
تر هغه وروسته چي د وزیرستان په شکتوی کي پنجابي پوځیانو شاوخوا دوه سوه کسان له کورونو و ایستل او هر ډول ظلم تشدد یې پر وکړ د وزیرستان د بېلابېلو سیمو اوسیدونکو په سوله ایز احتجاجونو لاس پوري کړ او د لاریون په بڼه د شکتوی خواته روان سول.
اوس د پرون راهیسي داسي خبرونه دي چي پوځیانو په بېلابېلو نقطؤ کي پر چیک پوستونو د لاریون کوونکو د تګ مخه نیولې ده او غواړي حالات د تشدد خواته بوځي.
پنجاب چي له پخوا په سیمه کي د ټیلفون، موبایل او انټرنټ اسانتیا قطع کړې ده. دچارو څارونکي د بشري حقونو پر ادارؤ ږغ کوي چي ژر تر ژره دپاکستان پر دولت ږغ وکړي چي د لاریون کوونکو لاره خلاصه کړي او د هر ډول تشدد د مخنیوي ډاډ ورکړی.