ډاکټر عبدالرزاق حرمان- د پوستکي ناروغیو متخصص
لیزرونه د شلمي پیړۍ په سر کي د طبی پروسیجرونو لپاره وکارول سول چی په لومړي سر کی صرف د انساجو د لیري کولو لپاره ترې استفاده کېدل ، په ورستیو وختونو کي لېزرونه په ډېرو طبي بخشونو کی د استفادې وړ سوی دي چی یو یې هم جلدي بخش دی ، د مختلفو جلدی امراضو لپاره مختلف لیزرونه سته ، خو لکه څرنګه چی ددوا کیفیت ډېر مهم دی همدا شان د لېزر کیفیت هم مهم دی او په نور هیوادو کی لکه درمل لېزرونه هم تر جدي څار وروسته هیواد ته داخلېږي ، خو په افغانستان کی لکه څنګه چی درمل نه کنترولېږي لېزرونه هم هیڅ نه کنترولېږي ، افغانستان ته وارد سوی 99% لېزران ډېر ټیټ کیفیت لري ، دا چی لیزر د شعاع په واسطه د انساجو د لمنځه وړلو یوه طریقه ده نو که چيري یو نسج په صحیح ډول له منځه ولاړ نه سي او په حجرو کي هغسي تغیر راولي چي د نورو امراضو سبب ګرځي ډیر بد عواقب درلودای سي ، حتا په ځینو وختونو کی د جلدی سراطانونو سبب ګرځي ، د ښه کیفیت لېزر هم د ښه کیفیت درملو په شان لوړ قیمت لري چی د افغانستان ډاکټران په عموم ډول ډېر مصرف نه کوي د مثال په ډول د ورېښتانو د ليري کولو لپاره لېزر
الکسانداریت
[755 nm ]
د شل زره او دېرش زره دالر تر منځ قیمت لري ، په افغانستان کی 80 فیصده جلدي ډاکټران د ورېښتانو د لېري کولو لېزران لري خو چی کله فکر وسي ددوی ټوله معاینه خانه یا کتنځای په شل زر ډالر نه ارزي او محترم ډاکټر صاحب به اته رقمه لېزران لري . په افغانستان کی د لېزر کلمه عام انسانانو ته یوه جادویې کلمه د هرڅه سره چی لېزر یو ځای سي دوی فکر کوی چی د مریض علاج مي په عصري ټکنالوژي سرته رسوي ، خو داسي نه ده یو دا چی لیزر نسته ځني ډاکټران خو ساده لایټ او یا الکترو کاوتري ماشین چی د برق په ذریعه د انساجو پرې کول وي د لېزر په نامه عام مریضانو ته معرفي کوي دوهم که کوم ډاکټر لېزر راوړئ وي هم د لېزر کیفیت یې دومره ټیټ وي چی د ګټي پر ځای یې تاوانونه تر حد ډېر وي او یا هم د څو کلنو تر تېرېدو وروسته یې حجرې داسي تغیر وکړي چی د جلدي سرطانونو سبب سی .
د امریکا
FDA ( Food and drug administration)
اداره
لکه څرنګه چی درمل تایدوي هماغه شان لېزرونه هم تایدوی ، هغه لیزرونه چی کیفیت یې ټیټ وي په هیڅ صورت ګټه نه کوي حتا په ځني مواردو کی ډېر بد عواقب لری
حل لاره يې څه ده ؟
د افغانستان په سطحه ټول جلدي ډاکټران باید دا خپل وجداني وظیفه وبولي چي مریضانو ته لېزر ، د لیزر کیفیت چی دوی یې کاروي ، د لېزر جانبي عوارض ، په صحیح ډول تشریح کړی
مریضان باید د خپل ډاکټر څه د لېزر د ډول او قیمت په اړه مالومات تر لاسه کړي او بیا هغه د محترم ډاکټر صاحب د معاینه خانې ، شفاخانې او یا کلنیک سره مقایسه کړي چی په دومره لوړ قیمت لېزر دده تر کتنځای ګران او لوړ دي که نه
د ټولو عمومی ډاکټرانو دا مسولیت دی چی عام خلګ د لېزر په اصلي حالت او کیفیت پوه کړي، که چیری عامه پوهاوی ونه سی خدای مکړه څو کلونه وروسته به د پوستکي سرطان د افغانستان د سرطانو په سر کی وی
د صحت عامی محترم ریاستونه باید د ټولو جلدی داکتر انو لیزرونه جدی وڅاری او که چیری د ټیټ کیفیت لرونکی لیزرونه وی باید داکتر مجازات سی
ستاسی درنو لوستونکو دا وظیفه ده چی زما دا پیغام تر ټولو خلګو ورسوئ تر څو وکولای سو ددې مشکل مخنیوی په ګډه سره وکړو.