو شکايتونه خپاره کړي دي ، دا ځل لراوبر ته له کويټ څخه د ښاغلي انور عزيزي له خوا راليږل سوئ شکايت په دې هيله خپروو چي افغان دولت به په بهرنيو هيوادونو کي د افغانانو دا ډول او دېته ورته ستونزو ته پام وکړي .
انور عزيزي – کويټ
په يو ولايت كي لايسنس او يا نكا ح نام يا شهادت نامه وركړي چه كويت كي يي د افغانستان سفارت ته يوسي او درته وايي به وزارت داخيله مهر پکښی نشته . كوم وخت چي په والايت كي لايسنس او يا نكا ح نام او يا شهادت نامه جوړه وي په هغه وخت كي بايد ورته وايي چه په كو م ځاي کي مهر او يا امضا ورباندي كيږي هلته يوسه .
دافغانستان سفارت كارکوونکي په نهه بجي کار شروع كوي كسان ورته ولاړوي دوی د کار پر مهال خوراك او څښاک كوي .
اوپه سمه توګه له مراجعينوسره خبري نكوي . زمونږ دغه پيغام دي جناب محترم حامد كرزي صاحب ته ورسيږي
، کويټ مېشتي افغانان له دولت څخه د اريانا الوتکي د ټکټونو د لوړي بيي او سفارت له کارکوونکو څخه په تنګ راغلي دي او له دولته هيله کوي چي ددوی ستونزو ته پاملرنه وکړي .