03-09-2030
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زما یو صمیمي ملګری او کلک دوست عبدالقیوم نورزی د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې دي.
دې خواشینونکي خبر سخت غمجن کړم.
د اروښاد عبدالقیوم نورزي سره مې د اوږدې مودې راهیسې پيژندګلوي، ملګرتیا او دوستي لرله. هغه یو صادق او په وطن او خلکو میین روڼ آندې و. هغه د هیواد د روښانفکري غورځنګ یوه مخکښه څېره او وتلې شخصیت و. هغه د ژوند یوه لویه برخه د خلکو د سیاسي بېدارۍ او د هغوی د ژوند هوسایې ته بېله کړې وه.
د هغه مړینه د هیواد روښانفکري غورځنګ ته یوه لویه ضایعه بولم.
زه په داسې حال کې چې د هغه په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوم، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو ته تسلیت وایم او د لوی صبر او زغم هېله کوم او دعا کوم چې هغه ارواښاد ته دې لوی خدای جنتونه ورپه برخه کړي. روح دې ښاد وي او یاد دې تل پاتې وي.
په درنښت
نیاز محمد مومند