د بنګله دېش دشمال لوېديځ د د کیشوبپور په سيمه کي چي د پایتخت ډاکهې نه ۱۳۵ کيلومتره لیری ده ، يوې ۲۲ کلني مېرمني يو هلک ماشوم زېږولی دئ چي دوه سره لري . په ماشوم باندي چي د قيرون نوم ايښودل شوی دی تیره دوشنبه زېږېدلی چي صحی حالت يې سم ښودل شوی دی .
د کلینک ډاکټر وایی چي دم درحاله ماشوم د کومي صحي خطرې سره ندی مخ خو د خلکو د زیات ګڼه ګوڼو له امله يې و يوي لویي نيژدې شفاخانې ته لېږلی دئ .
د کلینک موظفین وايی چي نيژدې يونيم لک نفره پرون د کلینک مخي ته را غونډ شوي وه چي ددې ماشوم چي د خدای تعالی يو نادره خلقت دئ، ننداره وکړي . هغوی وایی د خلګو ګڼه ګوڼه هومر زیاته وه چي موږ د پولیسو نه مرسته و غوښته .
د سماکل ورځپاڼي ليکلي دي چي يو زیات شمېر خلکو د ماشوم د کورنۍ سره د ښه نیت په وجه د نغدو پیسو مرسته کړېده .